د حافظې د له منځه تلو ۵ لاملونه!

مونږ ټول ډېر ځله د ورځنیو ستونزو او ستومانۍ له امله د هیرې له ستونزې سره مخ کېږو، کله کله سړی خونې ته نه وي ننوتی، که ګوري ګوته یې په غاښ نیولي وي، نه پوهېږي چې د څه لپاره راغی؟ سوچ کوي! سوچ کوي! کله خو یې مطلوب کار ور په یاد شي، کله کله بیا هېڅ نه ور په یادیږي.

هغه طبي څېړنې چې په دې برخه کې تر سره شوې دي، سپارښتنه کوي چې دې ډول حالت ته باید جدي پاملرنه وشي، ځکه دا ډول حالت کله کله د څه وخت لپاره د حافظي  د لمنځه تلو لامل ګرځي.

څېړنې ښيي چې په پنځو حالاتو کې یو کس له دې ډول حالت سره مخ کېدای شي:

لومړی: ستړیا، او عصبي فشار، چې په ورځني ډول سړی ور سره مخ کېږي، په نتیجه کې ماغزه په ښه توګه خپلې دندې نشي تر سره کولی؛ ځکه خو مجبوریږي چې له دغه فشارونو څخه وتښتي، او هغه داسې چې خپلې ځينې ورځنۍ چارې هیروي، کومې چې په معمولي ډول به یې سرته رسولې.

دوهم: د ورځنیو چارو ډېروالی، کله چې یو کس په ورځني ډول په ځان د ډېرو چارو سرته رسول لازمي کړي، داسې وخت راځي چې په تنګ کېږي، او بیا دهېڅ کار تر سره کول خوند نه ور کوي، دلته مغز دغه غوښتنه مني، او هغه داسې چې هیروي يي، په نتیجه کې د هغه کس ځینې چارې له یاده وزي.

 له همدې کبله ورځنۍ چارې باید په څو پرلپسې وختونو کې سرته ورسول شي، نه دا چې له یوې مخې ورته اړم شي، او نه باید له خپل توان او وس نه لوړ کار ته ځان ور کړل شي.

دریم: د سپورت نه کول هم دا ډول حالت را منځ ته کولی شي، ځکه چې سپورت یوازې بدن ته ګټه نه کوي، بلکې مغزو ته هم فرصت ور کوي چې خپل توان او وس تازه کړي. ځکه په سپورت کې زیات حرکت بدن کوي، مغز ډېر کار نه کوي، آرام وي.

څلورم: په مناسبه کچه آرام نه کول هم دا ډول حالت را منځ ته کولی شي، سړی نشي کولی ټول وخت له دمې پرته کار وکړي؛ ځکه خو لازمه ده چې کم تر کمه په ورځ کې ۱۰ دقیقې، کیدای شي د کار پر وخت هم وشي، له رڼا او آوازونو څخه یوې ګوښې ته شي، آرام کښېني، یو څه دمه وکړي، تر څو ماغزه تازه شي، او بیا وروسته خپلې نورې دندې په ښه توګه سرته ورسوي.

پنځم: په دې اړه د هغو ستونزو بنسټیز لامل پیدا شي، چې سړی له عصبي فشار سره مخ کوي، تر څو د حل لاره ورته پیدا شي، او ځان ترې خلاص کړل شي، ښه لار دا ده چې وخت په وخت ماغزه تازه وساتل شي، تر څو بیا نوي معلومات تر لاسه او خپلې نورې دندې مخ ته یوسي.

 انور نوري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب