د جنیتیک انجینري څپرکي لنډيز

  • د حجرې په هسته کې جنتيکي ماده موجوده ده. جنتيکي ماده د حجروي ويش په وخت کې د کروموزوم په بڼه د ليدلو وړ ده. کروموزوم له DNA او پروټين څخه جوړ دی.
  • DNA د خپل خاص شکل په خاطر د غبرګې مارپېچي پوړۍ په نامه يادېږي.
  • د DNA پوړيو ته ورته شکل لری د پوړيو دواړه مټې د قند او فاسفټې څخه جوړ دي او د پوړۍ پاړکي د څلور ډوله قلوي ګانو ادنين، ګوانين، تايمين او سايتوسين څخه جوړې شوی دی يا په بل عبارت نوکليوتايدونه د DNA جوړوونکي برخې دي چې له درې برخو قند قلوي او فاسفټې څخه منځته راغلي دي.
  • د DNA دوه ګونی (ډبل) مارپېچ موډل د واټسن او کريک په نامه هم يادېږي.
  • ساينسپوهان د جنتيک انجينرۍ د ټکنالوژۍ په کارولو د خوراکي توکو، درملو او مصنوعي منسوجاتو د زيات او ښه توليد د لاسته راوړلو لپاره کوښ) کوي.
  • د جنتيک انجينري د ټکنالوژي په واسطه په نوي ترکيب سره د DNA منځته رات, د جن تروپي په نامه يادېږي.
  • د DNA نوی ترکيب: ساينس پوهان له نوي ترکيب د DNA څخه انسولين، طلايي وريجې، د ودې هورمون، طبيعي حشره وژونکي او نور جوړوي. DNA دوو يا څو ژونديو موجوداتو څخه اخلي يوځای کوي یې د توپيرلرونکو او نورو خواصو لرونکی DNA منځته  راوړي چې دې نوي DNA ته Recombinant DNA وايي.
  • جين تراپي: د جنتيکې بې نظميو د ښه کولو لپاره په انساني حجرو کې د نيمګړو او ناروغو جينونو پرځای د روغو جينونو داخلول له جن تروپي څخه عبارت دي. د زياترو جنتيکي بې نظميو لکه هېموفيليا او عضلاتي ځينې ناروغيو او نورو د درملنې لپاره له جن تروپي څخه ګټه اخېستل کېږي.
  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ