د جدي شپږمه؛ د افغانانو جهاد او د افغانستان داستان
هو، د جدې شپږمه وه. يو چوپ چاپ ماښام وه. دشوروي ځواکونه افغانستان ته د آمو سيند په سينه را تيريدل او آمو يې ننداره کوله. کارمل د تاشکند له راديو د امين د رژيم پاى او د افغان شوروي دوستئ د نوې دورې چيغې پورته کړي.
په لس ګونو زره شوروي عسکرو ځوږ جوړ کړ. سلګونه بمبارد الوتکې او جنګي څرخکې راغلي. ټانکونه وغړمبېدل، بمونه وغورځېدل، سکډ او لونا وغوريدل او مرمئ وشغېدې. کورونه کنډواله، کلي ړنګ شول او ملت قرباني ورکوله. د ايثار قرباني او فداکاري د خورا لوړې بيې ورکولو وروسته د يوې داسې ورځې شاهدان هم يو چې پرمختللو وسلو او د نړئ ټولو ځواکمن لښکر د ايمان په وړاندې ماته وخوړه او د شوروي ځواکونو وروستى جنرال د حيرتانو پر پله اوښته، خو شاته يې نه کتل او له ځان سره يې هغو ټولو مشرانو ته ښکنځل کول، چې دلته يې ځواکونه رالېږلي وو.
د بمونو د دود پیل د روسانو له یرغل څخه وشو. د بمونو د دوامدارې شومې پدیدې هغه ټول کسان پړه دي چې په یو ډول نه یو ډول یې افغانستان ته په ټانکونو باندي سپرو روسي عسکرو، په بمونو د بار روسي الوتکو او ټانکونو د راتلو لپاره لاره هواره کړه. هرکلی یې وکړ، په زور يې کلي جوړول او د همدې بمونو پر کارولو یې د خلکو پر زړونو د واکمنئ د ټینګولو هڅه وکړه.
مونږ منو چې له روسانو وروسته نورو هم بمونه په لا ډیر وحشت وکارول، خو دا باید هير نه کړو نه چې دا کیسه په افغانستان باندې د شوروي له یرغل څخه وروسته پیل شوه.
هغه څه چې مو له يرغلونو څخه زده کړل داده چې هیڅ ډول عسکري ځواک او زور د ولس اراده نشي ماتولاى. نظامي ځواکونه د ملت زور ته د تسليمي سرونه ښکته کوي، په زور کلي نه کیږي، د توپک په ماشه کې بريا نشته. واک ته د رسيدو لپاره يوازنئ مشروع معقوله او د عمل لاره د ولس اراده ده. په يوه ګډ هېواد کې په ګډه د ګډ ژوند کولو، ګډ اوسيدلو او په سوله کې له نورو خلکو سره د متقابل درنښت په فضا کې د ژوند کولو هنر زده کول وياړ ده.
هغه خلک يوه ورځ يوازې پاتې کېږي چي د يرغلګرو په څنګ کي دريدلي وي. افغانستان د متجاوزينو او تيري کونکو هديره ده. د نړئ ډیر ستر ځواکونه دلته مات شوي دي. بالاخره د هغو خلکو سرونه به ښکته وي چې د واک ترلاسه کولو لپاره يې د افغان سينه سورئ کړه، افغانه مورکئ يې بوره کړه، د افغانې خورکئ اوربل يې وران کړ او د افغان بچيان يې يتيمان کړل.
د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي، او په دې هيواد کې يوازې اسلامي نظام د افغانانو لپاره د منلو وړ ده. همدغه غيور ملت و چې انګليسى استعمار يې مات او د شوروي امپراتوري يې ونړوله. دا دې اوس د امريکا هم نزدې ده چې له افغانستان څخه خپله ګډه بار کړي. مګر داهم باید هير نکړو چې افغانان يو ښاد، اباد، ودان، پرختللى، خپلواک، له ځمکنئ او سياسي بشپړتيا برخمن افغانستان هم غواړي.
افغانستان د افغانانو پيژندګلوي او دغه وياړلى هيواد د هغوى کور دى، د هغوى مور ده او د هغوى افتخارات ورپورې تړلي دي.
مونږ د خپل ملت په کلک ايمان مضبوطه اراده او پياوړي عزم باور لرو چې هر وخت او زمان کې يې د پرديو د بربنډ تيري په وړاندي خپله سينه سپر کړې ده او له زياتو قربانيو وروسته يې پردي شړلي دي، خو متاسفانه د تاريخ په سينه کې د پرديو له شړلو وروسته د خپلمینځي ځورونکي او ځپونکي کورنئ جګړې پاڼې هم زمونږ وياړونه او برم ننګوي.
شوروي عسکر ووتل، خو مونږ په خپلو کې سوله ونه کړه، کابل مو ړنګ کړ او فاجعې مو وزيږولې… نور پردي هم راغلل. د افغان په غولي د پرديو جګړو ډګر لاهم تود ده. سوله مو ورکه کړې ده او ملت مو لا هم قرباني په کرښه پروت ده. زمونږ د جنګ ډګر همهغه شان ګرم ده او د ولس د سولې د هيلو غوټئ د سپړيدو په ځاى د رژيدو په حال کې دي.
مونږ ډيرو پرديو و غولولو. ډيرو وخوړو، ډيرو راباندې تر منزله ځانونه ورسول. شوروي ټوټې ټوټې شو. د برلين ديوال ونړيده. د لينن مجسمې ماتې شوى. د مرکزي اسيا مسلمان ميشتي هيوادونه ازاد شول. امريکا سړه جګړه وګټله. پاکستان له سانډويچ کيدو وژغورل شو.
مګر مونږ لاهم خپلې موخې تر لاسه نه کړې. د واک او ځواک په سر جګړو کې لتاړ شو. د شهيدانو وينې ليلام شوې. اسلامي نظام حاکم نشو. د نړيوالو له نظره ښکته پريوتو. جګړه جګړه او آن تر دې چې بل ځل د يوه بل وحشي يرغل خوراک شو.
د پرديو هيوادونو له محروميتونو مجبوريتونو او محکوميتونو ډک ژوند مو هډوکي وراسته کړل. پرديو زمونږ له مجبوريت او مظلوميت څخه ناوړه ګټه پورته کړه. له دړه مليونه څخه د زياتو انسانانو قرباني مو ورکړه. شوروى مو مات او يرغلګر مو وشړل، د برلين ديوال ونړيدن، د مرکزي اسيا هيوادونه يو پر بل پسې ازاد شول او د وارسا تړون مات شو، خو، مونږ خپلې موخې ترلاسه نه کړې. مونږ اسلامي نظام قائم نکړاى شو. مونږ هدف ته له رسيدو وړاندي د ګوړو په خوږو زهرو ووژل شوو، مونږ د ځينو تش په نامه جهادي مشرانو د واک غوښتنې ناروا او وحشي کورنیو جګړو له امله ناهيلي شوو او د هيلو غوټئ مو له سپړيدو وړاندې ګلئ ووهلې
د شهيدانو د ارمانونه مو نيمګړي پاتې شول.
مونږ له جګړو څخه ستړي شوي يو. مونږ د افغان په لاس د افغان د وژلو لوبې ستړي کړي يو.
مونږ د هېڅ ګاونډي سره د سيالي نه يو، مونږ د نړئ د پرمختګونو په منډه کې پريوتي يو. زمونږ د مشرانو په پرديو خيراتونو سره جنګ ده. مونږ د نړيوالو په اوږو بار يو محتاج ملت يو.
مونږ اوس له پرديو سره په معامله, مراوده او خبرو کې هيڅ ډول ستونځه نلرو، خو په خپلمنځي توګه يو بل ته ګوته په ماشه په سنګر کې ناست يو.
شورويانو د څوارلس زره او امريکايانو د دوه نيم زره عسکرو له لاسه ورکولو وروسته په خپلو ناکاميو باندې پوه شول چې د توپک لاره د بريا نه ده، نو مونږ له دوه مليونه څخه د زياتو افغانانو له لاسه ورکولو وروسته ولې فکر نشو کولاى چې د افغانانو ترمنځ جګړه نوره قطعاً د حل لاره نه ده.
د نظامي يرغل په وړاندې مو د مبارزې څلي هسک ولاړ دي او پرديو ته په ماتې ورکولو مو د تاريخ پاڼې ګواهي ورکوي، خو راځئ نن هوډ وکړو چې نور د کورنیو جګړو، فقر بيوزلي فساد غصب او ظلم په وړاندې د مبارزې نوئ څپرکئ هم پرانيزو. ولس مو د فقر تر کچې لاندي ژوند کوى. معياري روغتونونه معياري ښوونځي معياري پوهنتونونه او نورې اسانتياوې نه لرو. جګړه روانه ده. د سولې څرک نه لګيږي. خپل وروڼه د غلام، مرتد، ترهګر، اجیر،ګوډاګی او وطن پلورونکی په القابو یادوو. یو او بل ته ګوته په ماشه په مورچه کی ناست یو.
زمونږ هیواد دنړئ دفاسدو هیوادونو په سر کی ځای لری.
غلام نه لکئ لری او نه هم ښکرونه! نن سبا احتياج فقر او بېوزلي غلامي ده.
راځئ یو او بل ته دښمن نه، ورور ووایو. په ګډه له ټولو پردیو اشغالګرو يرغلګرو او نورو څخه د خپل ولس دنجات لاری چارې ولټوو. یووالئ، زغم، حوصله، هیوادپالنه، سمون او بدلون له خپله ځانه پیل کړو.
راځئ ومنو، چې مونږ هر یوه په تیرو څلوېښتو کلونو کی سهوی، غلطیانی، تیروتنې او ګناهونه کړی دی.
راځئ چې یو ځای دیوه روښانه او پرمختللې راتلونکی په لور روان شو.
عبدالوحيد وحيد