د توتاخېل(طوطاخېل) تاریخ

د پښتني قبيلو د پېژندنې په لړ کې د توتاخېلو قبېله چې د طوطاخېلو په بڼه هم راغلې ده درپېژنم.
د توتاخېلو قبيله په اوسني وخت کې د پکتيا ولايت د مهمو قبيلو نه شمېرله کيږي .

د پښتني عنعنوي او روايتي شجرو پر بنسټ توتاخېل له اره د پښتنو د غلجيو په ټو لنيز ګروپ او ډلې پورې يوه اړونده قبېله ده او د سهاکو د قبيلې يو ښاخ ګڼل کيږي .
توتاخیل د سهاک ځوی د اندړ وراره د موسی لمسئ د برهان کړوسئ د غلجي کودې او غلجي د شاه حسین غورې ځوی ده.
د توتاخېلو د قبيلې خلک دپکتيا ولايت دسيد کرم په ولسوالۍ کې د احمدزيو، منګلو او ځدراڼو د قبيلې د خلکو ترڅنګ ژوند کوي.
داسې روايتونه شته چې توتاخېل په لومړي سر کې د غزني ولايت د اندړو په سېمه کې ژوند کاوه، چې وروسته د ځينو بېلابېلو عواملو په وجه د خپلې استوګنې او سنۍ سيمې ته ليږ ديدلي دي.
د توتاخیلو د قبېلي ښاخونه:
توتاخیل په ۷ نورو فرعی برخو ویشل شوی چې خلک پکې مختلف نظرونه لرې:
سیمن خیل، خوشحال خیل، کلګر، عثمان خیل، خان خیل، کندر خیل او خڼ خیل.
توتا خيل زړور، جنګيالي ، غير تي ،ميلمه پالو نکي او په پښتو او پښتونولۍ باندې مين خلک دي .
د هېواد د خپلواکۍ په دري ګونو جګړو کې يې د پکتيا د نورو پښتني غيرتمنو قبيلو په څېر يې دانګريزي ير غلګرو ځواکونو پر خلاف د وياړه ډکې مبارزې کړي دي او کله چې روسي ښکيلا کګرو او بلو سګرو زموږ په ټا ټوبي ګران افغانستان باندې د وحشت نه ډک بريد وکړ نو د توتاخېلو د قبيلې شاه زلميو هم خپل هيوادنی رسالت په ښه تو ګه تر سره کړ.
د توتاخيلو د قبيلې خلک زياتره خلک دکرنې او مالدارۍ په چارو بوخت دي، خو ځينې يې د سوداګرۍ چارې هم پر مخ بيا يي.
ځینې نور یې په عرب هیوادو کې مسافری کوې هغه خلک يې چې د کرنې او مالدارۍ په چارو بوخت دي نو دوی غوايي، غواګانې ،پسونه، وزې او ميږې هم ساتي.
د توتاخيلو د قبيلې رواجونه او دودونه کټ مټ د هغو قبيلو په څېر دي چې دوی ورسره ژوند کوي. په دوی کې پښتني دودونه او په تېره بيا د جرګې سيستم پياوړی دی او خلک خپلې لانجې د قومي جر ګو له لارې اواروي .
د دغې قبيلې ځينې کورنۍ د پکتيا ولايت په مر کز ګردېز، خوست، جلال اباد او ځينې يې په کابل کې هم استو ګنه لري.

د توتاخېلو د قبيلې مشهور شخصيتونه :

د توتاخېلو قبيلې په خپلې غيږ کې ځينې نامتو شاعران،استادان او د علم او پوهې لارويان روزلي دي چې د ځينو نومونه يې په لاندې ډول دي:
١- د کابل د پوهنتون استاد ښاغلی پوهندوی نسيم ګل توتاخېل
٢- د کندهار د پوهنتون رئيس ښاغلی ډاکټر حضرت مير توتاخيل
او داسې ډیر نور.
د ١٣٥٤ لمرېز کال د سر شميرنې له مخې د پکتيا په ولايت کې د توتاخېلو د قبيلې د خلکو شمېر ٢٢٣٤.تنه ښودل شوي دي چې ښايې اوس به يې په شمېر کې څو برابره زياتوالی راغلی وي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب