د تهجد لمونځ

د تهجدو ثواب  :

له اسماء بنت يزيد رضي الله عنها  څخه  روايت  دی  چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : د قيامت په ورځ به ټول خلک په يوه ميدان کې را ټول کړی شي ، بيا به يو آواز کوونکی آواز وکړي چې : هغه کسان چېرته دي چې ( د شپې لمونځونه به يې کول او ) څنګونه  به يې له بسترو څخه لرې وو  ؟  دوی به ودرېږي ,  خو  ډېر  لږ  خلک  به   وي  ، بيا به بې له حساب  څخه  جنت  ته  داخل  شي . بيا به نورو خلکو ته امر وشي چې حساب ته ورشئ . ( بيهقي في شعب الإيمان )

عبد الله بن سلام رضي الله عنه فرمايي چې  : رسول الله صلی الله عليه وسلم چې  مدينې ته راغی  نو ټول  خلک په بيړه  ورغلل ،  زه  هم له خلکو سره  ورغلم ، چې کله مې د ده  مبارک   مخ  وليدلو  او  ښه   فکر مې   پکې  وکړو   نو   راته   معلومه  شوه   چې  دا   د   دروغجن  مخ  ندی .

اوله خبره مې  دا  ورڅخه  واورېدله چې خلکو ته يي ويل : ای خلکو ! سلام خپور کړئ ، او ډوډۍ ورکوئ ، او له خپلوانو سره ( ښې ) اړيکې ساتئ ، او د شپې چې خلک ويده وي  تاسو لمونځونه کوئ – نو جنت ته به په سلامتۍ سره داخل شئ .  ( ترمذي )

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : زما په مسجد کې يو لمونځ د لس زره لمونځونو ثواب لري  ، او په مسجد حرام ( مکه ) کې يو لمونځ د يو لک لمونځونو ثواب لري ، او د جهاد په ځمکه کې يو لمونځ د شل لکه لمونځونو ثواب لري ، له دې ټولو څخه ډېر ثواب هغه دوه رکعته لمونځ  لري چې کوم بنده يې د شپې په منځ کې وکړي ، او يواځې د هغو ثوابونو نيت لري چې له الله تعالی سره دي (کتاب الثواب  لأبي الشيخ ابن حيان )

او که همدا دوه رکعته لمونځ د شپې په تيارو او د جهاد په سپېڅلي سنګر کې وي نو . . . .

عن أسماء بنت يزيد : عن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال :  يحشر الناس في صعيد واحد يوم القيامة فينادي مناد فيقول : أين الذين كانت تتجافى جنوبهم عن المضاجع فيقومون و هم قليل فيدخلون الجنة بغير حساب ثم يؤمر بسائر الناس بالحساب ( رواه البيهقي في شعب الإيمان )

عن عبد الله بن سلام قال : لما قدم رسول الله صلى الله عليه و سلم المدينة –  انجفل الناس إليه ،  فجئت في الناس لأنظر إليه ، فلما استثبت وجه رسول الله صلى الله عليه و سلم عرفت أن وجهه ليس بوجه كذاب ، و كان أول شيء تكلم به أن قال : أيها الناس !  أفشوا السلام ، و أطعموا الطعام ، و صلوا  و الناس نيام ، تدخلون الجنة بسلام.  ( الترمذي وقال : هذا حديث صحيح )

عن أنس  رضي الله عنه  يرفعه قال : صلاة في مسجدي تعدل بعشرة آلاف صلاة ،  و صلاة في المسجد الحرام تعدل بمائة ألف صلاة ، و الصلاة بأرض الرباط تعدل بألفي ألف صلاة ، و أكثر من ذلك كله الركعتان يصليهما العبد في جوف الليل لا يريد بهما إلا ما عند الله عز و جل. (رواه ابن حيان في كتاب الثواب ) ک‍‍ذا في المتجر الرابح للحافظ الدُّمياطي رحمة الله عليه

مسئله : د تهجدو لږ تر لږه  دوه رکعتونه دي ، درميانه يې څلور او  ډېر  يې اته رکعتونه دي  .  ( رد المحتار ) مَنْ اسْتَيْقَظَ مِنْ اللَّيْلِ وَ أَيْقَظَ أَهْلَهُ فَصَلَّيَا رَكْعَتَيْنِ كُتِبَا مِنْ الذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَ الذَّاكِرَاتِ ” رَوَاهُ النَّسَائِيّ .أَقُولُ : فَيَنْبَغِي الْقَوْلُ بِأَنَّ أَقَلَّ التَّهَجُّدِ رَكْعَتَانِ وَأَوْسَطُهُ أَرْبَعٌ وَأَكْثَرُهُ ثَمَانٍ ، وَ اَللَّهُ أَعْلَمُ . ( رد المحتار : ۲ / ۲۵ )

فائده : د تهجدو لپاره ضروري خبره داده چې مسلمان دې له ګناهونو  او حرامو څخه پاک وي ، دا د تهجدو خصوصیت دی چې ګناهګار سړی يې نشي کولی  ، او دا د تهجدو ځانګړی راز هم دی  .

يو کس حسن بصري رحمة الله عليه ته اوويل چې : زه غواړم چې د شپې لمونځ وکړم ، د ويده کېدو په وخت کې د اوداسه اوبه هم سر ته کېږدم خو بيا هم نه شم را پورته کېدلی ؟ حسن بصري رحمة الله عليه ځواب ورکړ چې : ګناهونو دې تړلی يې  .

سفيان ثوري رحمة الله عليه فرمايي چې : زه د يوې ګناه له امله پنځه مياشتې له تهجدو څخه محروم وم ، يو کس پوښتنه  وکړه چې : دا کومه ګناه وه ؟  سفيان اوفرمايل چې : يو کس مې وليدلو چې  ژړل يې ، ما په زړه کې له ځان سره اوويل چې : دا سړی ريا کار دی .

قال الإمام الغزالي رحمه الله: قال رجل للحسن : يا أبا سعيد ! إني أبيت معافى و أحب قيام الليل و أعد طهوري , فما بالي لا أقوم ؟ فقال ذنوبك قيدتك .

وكان الحسن رحمه الله إذا دخل السوق فسمع لغطهم و لغوهم يقول أظن أن ليل هؤلاء ليل سوء فإنهم لا يقيلون . و قال الثورى : حرمت قيام الليل خمسة أشهر بذنب أذنبته , قيل  و ما ذاك الذنب ؟  قال : رأيت رجلا يبكي , فقلت في نفسي : هذا مراء .

و قال بعضهم : دخلت على كرز بن وبرة و هو يبكي , فقلت أتاك نعي بعض أهلك ؟ فقال : أشد ! فقلت : وجع يؤلمك ؟ قال : أشد ! قلت : فما ذاك ؟ قال : بابي مغلق , و ستري مسبل , و لم أقرأ حزبي البارحة ! و ما ذاك إلا بذنب أحدثته .                         و هذا ، لأن الخير يدعو إلى الخير ، و الشر يدعو إلى الشر ، و القليل من كل واحد منهما يجر إلى الكثير , و لذلك قال أبو سليمان الداراني : لا تفوت أحدا صلاة الجماعة إلا بذنب .

وكان يقول الاحتلام بالليل عقوبة , و الجنابة بُعد .

وقال بعض العلماء : إذا صمت يا مسكين ! فانظر عند من تفطر و على أي شيء تفطر , فإن العبد ليأكل أكلة فينقلب قلبه عما كان عليه , ولا يعود إلى حالته الأولى .

و تؤثر اللقمة الحلال في تصفية القلب و تحريكه إلى الخير ما لا يؤثر غيرها . ويعرف ذلك أهل المراقبة للقلوب بالتجربة بعد شهادة الشرع له .

ولذلك قال بعضهم :كم من أكلة منعت قيام ليلة ؟ و كم من نظرة منعت قراءة سورة !؟ و إن العبد ليأكل أكلة أو يفعل فعلة فيحرم بها قيام سنة .

و كما أن الصلاة تنهى عن الفحشاء و المنكر ، فكذلك الفحشاء تنهى عن الصلاة و سائر الخيرات  .  ( إحياء علوم الدين : ۲ / ۳۹ , ط : المكتبة التجارية )

دوهم –  بايد مسلمان د غرمې خوب وکړي ، ځکه چې د دې  له  امله بيا د شپې را پورته کېدل اسان وي  .

او  بايد د تهجدو په نيت يو مسلمان د شپې ډوډۍ کمه اوخوري ، ځکه چې ډېره  ډوډۍ  بيا  سړی وېښېدو ته نه پرېږدي .

دريم –  د ويده کېدو په وخت کې که مسلمان د تهجدو  اراده  ولري   او د سورت کهف آخري رکوع  ولولي بيا ويده شي نو الله جل جلاله به يې د تهجدو په مناسب وخت کې را پورته کړي  ، په حديث شريف کې راغلي چې که څوک د تهجدو په نيت ويده شي ، خو دشپې خوب پرې غالب شي او له لمانځه څخه پاتې شي نو الله جل جلاله به د لمانځه ثواب ورکوي  .

فائده : د تهجدو په هکله سنت داده چې : که کومه شپه پاتې شي نو د ورځې دې را وګرځوي  .

فائده : د رسول الله صلی الله عليه وسلم ، د صحابه کرامو ،  د مخکنيو او اوسنيو عالمانو ، سترو فاتحينو ,   پيرانو او بزرګانو له حالاتو څخه معلومېږي چې تهجد د هغوی د ژوند لازمي برخه وه ، دا د تهجدو په هکله لنډه خبره ده  .

تهجد هغه لمانځه ته وايي چې : له يو څه خوب څخه وروسته څوک را پورته شي او لمونځ وکړي ، د دې لپاره تر ټولو غوره وخت د شپې وروستۍ برخه ده ، خو که يو څوک نشي را پورته کېدلی ، بيا دې د ويده کېدو په وخت کې د نفلو په نيت څو  رکعته لمونځ وکړي .

په همدې هکله بزرګانو ويلي چې : که څوک له وترو څخه مخکې او له دوه سنتو څخه وروسته دوه رکعته کوي نو هم  به د شپې د لمانځه ثواب ورته حاصلېږي  .

د وترو يوه مسئله : 

کوم سړی چې په  ځان باندې يقين لري چې د شپې په وروستۍ برخه کې را ويښېدلای شي ، د هغه لپاره بيا دا غوره ده چې وتر پرېږدي او وروسته يې له تهجدو سره وکړي ، يعنې د تهجدو په آخر کې ، او د چا چې دا يقين نه وي د هغه لپاره غوره داده چې د ماستخوتن له لمانځه سره وتر هم وکړي .

خو که يې ماسخوتن وتر وکړلو ، او بيا تهجدو ته هم را پورته شو نو بيا دې دوهم وار د تهجدو په وخت کې وتر نه کوي ، ځکه  چې  دا بيا نفل کېږي ، او نفل درې رکعته نه وي  . ( فتاوی دار العلوم ديوبند للمفتي محمد شفيع ص ۳۱۰ ط : دار الاشاعت کراتشي )

د تهجدو په نيت د ماسخوتن لمونځ وروسته کول :

د ماسخوتن لمونځ له نيمې شپې نه وروسته ادا کول ، او دا وروسته والی د تهجدو لپاره وسيله ګرځول  ډېر بد کار دی  ، ( مکروه دی ) لدې کراهت نه په ظاهره تحريمي کراهت مراد دی ، ځکه چې د ماسخوتن لمونځ تر نيمې شپې پورې ادا کول مباح ده ، او له هغې نه وروسته مکروه ، نو کوم کراهت چې د مباح په مقابله کې وي هغه کراهت تحريمي وي ، او د شافعیانو رضي الله عنهم په  اند خو د ماسخوتن لمونځ پدې وخت کې کول جائز نده . ( مکتوبات امام رباني : ۱  / ۱۷۲ , ۱۷۳ , مكتوب نمبر ۲۹ , ط : اسلامي كتب خانه , لاهور )

ليکنه : مفتي محمدشریف راشد

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب