د تنقید شرعي اصول

د تنقید ارزښت

دا يو څرګند حقيقت دى چې خلک د عقل، پوهي او علمي قوت له پلوه سره تفاوت او توپير لري، او د دوى تر منځ د راېې او نظر اختلاف يوه طبيعي خبره ده.
څوک چې له بعثت څخه تر نن پورې اسلامي تاريخ وګوري، نو دا به ورته ښکاره شي چې مسلمانانو او په خاصه توګه د عقد او حل خاوندوانو د يوې قضيې په هکله مختلف نظرونه درلودلي دي، که څه هم د هغوى ټول اجتهادونه د اسلام او شريعت د چوکاټ په دننه کې وو.
د آراو او اجتهادونو د اختلاف له امله د تنقيد پديده چې قران کريم ورته تواصي بالحق ( د پيښو پر وړاندې حق سره نصيحت کول وايي) يوه طبيعې خبره ده.

تنقيد يا په حق سره نصيحت کول د هر مسلمان شرعي مسوليت دى، هر کله چې له فرد، ټولنې، دولتي نظام او حاکمانو څخه کوم انحراف او غلطي و ويني نو بايد خپل دا مسئوليت ادا کړي او د الله (جل جلاله) دا قول په عمل کې پلى کړي:
ولتکن منکم امة يدعون الى اخير و يامرون بالمعروف و ينهون عن المنکر و اولئک هم المفلحون.
په تاسې کې دې يوه ډله داسې وي چې د خير لوري ته بلنه او په نيکو امر کوي او د بديو مخه نيسي او همدغه کسان بريالي دي.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې قول په اساس چې فرمایي:
من راى منکم منکرا فليغيره بيده، فان لم يستطع فبلسانه، فان لم يستطع فبقلبه و هذا اضعف الايمان. و فى رواية وليس وراء ذلک حبع خردل من ايمان.
چا چې يو بد او نامشروع کار وليد، نو بايد هغه په لاس سره بدل کړي، او که دا وس یې نه و نو په ژبه دي منع وکړي، او که دا یې هم نه شواى کولاى، نو په زړه کې یې بد وګڼئ او دا د ايمان تر ټولو ټيټه درجه ده. او په بل روايت کې راغلي او له دې څخه وروته د ايمان يوه ذره غوندي هم نه وي پاته..؟
په يو بل حديث کې راځي:
الساکت عن الشر شيطان اخرس
د شر په ليدو چپ پاتې کيدونکى ګونګ شيطان دى.

اسلام قافله د تاريخ په اوږدو کې د الله (جل جلاله) څڅه په ويره او له الله (جل جلاله) سره په صدق باندې له انحراف څخه ساتلي شويده، خو د ساتنې بل عامل یې په حق سره نصيحت هم و، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
المؤمن اخو المؤمن لايدع نصيحة على کل حال
مؤمن د مؤمن ورور دى، چې په هر وخت او حال کې ورته نصيحت کوي.
په اثر کې راځي:
حق المؤمن على اخيه: ان يبين له الحق اذا احتاج، و يشد عزمه اذا اصاب، و ان يشکر له اذا احسن، و يذکره اذا نسى، و يرشده اذا زل، و يصحح له اذا اخطاء، و يجامله فى الحق، ولايسايره على الباطل، المؤمن هاد و دليل معين و امين.
د يوه مؤمن حق په بل باندې دا دى چې د اړتيا پر وخت کې حق ور په ګوته کړي، او په حق کې یې مرسته وکړي، نيکي یې په کور ودانې سره وي، که څه یې هير شول هغه ور په ياد کړ، که بې لارې شو لارښوونه ورته وکړي، غلطي یې سمه کړي، د حق خواته یې تشويق کړي، په باطل کې ملګرتيا ورسره ونه کړي، ځکه مؤمن لارښود وي او د حق مرسته کونکى او امين وي او په حقه لاره د اقتداء څلى.

د تنقيد شرطونه:

ريښتيا ده چې اسلام په حق سره نصيحت کولو امر کوي، خو د دې لپاره یې شرطونه هم ايښي دي چې بايد ورباندي عمل وکړل شي او دا شرطونه عبارت دي له:

1.    حق او رښتيا ويل:

مسلمان بايد د تنقيد په وخت کې رښتيا او حق و وايي، په ټولو امورو باندې ځآن پوه کړي، او وګوري چې په دې خبرو او شائعاتو کې رښتيا کومې دي. ځکه ډېرې شايعې دروغ وي. او ډېر ځله داسې کيږي چې خلک له يوې کوچنۍ خبرې څخه غر جوړ کړي، او په دې هکله زموږ لپاره د رسول الله صلى الله عليه وسلم راتلونکى حديث کافي دى:
کبرت خيانة ان تحدث اخاک حديثا هولک مصدق و انت له کاذب ( دصحيح بخارى په روايت)
تر ټولو ستر خيانت دا دى چې خپل ورور ته يوه خبره وکړي، په داسې حال کې چې هغه تا ريښتونى وبولي خو ته په خپله دغه خبره کې، دروغجن وي.
نو دا جواز نه لري چې تنقيد دي په ګمان او شک سره ولاړ وي، بلکې تنقيد بايد د قطعي او ثابتو دلايلو په اساس وي، ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
ايا کم والظن فان الظن اکذب الحديث.( د صحيح بخاري روايت).
له ګمان څخه ځان وژغورئ، ځکه په ګمان ولاړه خبره تر ټولو دروغجنه خبره ده.

2.    د تنقيد هدف بايد څرګند وي:

مسلمانان مخکې له دې څخه چې تنقيد وکړي، بايد متوجه شي د دې تنقيد عوامل څه دي، هسې نه پر دې کې څه نفساني او د هوس نه راپيدا شوي بد عوامل لکه غچ اخيستل، سپکول او داسې نور نه وي.
مسلمان ورور پر دې مکلف دى چې تر هغه انتقاد و نه کړي تر څو چې د تنقيد عوامل نه وي ورته څرګند شوي، او له دې څخه نه وي ډاډه شوى تنقيد یې د الله (جل جلاله) د رضا او د اسلام د ګټو په خاطر دى.
فمن کان يرجو لقاء ربه فليعمل عملا صالحا و لايشرک بعبادة ربه احدا.
څوک چې د خپل الله (جل جلاله) سره د مخ کيدو هيله لري نيک عمل دي وکړي او د خپل الله (جل جلاله) سره دي په عبادت او بندګۍ کې بل څوک نه شريکوي.

3.    د تنقيد اسلوب بايد تر ټولو غوره اسلوب وي:

مسلمان ورور بايد د خپل تنقيد لپاره تر ټول وغوره اسلوب، او تر ټولو ښه تعبير او کلمه په کار راولي. په حق سره نصيحت کولو شرط دا هم دى چې نصيحت بايد په حق سره وي نه په باطل.
و تواصوا بالحق و تواصوا بالصبر.
مسلمان که په چا تنقيد کوي نو بايد هغه په ځانګړې توګه ورته و وايي، ځکه د دې اثر او اغيزه زياته وي، او د شيطان لاس ورڅخه لنډوي. على بن ابى طالب رضى الله عنه رښتيا وايي:
النصح بين الملا تقريع
د خلکو په مخ کې چا ته نصيحت کول د هغه سپکول دي.
تنقيد کونکى بايد خپل تنقيد په ډېر ادب، حيا او خوا خوږۍ سره و وايي، او خپل ورور ته په ډېره نرمه او خوږه لهجه خپل تنقيد ورسوي. ځکه ډېر ځله داسې شوي چې چا يوه خبره وړه ګڼلي، خو هغه د لويو لويو دښمنيو سبب شويده ، او د ورورولۍ مزي یې شلولي دي . وروڼه بايد د خپلې ژبې له خطا څخه ځان وساتي، او د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا قول سترګو ته ودروي چې فرمايي:
لاستقيم ايمان عبد حتى يستقيم قلبه، ولايستقيم قلبه حتى يستقيم لسانه.( د احمد په روايت).
د بنده ايمان تر هغه نه برابريږي تر څو چې زړه نه وي برابر، او زړه یې تر هغه نه برابريږي تر څو یې چې ژبه نه وي برابره شوې. مسلمان بايد د بل مسلمان نرم او خوږ ورور وي:
و لوکنت فظا غليظ القلب لانفضوا من حولک.
که ته سخت او کلک زړى وي نو دا خلک په ستا له شا خوا څخه خواره شوي وو.
په تنقيد او نصيحت کولو کې شدت او سختي زړونه بندوي او غوږونه کڼوي. په داسې حال کې چې نرمي د نصيحت اوريدو لپاره زړونه پرانيزيو ام هغه هدف لاسته راوړي چې لپاره یې نصيحت لازم شوى دى. رسول الله صلى الله عليه وسلم رښتيا فرمايي:
الله (جل جلاله) په نرمۍ سره هغه څه ورکوي چې په ناپوهۍ سره یې نه ورکوي، د الله (جل جلاله) چې کوم بنده خوښ شيث نو د نرمۍ خاوند یې ګرځوي.

4.    تنقيد بايد له افراط څخه پاک او موضوعي وي:

نصيحت کونکي ته پکار ده چې مخکې له دي څخه چې خپل نصيحت و واوروي بايد د خپل نظر د اثبات لپاره شرعي دليل وړاندې کړي، او بيا له مقابل لوري سره په ډېره نرمي اعتدال او موضوعيت سره مناقشه وکړي، له افراط او مبالغي څخه ډه ډۀ وکړي، تر څو مناقشه په جدال، تلخي او داسې حالت بدله نه شي چې شيطان ورننوځي، او د نفس او هوا و هوس تر اغيزې لاندې راشي، چې پر دې سره د الله (جل جلاله) په خاطر ټينګې اړيکي، شليږي او لوى قيامت برپا کيږي و العياذ بالله.
دې خبرې ته دا ايت داسې اشاره کوي:
و ما اختلفتم فيه من شئ فحکمه الى الله.
په کوم شي کې چې تاسې سره شخړه کوئ هغې د حکم الله ته حواله دى.

5.    د سيني پراخوالى:

نصيحت کوونکى او هغه څوک چې نصيحت ورته کيږي بايد د صبر او پراخې سيني درلودونکى وي، او بايد دواړه خواوې د الله (جل جلاله) رضا په نظر کې ونيسي، په حق باندې ټينګ ولاړ وي، او هيڅکله هم هسې نه ده چې ګويا دا په هغه او هغه په ده باندې غالب او برلاسى شو. او ټول هم داسې نه دي لکه چې عمر بن خطاب رضى الله عنه به ويل:
احب الناس الى من اهدى الى عيبى.
ماته تر ټولو ګران هغه څوک دى چې ماته مي عيبونه په ګوته کړي.

سرچينه:

د كتاب نوم: د اسلامي مبارزي الفبا
ليكنه: فتحي يكن
ژباړه: سلطان محمود صلاح
چاپ: انتشارات اصلاح افكا

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب