د تزويج ازموينه او وراثت احتمالات
د تزويج ازموينه
مال لرونکي بزګران او هغه څوک چې د نباتاتو او حيواناتو د نسل په لاسته راوړنه کې کار کوي بايد په دې پوه شي يو ژوندی موجود چې بارز صفت لري، خالص دی، که ناخالص؟ څنګه کولی شي دغه موضوع تشخيص کړي؟ د بېلګې په ډول د مشنګ د يو نبات د دانو ژيړ رنګ بارز فينوټايپ دی، څنګه پوه شو چې جينوټايپ ې خالص (yy( دی او که ناخالص (Yy( ؟ د بېلګې په توګه: د لوړ قد نبات د جينوټايپ د پوهېدلو لپاره هغه د لنډ قد نبات سره تزويج کوو. که ذکر شوی نبات خالص وي ټول حاصل شوي نباتات غالب صفتښکاره کوي او که نبات ناخالص وي، ددې انتظار وړل کېږي چې حاصل شوي نباتات
نيمايي غالب صفتونه او نيمايي مغلوب صفتونهښکاره کوي، په دې شرط چې د ازموينې لاندې نبات خالص وي.
د وراثت احتمالات
سربېره د پونټ پر مربع کولی شو د يو تزويج نتيجې د احتمالي حساب په مرسته پېش بيني کړو. د احتمالاتو حساب موږ سره مرسته کوي چې د يوې خاېص پېښې د احتمال واقع کېدل په ډاډ سره پېش بيني کړو.
په احتمال کې هغه پېښې په نظر کې نيسو چې تصادفي وي، يعنې کله کله منځته راځي، نه همېشه او همدارنګه هغه عامل چې د منځته راتلو يا نه راتلو سبب کېږي نامعلوم وي. احتمال کولی شو چې په کسري عدد يا سلنې (فيصدۍ) په واسطه وښايو که چېرې ممکن وي يوه پېښه منځته راشي احتمال يې په لاندې ډول ليکلی شو.
په عددي بڼه (1 – 1) په کسري بڼه ( 1/1 ) او په سلنې بڼه 100٪ . که د يو عمل د سرته رسولو احتمال وجود ونه لري، کولی شو داسې يې بيان کړو. په عددی بڼه (0 – 0)، په کسري بڼه ( 2/5) او په سلنې بڼه 0٪ښودل کېږي. د جنتيکي پېښو د محاسبې لپاره له کسر څخه کار اخېستل کېږي چې فورمول يې په لاندې ډول دی:
احتمال =د ممکنه حالاتو د شمېرې مجموعه / د يو ډول ممکنه پايلې شميره