د تخم لرونکو نباتاتو جوړښت؛ ریښه، تنه او پاڼه
په تخم لرونکو نباتاتو کې د موادو انتقال
د دې له مخې چې په تخم لرونکو نباتاتو کې د موادو د انتقال په اړه بحث وکړو، لومړی تخم لرونکي نباتات درپېژنو. تخم لرونکي نباتات ریښې، ډنډر او پاڼې لري او دانې تولیدوي. دغه نباتات په دوه ډلو وېشل شوي دي. ښکاره زړي لرونکي او پټ زړي لرونکي نباتات. ښکاره زړي لرونکي نباتات ګل نه تولیدوي او پټ زړي لرونکي نباتات مېوه لري، چې زړي یې په میوه کې پټ وي او ګل تولیدوي. دې نباتاتو ته ګل لرونکي نباتات هم وايي. ګل لرونکي نباتات په دوه برخو وېشل شوي دي. یو مشیمه او دوه مشیمه.
- یو مشیمه: هغه نباتات دي، چې دانې یې له یوې پلې څخه جوړې شوې دي، لکه غنم، جوار او اوربشې.
- دوه مشیمه: هغه نباتات دي، چې دانې يې له دوه پلو څخه جوړې شوې دي او پرمنځ بېلېږي، لکه لوبیا او نخود
لکه څرنګه چې حیوانات د ژوند د بقا لپاره ځینې مهمې عملیې ( تنفس، تغذیه، تکثر، حرکت او داسې نور) ترسره کوي، په همدې ډول نباتات هم د ژوند کولو او دوام لپاره ځینې عملیې لکه تغذیه، تنفس او تکثر ترسره کوي؛ خو د حیواناتو په څېر له یو ځای څخه بل ځای ته حرکت نشي کولی او د وینې دوارني سیستم ه لري. خو له بل پلوه یو ډېر مهم عمل چې د خپلې غذا پخپله جوړول دي؛ ترسره کوي، چې حیوانات له دې څخه عاجز دي. د خوراکي توکو د جوړولو عمل یا ضیايي ترکیب، چې یو مهم عمل دی، د ترسره کولو لپاره يې نبات د ځینو مهمو موادو انتقال ته ضرورت لري، چې د دې موادو انتقال د نبات د لاندې ذکر شویو مهمو برخو په وسیله صورت نیسي.
د تخم لرونکو نباتاتو جوړښت
تخم لرونکي نباتات درې مهمې برخې لري، چې عبارت دي له ریښې، ډنډر او پاڼو څخه.
ريښه:
د نبات یوه عمده برخه ده، چې د خاورو دننه لیدل کېږي. ریښې په اصلي او فرعي دوه قسمه دي. فرعي ریښې د وېښتانو په څېر نازکې دي او د اصلي ریښو دپاسه راخېژي. د اصلي او فرعي ریښو مجموعې ته د ریښو سیستم وايي. ریښې لاندې اساسي دندې لري:
- ریښه د نبات لپاره اوبه او په اوبو کې منحل منرالونه برابروي. ريښه نوموړي مواد له خاورو څخه جذبوي او ډنډر ته یې لېږدوي؛ ترڅو د ضیايي ترکیب د عمل د ترسره کولو لپاره پاڼو ته ولېږدول شي.
- ریښه نبات په خاورو کې کلک ساتي.
- ریښه اضافي خوراکي توکي، چې د ضیایي ترکیب په وسیله منځته راغلي وي، لکه قند او نشایسته ذخیره کوي.
د ريښې ډولونه
رېښې د بڼې او ظاهري صفت له مخې په درې ډوله دي:
- نېغې ريښې: ځمکې ته نېغې ځي او لږې فرعي ريښې لري. دا ريښې کولای شي، چې تر ځمکې لاندې اوبو ته ځان ورسوي. دوه مشیمه نباتات معمولاً نېغې ريښې لري.
- خپرې ريښې: په ځمکه کې خپرې تللې وي، د نبات له بېخ څخه وده کوي، زیاتې خپرې او په عین جسامت ريښې لري. اوبه د خاورو له نژدې سطحې څخه جذبوي. یوه مشیمه یا یو پله يي نباتات معمولاً خپرې ريښې لري.
- غده یي ريښې: هغه ريښې دي، چې مواد زېرمه کوي. په دوه ډوله دي. یو ډول یې د خپرو رېښو نباتات دي، چې مواد زېرمه کوي، لکه د باقلي د فامیل نباتات لکه: نخود، رشقه او نور.
بل ډول يې د نېغو یا مستقیمو رېښو نباتات دي لکه: چقندر، ټېپر او نور.
د ریښې فشار:
که چېرې د یو نبات له اوبو څخه ډکه یوه ساقه چې خاورې ته نږدې واقع وي پرې کړو، د لرګي له تنې څخه يې اوبه بهېږي .که یو ښیښه يي ټیوب د لرګي د تنې په پرې شوې برخه کې کېښودل شي، د نبات شیره له پرې شوي ځای څخه په ټیوب کې پورته خواته ځي. هغه فشار چې د اوبو سطحه یې پورته خوا ته ساتلې وي، د ريښې د فشار په نامه یادېږي.
تنه یا ساقه
ساقې د بڼې او جسامت له مخې زیات توپیر لري. د زیاترو نباتاتو ساقې د ځمکي دپاسه واقع وي؛ خو یو زیات شمېر نباتات د ځمکې لاندې ساقي لري.
د ساقې دندې:
ساقه سربېره پر دې چې د رېښو اړیکې له پاڼو سره ساتي، لاندې دندې هم سرته رسوي:
- ساقه نبات نېغ او ټینګ ساتي. پاڼو د ساقې دپاسه په څانګو ترتیب موندلی دی.
- ګلان چې د ساقې دپاسه واقع دي، په ګرده شیندنه کې مرسته کوي.
- ساقه د یو منظم سرک په څېر کار کوي او له ريښو څخه اوبه او معدني مواد پاڼې ته لېږدوي.
- په ساقه کې موجود فلویم په پاڼه کې جوړه شوې غذا ريښې او د نبات نورو برخو ته لېږدوي.
- ساقه مواد زیرمه کوي، مثلاً: د زقوم نبات په ساقه کې زیاتې اوبه زېرمه کېږي.
پاڼه (leave)
پاڼې چې مختلفې بڼې لري، د ضیايي ترکیب مهمه عملیه سرته رسوي او د دې عملیې په وسیله هم ځانته او هم نورو حیواناتو ته خواړه برابروي. ځینې پاڼې ګردې، ځینې نرۍ او ځینې زړه ته ورته بڼه لري. پاڼې د جسامت له مخې هم یو له بل سره توپیر لري. ځینې نباتات غټې پاڼې لري، لکه چنار او ځينې داسې پاڼې هم شته، چې څو دانې یې له نوک دپاسه ځایېږي. پاڼې د ستوماتا په نامه سوري لري، چې د حفاظتي حجرو په وسيله احاطه شوي دي. د همدې سوريو په وسیله د کاربن دای اکساید او اکسیجن تبادله او هم د اوبو تبخیر صورت نیسي.
خاوره او د نبات تغذیه
خاوره د نبات د پایښت لپاره ضروري ده او د نبات د اوسېدلو ځای دی. اوبه د نبات د ودې لپاره د اړتيا وړ بېلا بېل عناصر برابروي. نبات کولای شي له معدني موادو څخه په ګټه اخيستنې سره خپل د ضرورت وړ ټول امینو اسیدونه او وېټامینونه جوړ کړي. باید وویل شي، چې تقریباً له ۶۰ څخه زیات کیمیاوي عنصرونه په نباتاتو کې پېژندل شوي دي؛ خو په نباتاتو کې ټول موجوده عناصر د نباتاتو د ودې او ژوند د ادامې لپاره په کار نه وړل کېږي. د هغوی د موجودیت علت د خاورو په جوړښت پورې اړه لري، چې د نبات په واسطه اخيستل کېږي. ویلی شو چې د نبات لپاره په وچه کې خاوره لومړی غذايي محیط دی.
زیاتره خاورې عضوي مواد لري، ځکه چې په ځینو شرایطو کې بکتریا، فنجي، ډبر ګلی، خزې او کوچني نباتات له مړینې وروسته له نورو معدني موادو سره یوځای د خاورو برخه ګرځي.
په نباتاتو کې د عضوي موادو لېږد
عضوي مرکبونه د نبات د فلویم په دننه کې حرکت کوي. نبات پېژندونکو د نباتاتو هغه برخې چې عمومي مواد برابروي، د سرچینې په نامه یاد کړي. کله چې قندونه د نبات په پاڼه کې تیار شي؛ نو وروسته د نبات ټولو برخو ته د فلویم په وسیله لېږدول کېږي. فلویم غلبېل ته ورته د حجرو یوه شبکه ده او دنبات ټولو برخو ته یې امتداد موندلی دی. له ریښو څخه د اوبو لېږد پورته خواته او له پاڼې څخه د عضوي موادو لېږد د نبات هرې برخې ته فرق لري. اوبه د زایلم د منځ له خالي حجرو څځه په ازاد ډول حرکت کوي، په داسې حال کې چې عضوي مرکبونه باید د ژوندیو موجوداتو د حجرو د سایتوپلازم له لارې تېر شي.
یو الماني نبات پېژندونکي، ارنسټ مونش په ۱۹۲۴م کال کې په نبات کې د عضوي موادو د حرکت لپاره يو موډل وړاندې کړ، چې د فشار د جریان د موډل په نامه یادېږي. دا موډل لاندې څلور پړاونه لري:
- هغه قند چې د نبات په پاڼه کې تولیدېږي، د فعال انتقال په وسیله د نبات نورو برخو ته لېږدول کېږي یعنې انرژي پرې مصرفېږي.
- کله چې د قند غلظت په حجرو کې زیات شي، د اوبو پوتنشیل یا ذخیروي انرژي کمېږي، چې په پای کې اوبه د اسموس په طریقه د زایلم له حجرو څخه فلویم حجرو ته داخلېږي.
- کله چې د فلویم حجرو په داخل کې فشار زیات وي، په نتیجه کې قند د تیارې شوې شیرې له محتویاتو سره یو ځای جریان پیدا کوي.
- په پخه شوې شیره کې موجود قند د فعال انتقال په طریقه د مصرف برخې ته ځي.
تمرین
لاندې خالي ځایونو ته سم ځواب غوره کړئ.
- غنم …………………..مشیمه يي نبات دی.
- اکسیجن د ……….سوريو له لارې، چې په پاڼه کې واقع دي، نبات ته داخلېږي.
- تخم لرونکو نباتاتو ته……………نباتات هم وايي.
- د ………… نبات په ساقه کې زیاتې اوبه زېرمه کوي.
- چقندر د …………..ريښو نبات دی.
- په نبات کې د قندي موادو لېږد د ………… انساجو په وسیله ترسره کېږي.
- د پاڼې بهرنۍ برخه د …………… په واسطه پوښل شوې ده.
- هغه طبقه چې د رېښې سطحه یې پوښلې ده، له ……….. څخه عبارت ده.
حل
- یو
- ستوماتا
- ګل لرونکي
- زقوم
- نیغو
- فلویم
- کیوتیکل
- اپي درمس