د بنده او الله تعالی تر مينځ د لرې والي لس حجابه (پردې)

اول حجاب : د الله تعالی په نسبت جهل (ناپوهي ) :

يعنی دا چې بنده الله تعالی په صحي توګه ونه پيږني ، او څوک چې الله تعالی نه پيږني د هغه پر ځای د شيطان اطاعت کوي نو ځکه الله تعالی لومړی مؤمنان د الله تعالی پيږندلو ته دعوتوي :

{ فاعلم أنه لا إله إلا الله واستغفر لذنبک وللمؤمنین والمؤمنات } [محمد: ۱۹] نو پوه شه چې بې شکه له الله پرته بل معبود بر حق نشته او خپل کمي او ګناه او دمؤمنو سړيو او مؤمنو ښځو (د ګناه ) بخښنه وغواړه .

څوک چې واقعاً اهل سنت پيغمبر صلی الله عليه وسلم دي او د الله تعالی په نسبت د علم او پوهي په کوښښ کې دي هغوی هغه کسان دي چې د الله تعالی له دوستانو سره دوستي او مينه لري

{ إن الذین آمنوا وعملوا الصالحات سیجعل لهم الرحمن ودّا } [مریم: ۹۶] بې شکه هغه کسان چې ايمان يې راوړ او ښه کارونه يې تر سره کړل رحمان به ژر د دوی مينه (د خلکو په زړونو کې ورواچوي ) .

{ واستغفروا ربکم ثم توبوا إلیه إن ربی رحیم ودود } [هود: ۹۰]

او له خپل رب څخه بخښنه وغواړئ بيا تاسې هغه ته ور وګرځئ بې شکه چې زما رب مهربانه ،مينه ناک دی

دوهم حجاب : بدعت دی

هر څوک چې په دين د اسلام کې نوی شيان پيدا کوي ددې بدعت او نوی پيدا څيزونو په وجه د بنده او الله تعالی تر منيځ يوه پرده رامينځ ته کيږي تر هغه پورې چې له دې عمل څخه لاس وانخلي دا پرده همداسې پاتې وي

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «مَن عَمِلَ عَمَلاً لَيسَ عَلَيهِ أمرُنا فَهُوَ رَدٌّ» (بخاری او مسلم )

(که څوک کوم داسې عمل ترسره کړي چې زمونږ د دستور (دين ) مطابق نه وي نو هعه مردود دی )

هر نيک کار دوه شرطونه لري :

اول : اخلاص يعنی هغه کار يوازې د الله تعالی د پاره وي او بدون له شرکه وي .

دوهم : هغه کار د محمد صلی الله عليه وسلم په طريقه وي .

په هر کار کې چه دا دوه شرطه نه وي هغه په شريعت کې نيک کار نه بلل کيږي او د الله تعالی طرف ته نه پورته کيږي ځکه الله تعالی ته يوازې پاک او صحي کار رسيږي .

په دی توګه بدعت يو حجاب دی د بنده او الله تعالی تر مينځ چې دې نيک کار د رسيدو مانع ګرځي او دا پرده الله تعالی ته د بنده د نه رسيدلو په معنی ده .

مبتدع (يعنی هغه څوک چې په دين نوی شيان پيدا کوي ) الله تعالی ته د خپلې رايې له مخې عبادت کوي نه د الله تعالی د غوښتنې موافق ، نو د انسان نفسي غوښتنې او د انسان خپله رايه يو حجاب دی د بنده او پروردګار تر منيځ .

بايد پوه شو چې اهل بدعت له ګناهکار څخه بتره دي ځکه ګناهکار سړی خپل ځان مقصر ښيئ مګر بدعتي سړی خپل ځان ښه بولي او په شدت سره له هغه دفاع هم کوي او هغه الله تعالی ته د نزيدکت سبب هم بولي .

دريم حجاب د ننه کبيره ګناهونه :

دا ګناوي ډیرې دي لکه کبر،فخر او غرور ،کينه او حسد د ننه ګناهونه ډيرې دي چه دا ګناهونه د ظاهري ګناهونو نه بتره دي لکله زنا ، خمر ،غلا اونور ځکه که دغه د ننه ګناهونه يو ځل په زړه کې ځای ونيسي نو هغه بيا په يوه پرده يا حجاب بدليږي او د بنده او پروردګار تر مينځ مانع ګرځي .

الله تعالی ته د رسيدلو لاره د زړه په وسيله طی کيږي نه د پښو په وسيله او دغه ګناهونه د زړه په ميزل کې خنډونه جوړوي .

څلورم حجاب ښکاره کبيره ګناهونه :

لکه غلا،رشوت د شرابو څښل ، سود او نور ښکاره ګناهونه دي .

يو شی ته بايد پام وي په ضعيره ګناه دوام کړل کبيره ګناه ګرځي .

په عمومي ډول هر ضعيره ګناه د لاندې عوامل په صورت کې په کبيره ګناه بدليږي :

۱- د ګناه په دوام سره : مثلاً یو سړی دا عادت کري چې بيګانه ښځو او نجونو ته ګوري که څه هم چې نامحرمو ته کتل د سترګو زنا ده د پوره زنا نه وړه ده مګر د دوام په صورت کې دا ګناه په لويه ګناه بدليږي .

۲- د ګناه کم کڼل : يو وړه ګناه وي خو هغه ته کوم ارزش نه ورکوي که ورته ووايي چې دا پريږده دی به وايي دا دومره لويه ګناه نه ده ، مثلاً يو کس چې سګريټ څکوي که هغه ته ووايي چې دا صحي او اقتصادي اضرار لري دا پريږده هغه په ځواب کې وايي دا دومره لويه ګناه نه ده الله تعالی مهربانه دی .

۳- د ګناه په کولو خوشحاليدل : ځنې وخت بعضی کسان ګناه کوي او په هغه خوشحالي او افتخار کوي

بايد پوه شو چې د ګناه تر کولو په هغه باندې د خوشحاله کيدلو او افتخار ګناه لويه ده .

او دغه انساني ليوان به وينئ چه  يو مسلمان ته په فريب ورکولو افتخار کوي چې ومې وغولولو .

الله تعالی فرمايي :

{ إن الذین یحبون أن تشیع الفاحشة فی الذین آمنوا لهم عذاب ألیم } [نور: ۱۹]

کوم کسان چې غواړي د مسلمانانو په ډله کې بد کاري خوره کړي بې شکه هغوی په دنيا او آخرت کې د دردناک عذاب وړ دي .

۴- مجاهره : مجاهره يعنې دا چې يو کس د شپې کومه ګناه وکړي الله تعالی په هغه باندې پرده واچوي خو هغه خپل د ځان پرده وشکوي او د ورځې د خپلې ګناه حال خلکو ته بيانوي .

۵- چې يو څوک په خلکو کې د کوچنی ګناه نمونه او رواجونکی شي : فکر وکړي که د يوې کارخانې مدير او يا د مدرسې مدير يوې کوچنې ګناه باندې لاس پورې کړي او پخپلو ماتحتو کې يې رواج کړي نو دا شخص د ګناه د رواجولو واله شو .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

کوم بنده چې دنيکی طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به دهغو ټولو خلقو هومره اجر اوثواب وي څوک چه دده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي،او ددی نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي او چاچې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت ورکړ نو ددغی ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکی دده د ګمراه کونکی عمل په وجه بې لاری شوي وي او ددغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی (رواه مسلم ).

پنځم حجاب ضعيره ګناهونه :

ضعيره ګناهونه په دوام او مرور سره کبيره ګرځي ، مؤمن انسان خپله ګناه لويه ګڼي ځکه هغه الله تعالی په خپلو احوالو مراقب ګڼي هغه مؤمن چې وړوکي ګناهونه ناڅيزه نه ګنې په همدې ترتيب د خير کارونه که هر څومره واړه هم وي ناڅيزه نه شميري .

شپږم حجاب شرک دی :

دا له لويو او نريو پردو څخه د بنده او الله تعالی تر مينځ پرده ده ددې پردې د بيرته کولو د پاره خالص توحيد دی .

د شرک واقعي معنی د زړه تعلق له غيرالله سره که هغه تعلق په عبادت کې وي ،يا محبت کې يا زړه کې يا په ظاهري اعمالو کې . هيڅ شی د الله تعالی په نزد دومره بد نه دي لکه شرک او مشرکان .

شرک قسمونه لري چې خطرناک يې پټ شرک دی الله تعالی فرمايي :

{ ویوم نحشرهم جمیعا ثم نقول للذین أشرکوا أین شرکاؤکم الذین کنتم تزعمون (۲۲) ثم لم تکن فتنتهم إلا أن قالوا والله ربنا ما کنا مشرکین (۲۳) انظر کیف کذبوا على أنفسهم وضلّ عنهم ما کانوا یفترون } [انعام: ۲۲-۲۴] او هغه ورځ (ياد کړه ) چې هغوی به ټول راټول کړو ، بيا به هغو کسانو ته چې (له الله سره يې ) شريک پيدا کړی وي ووايو :چيرته دي ستاسې هغه شريکان چې تاسې ګومان کاوه (چې د الله شريکان دي ) ؟

بيا به د هغوی مکر بې له دې څه وي چې ووايي : ای زمونږ پالونکيه په تا (قسم ) دی چه مونږ هيڅکله مشريکان نه وو .

وګوره چې دوی څرنګه پر خپلو ځانونو درواغ وويل خو هغه درواغ چې دوی (پر الله ) تړل له دوی ورک شول .

زما وروڼو او خوندو ! هميشه د خالص توحيد ساتلو په باره کې کوښښ کوئ او له الله تعالی څخه له شرک نه پنا غواړئ او وايئ ({ اللهم إنی أعوذ بک أن أشرک بک شیئاً أعلمه وأستغفرک لما لا أعلمه } خدايه زه پر تا پنا غواړم له دې نه چه تاته څوک شريک جوړ ونيسم په کوم چې زه پوهيږم او په چې نه پوهيږم بخښنه غواړم .

الهې په خپل فضل مونږ له شرک څخه وساته (آمين )

اوم حجاب : په مباح کارونو کې زيادت کول

کيدای شې د انسان ګيډه پرده شي په مابين د بنده او الله تعالی کې . خوړل حلال دي څښل هم حلال دي مګر پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي : د آدم زوی هيڅ لوښي نه دې ډک کړی چې تر ګيدې بتره وي (ترمذی )

کله چې ګيده ډکه شي د خوب ويره وي او د بدن اندامونه ښه فعاليت نه کوي چې په دې وجه په انسان کې ټمبلې را مينځه کيږي .

ممکن جامې او په هغه کې بې حده اصراف د بنده او پروردګار تر مينځ پرده وګرځي .رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي (نابود او خوار دی وي د روپۍ او ښايسته جامو بنده ) بخاري

آتم حجاب د الله تعالی پر وړاندې غفلت کول :

غفلت هغه وخت په زړه کې ځای نيسي چې بنده له خپل محبوب (الله سبحانه وتعالی ) نه لرې شي د خپل نفساني خواهشاتو لاره ونيسی او د شيطان پيروي اختيار کړي . الله تعالی فرمايي :

{ ولا تطع من أغفلنا قلبه عن ذکرنا واتبع هواه وکان أمره فرطا } [کهف: ۲۸] د يوه داسې چا پيروي مه کوه چې د هغه زړه مو له خپل ياده غافل کړی دی او د خپل نفس پيروي يې غوره کړی ده او ټول کار يې نا انډوله دی .

تر څو چې دا دری نوره (رڼا ګانې ) د انسان زړه ته داخل نشي غفلت له هغه څخه نه وځي :

۱- نور : د الله تعالی د پټو او ښکاره نعموتو په غور کتنه تر څو په زړه کې الله تعالی محبت ځای ونيسي .

۲- نور: د خپل نفس اشتباهاتو او غلطيو ته کتل . دا ددې باعث ګرځي تر څو انسان د نفس اماره خطر ته متوجه شي او خپل نواقص وپيږني او د پروردګار عظمت او کمال درک کړي .

۳- نور : د پاتې فرصت څخه اغظمي استفاده کول د وخت ارزښت پيږندل او تنها د پاتې وخت څخه ګټه پورته کول .

دغه دری ګوني نور د زړه د هميشه بيدارۍ سبب ګرځي او ددې سبب کيږي تر څو بنده هميشه د پروردګار په اطاعت او عبادت کې کوښښ وکړي تر څو د بنده په زړه کې د الله تعالی نور وځليږي او له زړه څخه د غفلت پردې لرې شي .

نهم حجاب غلط سنتونه ،عادتونه او رواجونه

انسان بايد د الله تعالی بندګي وکړي او د غلطې لارې غلط عادت او غلط رواج بندګي ونه کړي او نه هم خپل ځان د هغه اسير او غلام کړي .

د الله خالص بنده بايد الهي احکام عملي کړي او هغه ته خپل ځان وفادار وښئ بايد د شريعی لارو په عادت سره غلطې لارې تر پښو لاندې کړي .

ډير انسانان د خپلو غلطو ټولنيزو رواجونو اسيران دي يو رواج پکې دومره اهميت لري چې ځنې وخت رواج ته پر شريعت ترجيع ورکوي  مثلاً د يو کس زوی زنا وکړي خو د هغه په بدل کې خپله بې ګناه لور په بدو کې ورکوي وګورئ ايا دا د خالق بندګي ده او که د مخلوق او رواج .(العياذ بالله منها ) .

لسم حجاب په يوه عمل کې ډير کوښښ او نورو نه غفلت کول

دا هغه حجاب دی چې معمولاً ډير هغه کسان چې په دين پابند وي په دې عمل اخته کيږي . ډير وخت داسې کيږي چه يو انسان د الله تعالی په لار کې ډير کوښښ کوي خو هغه د بنده او الله تعالی په منيځ کې د حجاب سبب ګرځي .

بنده بايد يو ه عمل باندې دومره زړه ونه بالوي او هميشه د خپل پروردګا احسان ته او خپلو کوتاهيو ته پام وکړي .

د خپل ځان څخه د يوه کار په اړه رضايت له ځانه سره نور خطرناک آفتونه لري له هغه جملی يو تکبر دی .

بايد په دې پوه شو چې هر څومره زمونږ په زړه کې د الله تعالی لويي وي په همغه اندازه زمونږ په زړه کې د اعمالو وړوکتوب وي بيا انسان په دې ښه پوهيږي چې د الله تعالی په لار کې زما دغه کار د الله تعالی احسان او نعمت په بدل کې هيڅ شی هم نه دی .

دا لس پردې وې چې د بنده او الله تعالی په مابين کې جدايې اچوي بايد په صداقت سره خپل ځان ته فکر وکړو او ووينو چې څو پردې زما او زما د رب تر مينځه شته او ددې پردو د لري کولو لارې څه دي ؟

له الله تعالی څخه په ويلو ،قبول او عمل کې اخلاص غواړم

وصلى الله وسلم على نبینا محمد وعلى آله وصحبه وسلم

ليکنه : امام ابن قيم (رح )

ژباړه : حمدالله شاکري

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب