د بریالیتوب لپاره مزل
ژوند د لوی سمندر په څیر دې چې تر قیامته پورې به بهیږي او همدغه ژوند دې چې نن سبا یې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې یې انسانان شپه او ورځ مصروف کړي دي دا ددې لپاره چې هر انسان ځانته کار وکړي او د ځان لپاره ژوند ښکلی کړي چې دا لړۍ په ننني پیړی کې د یو او بل پر وړاندې د سیالۍ کولو بڼه غوره کړې ده او کله چې یو عمل د سیالۍ په بڼه راڅرګند هم شي نو د بریالیتوب امکان یې هم یقیني کیږي.
که ووایو چې بریا او ناکامي دواړه د ژوند نه بیلیدونکې برخې دي چې د انسان خلاصون ترې نشته او ددغو دواړو څخه یې یو په نصیب کیږي خو د انسان خواهش دا دې چې تل د بریالیتوب خوندونه وڅکې او د بریالیتوب مزل ډیر ژر را لنډ کړي چې دا فکر او هیله د انسان د توقع خلاف ده ولې چې ناکامي یو داسې قوت دې چې انسان ته د بریا چانس نه ورکوي او په اسانه یې د بریا ترمنزل پورې هم نه رسوي او پرته له ناکامۍ بریا خوند نه کوي او که انسان په ژوند کې له ناکامیو سره مخامخ نه شي نو د هغه مبارزه به د بریا د یقیني کولو لپاره سسته او تنبله وي.
تاسو ته ښه معلومه ده چې تاسو د بریالیتوب لپاره څومره زیار ګالۍ او ددغه زیار په جریان کې څومره ستومانتیا او ستونزې برداشت کوی دا ټولې ستونزې، هلې ځلې، ستړیاوې او مقاومت د بریا د لاسته راوړنې لپاره دي ځکه چې تاسو هر یو نه غواړی چې تل ناکامه واوسی، نه غواړی چې د نورو څخه وروسته پاتې شی ، نه غواړی چې بې سیاله شی، نه غواړی چې تربور ته ایسار شی، نه غواړی چې ژوند مو بې رنګه شي، نه غواړی چې د بې کاره راتلونکې څیښتن شی، نه غواړی چې د نورو د لاس لاندې کار وکړی او نه غواړی چې سوالګر جوړ شی.
واضح خبره ده چې هر انسان د سرلوړي او ښکلي ژوند غوښتونکی دې خو د سرلوړي او ښکلي ژوند لپاره انسان مختلف ډوله مبارزه کوي دا مبارزه یې د یوه ساعت، ورځې، اونۍ، میاشتې او کال پورې محدوده نه ده بلکې اوږد او دوامداره مزل ته اړتیا لري تر دې چې کله له ژوند سره مخه ښه وکړې نو د بریالیتوب لپاره مزل او مبارزه به د هم پای ته ورسیږي مګر داسې هم نه ده چې یو څوک وفات شو خو ژوند هم له منځه ولاړ، دا د ژوند ښې او بدې نورو ته د میراث په توګه پاتې کیږي یعنې لنډه دا چې بریا او ناکامي د ژوند سره جوخت دایمي ده څوک ترې په قراره نه شي کیناستلی او نه به یې بس کړي.
دا موږ او تاسې چې ورځ شي هر سړی له کور څخه د کار کولو په موخه راوځي او ماښام بیا کور ته راځي، موخه یې دا ده چې حداقل له ناکامه ژوند څخه ځان وژغوري که په هره طریقه وي او هر ډول کار او دنده وي ځان یې پکې مصروف کړی دې مګر د کار نه کول ښه نه بولي او نه غواړي چې تل ارام هم وکړي نو معلومه خبره ده چې ژوند یو ټولنیز چاپیریال دې!
او په دې چاپیریال کې ټول سره مصروف یوو!!
څوک پکې ناکام شي څوک پکې کامیاب شي خو د بریالیتوب مزل ته یې هره ورځ دوام ورکړی دې او بیا د ژوند مانا هم دا ده چې کله ناکامي او کله کامیابي؛ او دا دواړه باید په عادت بدل کړو ځکه چې اړیکه مو نه ورسره قطع کیږي او نه به داسې څوک د دونیا په مخ پیدا شي چې د بریا او ناکامۍ ته یې استعفی ورکړه او له دې وروسته به په ژوند کې نه بریا مني او نه ناکامي؛
راځی! قضاوت وکړو چې موږ د بریالیتوب لپاره څومره اوږد مزل کوو او له موږ سره د دغه مزل طي کولو کې څومره حوصله، زغم او تحمل مل دې چې د بیلګې په توګه یې زه د دیني او ساینسي علم یاده ونه کولی شم اګر چې ساینسي علم د دیني علم زیږنده هم دې، که فکر وکړو چې موږ او تاسې له ماشومتوبه د علم په زده کړه کې بوخت وو ان تر دې چې د ښه ژوند او ټولنې ته د خدمت کولو جوګه شو دا په انسان کې ډیره لویه حوصله ده چې له الفبا څخه پیل وکړي تر دې چې نیمایي عمر یې پکې تیر شي او دا د علم حاصلول د بریالیتوب تر ټولو اوږد مزل دې چې پایله یې له هغو زیارکښو او خواري کاښو څخه ښه ده چې له ځوانۍ را نیولې تر بوډاتوب پورې کارونه کوي او هر وخت یې کله بریا او کله ناکامۍ په مخ کې پرتې وي.
یو څوک دې تجارت کوي، یو څوک دهقان دې، یو څوک کارمند دې او یو څوک د خپل وطن څخه بل وطن ته مسافر دې ترڅو هلته کار وکړي اوبیا د خپل ژوند چاپیریال او کورنۍ پرې ښکلې کړي او داسې نور…چې دا هر یو یې د بریا مزلونه را لنډ کوي ددې لپاره چې د ژوند د مساعد شوي چاپیریال څخه د خپلې کورنۍ د غړو په ګډون خوند واخلي او تل یې په شنډو موسکا خواره وي.
نو بناءً ویلی شو چې زموږ ټولنه د نورو هغو ټولنو سره ډیر زیات توپیر لري چې کالونه، کالونه یې کار او زیار ایستلی او نن یې داسې هنرونه او تخنیکونه رامنځته کړي دي چې زموږ د جنګ ځپلې ټولنې د ژوند ستونزې هم پرې حل شوي دي حال دا چې موږ د ابتدایي ژوند د خلکو څخه وروسته پاتې یوو او تر اوسه مو د بریا لپاره مزل نه دی پیل کړی نو لازمه ګڼم چې ژوند تر قیامت پورې د لوی نه وچیدونکي سمندر په څیر دې باید موږ ټول افغانان د جنګ ځای په علم حاصل کولو اشغال کړو او داسې مبارزه وکړو چې دا نن ځوریدلی او په جنګونو کې معیوب شوی ولس په پښو ودروو او دا چاره یوازې ځوانان کولی شي، ځوانان د ښوونځي ،مدرسې او پوهنتونونه ډک کړي انشاءالله چې د جنګ په لښکر به کاختي راشي او په کمو لسو کالونو کې به زموږ هیواد د یوویشتمې پیړۍ له هیوادونو سره د حساب او سیالی هیواد وي او دا د بریالیتوب مزلونه به ګړندي کړو او هر فغان به د بریالیتوب مزل څخه خوند اخلي، بریالیتوب به یې په نصیب کیږي او موږ به یوه پرمختللې ټولنه هم واوسو.