دژوند ښه تنظيم د برياليتوب شرط دي

الله تعالي ددې لوي كون نظام ډير دقيق عجيب او حيرانونكې جوړ كړي دي، چې هيڅ ډول ګډوډۍ او بي نظمۍ ته پكې ځاى نشته.

الله تعالي فرمايي (وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا )دالفرقان سورت ۲ اّيت.
هرڅه يي پيدا، تقدير او تنظيم كړي دي .
(سَبِّحْ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى* الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّى* وَالَّذِي قَدَّرَ فَهَدَى) دالأعلي سورت۳-۱ اّيتونه.
پاكې ده عالې مقام پالونكې ته چې پيدا كړي او برابر كړي يي دي، هغه چې تنظيم او لارښونه يي كړي ده .

ليکوال: دکتور عائض القرني
ژباړن: دکتور شفيق الله امين

ددې بې ساري تنظيم سره الله تعالي دخاص حكمت لپاره انسان ته يو څه اندازه ازادي او اختيار د ازمايښت لپاره وركړي دي، ددې وركړشوي ازادۍ پواسطه انسان كولاي شي چې خپل ژوند تنظيم كړي او يايې همداسې ګډوډ پرېږدي.

انسان ته دشپي او ورځي بدلون دموسمونو اختلاف دميوو پخيدل د حيواناتو تكاثر او تناسل اوحتي د كون د ذري نه تراسمانه پوري په تنظيم كې عظيم درس وركوي.

اسلامي شريعت ددې حقايقو مراعات په خپلو ټولو احكامو معاملاتو او عباداتو كې كړي دي.

كله چې انسان ددې ټولو حقايقو څخه استفاده ونه كړي او خپل پاتې ژوند ددې اختيار په حدودوكې ترتيب او تنظيم نه كړي، په پايله كې به ستړې، ستومانه، زيانمن ناكام، خفه، سودايې اونااهله شي .

تنظيم: دښه پلان پواسطه دغوره كړيو هدفونودلاس ته راوړنې لپاره دموجودو وسايلوسمي كارونې ته وائې.

اوددې لپاره لاندې ټكې په نظر كې نيول پكار دي:
1. دمطلو به وسايلو اندازه.
2. دهري وسيلې دارزښت پيژندنه.
3. دكار لپاره دهري وسيلې داستعمال ځاى پيژندل .
4. دهري وسيلې لپاره دمناسب وخت ټاكل، اودهرڅه دمخه دمنظم پلان پواسطه دموخو دقيق روڼل.

دژوند دګډوډۍ اونه تنظيم ځيني لاملونه :
1. له وخت څخه مناسبه ګټه نه اخيستل او په بې هوده چاروكې يي ابته كول دعاقلوخلكو لپاره ترټولو لوي مصيبت ګڼل كيږي.

ځكه هره شيبه چې تيرېږي بيرته نه راګرځې، په حديث كې راغلې (دهري ورځې په سركې غږكيږي چې اي بنيادمه ؛ زه نوي مخلوق يم ستاپه اعمالو به شاهدي وايم- ترقيامته بيا نه راځم له ماڅخه توښه برابره كړه ).

عاقل پدې پوهيږې چې وخت دده تنفس دي اودهرې دقيقې په تيريدوسره ژوند په كميدو دي.

شاعر وائې: دانسان دزړه حركت وائې چې ژوند ثانيي او دقيقي دي.
نوله دې امله بايد عاقل ددې احساس په درلودلوسره دهرې شيبې څخه اعظمې استفاده وكړي، پدې فكرچې الله تعالي ترينه دده دعمر اوځوانۍ پوښتنه كوي، چې په څه كې يې تيركړي دي.

له بې كاره او بې هدفه انسانانو سره وخت هيڅ قيمت نلري په لوبو اوچټي چارو يې تيروې، پدې هكله هيڅ فكر او اهتمام نلري ان تردې چې دوخت دوژلو او سا تيرۍ غږ پورته كوي، مسكينان پدې نه پوهيږي چې دوۍ خپل ځانونه وژنې .
ويل شوي دي: وخت لكه دتورې په څير دي كه غوڅ دې نه كړ غوڅ به دې كړي.
دفرد اوامت دپرمختګ اوتمدن له لاملونوڅخه يوهم دوخت ارزښت پيژندنه او ورڅخه ښه ډيره استفاده كول دي.

يو عالم ساتيرۍ ته دعوت شو نو ويې ويل: ته لومړې لمر ودروه بيابه ساتيري وكړو،
كله چې انسان له وخت څخه په استفاده روږدې شي كولاي شي چې دخپل ژوند ټول كارونه منظم او ترتيب كړي، اوتل يې داحكمت په يادوي ( وخت ژوند دي په خپله اونوروسره ترينه په ګټه اخيستلو كې مرسته وكړه.

  1. دډيرو ارزښتناكو اولږارزښته چاروترمنځ توپير نه كول، ځكه ځينې خلك خپل قيمتې وخت او وسائل په كم ارزښته چارو لګوې، اوله ډيرو ارزښتناكوچاروڅخه غافل او ناخبره وي، پرمستحباتو باندي اهتمام كوي، مګر فرض ترينه فوت كيږي.
    اويا لكه يوڅوك چې دكور په رنګونواو ښكلا پسي ګرځې، مګر دبنسټونو، ديوالونواو ستنويې هيڅ پروا نه لري، كيداي شي په پايله كې كور د ړنګيدو له خطر سره مخامخ شي، بيا ورته رنګونه ګټه نه شي رسولې.

همدا رنګه دځينوخلكو ژوند ددرواغجنواو بې معنا مظاهرو څخه ډك وي، خوكه دحقائقو پلټنه او دعلم اوعمل پوښتنه يې وكړي هيڅ به ورسره نه وي.
داډول خلك كه څه هم تريومهاله په كبراو غرور كې ژوندوكړي، مګر يوه ورځ به هرومروهغه وخت راويښ شي چې دژوند پاڼه يې زيړه شي، خلك يې هيركړي، اويا مړ شي او اّخرت ته لاړ شي، هله انسان ته معلومه شي چې ځګونه بې ګټې دي، عمر يې نه وي او خلكوته ګټه نشي رسولې.

دباطل ملګري تل كوښښ كوي چې زياركښ او دلوړهمت څښتنان په كوچنيو او لږو ګټو لرونكو چارو لګيا كړي او دلويو چارودترسره كولو مخه يې ونيسي، او ژوند يې غير منظم تير شي .

دكوچنيو او وړو چارو لپاره خلك ډير دي اوپه لاروكې يې ګڼه ګوڼه ده.

مګر دلوړو اوسترو چارو لارې دتلونكو څخه خالې دي، كه دلوړ همت خاوند يې نوپدې لارې لاړشه.

  1. دكارونو دترسره كولو لپاره نامناسب وخت ټاكل، اويا يې دوخت څخه مخكې ياوروسته كول.

اميرالمړمنين ابو بكر رضي الله عنه اميرالمړمنين عمر الفاروق رضي الله عنه ته په خپل وصيت كې وائې: پوه شه چې الله تعالي دشپې اوورځې لپاره خپل خپل كارونه ټاكلې دي يو دبل په وخت كې نه قبلوي .

يعني هر كاربايد په خپل وخت كې ترسره شي.

كه د کايناتو نظام ته ځير شو دابه راته څرګنده شي چې الله تعالي دهر څه لپاره وخت ټاكلې دي، چې تقديم اوتاخير نه منې، لكه دشپې او ورځې بدلون دلمرطلوع او غروب، په ونوكې دميوو زرغونيدل اودژونديو تناسل او داسې نور، او په همداډول دالهي شريعت داحكامو لپاره وختونه ټاكل شوي دي لكه: دلمونځ، روژې، حج، زكات او نوراحكام .

انسان بايد ددې كون سره ځان منسجم او منظم كړي، اودوحيې داحكامو سره په پابندۍ خپل ژوند ترتيب كړي، اودهر كار لپاره په خپل وخت اقدام وكړې، اودنورو چاروثمره اوپايله له ابته كيدوڅخه وساتې.

  1. دكار نيمګړي پريښودل، ډير خلك دخپل ژوند زياته موده دپروژو اوګټوروچارو په عملې كولوكې تيره كړي، خو له بشپړيدو څخه مخكې ترې لاس په سرشي، بل كار پيل كړي هغه هم نيمګړې پرېږدي، وختونه تيرېږي خو ثمري اوپايلې ته نه رسيږي اوپه بې هدفه چاروپسې ځغلې.

  2. دكړي كار بيا بيا تكرارول، پدې ګومان چې مخكې يې داكار كړي نه دي، لكه چې په علمې څيړنه كې دحديث تخريج يوځاى كې وكړي، كله چې حديث تكراريږي تخريج يې هم ورسره تكراروي، كيداي شي چې دايې عادت شي په تكراري چارو وخت بې ګټې تيركړي، ښه دښو اوناوړه دناوړوپايلولامل ګرځي.

  3. دكاردكولو لپاره ناسم پلان :ځينې خلك ددې پروانه لري چې خپل كار دكوم ځاى نه پيل او چيرته پاي ته ورسوي، لكه چې دكور دجوړولو پرمهال لومړې دچت لپاره مواد برابر كړي، مخكې لدې چې د بنسټ ايښودلو فكر وكړي، او يادميوي دراټولولو وسائل دونې له كرلو څخه وړاندې برابر كړي.

داښه ده چې انسان دهر څه لپاره دوړاندې نه وسائل برابر كړي، خو په هغه صورت كې چې ترتيب يې په نظر كې نيولې وې، اوددې لپاره وخت او امكانېات ولري، لكه چې يو څوك دوخت درارسيدو څخه دمخه په يوكارپيل وكړي بياوروسته ورته معلومه شي چې زيانمن شوي دي، كه خپل وخت ته يې انتظار كړي وي وخت او مال به پري لږ لګيدلې وي، داټول دده دناروڼلې ژوندپايله ده، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائې ( ږن الله يحب من ډحدكم ږذاعمل عملاًډن يتقنه )
الله تعالي له تاسې څخه هغه څوك خوښوې چې كوم كاركوي هغه ښه ياد كړي.

  1. دكار دعملي كولو لپاره له وړاندې څخه پلان نه درلودل، دا دانسان دژونددګډوډۍ اودوسائلو دابته كيدولامل ګرځې، يواځې په منظم پلان سره انسان كولاي شې چې خپل هدفونه وټاكې اودوخت اووسائلو څخه په زړه پوري ګټه واخلې.

څنګه خپله ورځ تنظيموي؟

كله چې انسان دخپلو ورځنيو چاروپه تنظيم كې بريالې شي هغه كولاي شي چې دخپل ژوندپه تنظيمولوكې هم برې ومومې.

ډير خلك دې چې خپله ورځ بې پروګرامه او بې هدفه تيروي، اوله دې امله له ډول ډول ستړياواوكړاونو سره مخامخ كيږي.

قدرمنه : زه غواړم چې تاسره دورځې په تنظيمولوكې دځينو لارښونو په وړاندې كولو سره مرسته وكړم هيله ده چې عملې بڼه وركړي:

  1. دورځنيو چارويو ليست دشپې څخه اوياګهيځ جوړكړه اوله ځان سره يې په جيب كې وساته، دهركارله سرته رسولو وروسته پري كرښه راكش كړه .

  2. ديادښت لپاره په لنډو الفاظوسره خپل كارونه په پاڼه وليكه.

  3. دهر كار لپاره مناسب وخت، دپيل او پاي ټكې وټاكه .

  4. خپلې چارې په جغرافيائي لحاظ سره وويشه، چې په يو ځاى كې دڅو كارونو كول درته شونې شي، اودوخت سپما هم وشي .

  5. خپل ليست داسې ترتيب كړه چې دچاروزيادت او كمښت پكې داړتيا په وخت كې شونې وي.

  6. دبيړنيوچارولپاره څه وخت په نظر كې هم ونيسه، لكه نابللي ميلمه، دماشوم ناڅاپي ناروغې، دموټر عوارض او داسې نور .

  7. دلويو چاروترڅنګ خالې وختونه دكوچنيو چارولپاره په كار واچوه، لكه ډاكټرته دانتظار په وخت كتاب لوستل، ليك ليكل او يا دتيليفون پواسطه څه چارې سرته رسول.

  8. كله چې ورځنۍ چارې ستا په واك كې وي داسې متنوع ليست يې جوړكړه چې زړه تنګې پكې پيدانشي، لكه :شخصې، كورنۍ اوبهرنۍ چارې.

  9. دورځنې پروګرام يوه برخه دخپلو لويو پروژو لپاره تخصيص كړه، لكه خپل علم او ثقافت زياتول، دراتلونكې لپاره تفكير او غوركول .

  10. دريغه چې دخپلو ورځنيو پروګرامونو لپاره يوه فورمه جوړه كړي او له ليكلو وروسته دهرې ورځې فورمه په بيله دوسيه كې خوندي كړې.

ليکوال: دکتور عائض القرني

ژباړن: دکتور شفيق الله امين

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب