د برتانویانو څلورمه برخه نفسیاتي مریضان دي

په برتانیا کې د وروستیو احصائیاتو په اساس ویل شوي چې ددغه هیواد څلورمه برخه اوسیدونکي په نفسیاتي ناروغیو مبتلا دي.

د نفسیاتي مریضانو سره د تعامل په اړه یو شمېر خیریه موسسې ایجاد شوي، تر څو ددغه مریضانو په اړه په برتانوی ټولنه کې دهغو سره د ښه چلند روحیه تقویه کړي.

دغه خیریه موسسې وايي چې په برتانیا کې د نفسیاتي مریضانو سره سلبي سلوک او ناوړه رویه ددغو ناروغانو مرض نور هم زیاتوي چې له کبله یې ددې پر ځای چې د هغوی نفسیاتي ناروغي یې کمه سي، زیاتیږي.

هغوی وايي چې په برتانوي ټولنه کې د هر لسو نفسیاتي مریضانو څخه اقلا نهه کسانو دوی ته دا منلې چې په ټولنه کې ورسره امتیازي سلوک کیږي، او دوی ته په ښه سترګه نه کتل کیږي.

د ماینډ په نامه د عقلي صحت د ښه والي په خاطر د یوې موسسې څیړونکې وايي چې د یوازیتوب احساس، پر نورو باندي اعتماد نه کول، او د ناروغه دغه شعور چې کله به هم جوړ نه شي، او یا به یې علاج ونه شي، د نفسیاتي ناروغانو ناروغي لا هم زیاتوي.

بايد وویل شي چې په دې وروستیو کې د برتانیا په ځوانانو کې د ځان وژني پيښي هم زیاتي شوي، چې د وروستیو احصائیاتو سره سم په کال ۲۰۱۳ کې یوازي ۶۲۳۳ کسانو ځانونه ووژل، چې اکثریت یې ځوانان دي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب