د بادامو خوړل شکر او د زړه د ناروغۍ په مخنیوی کې زیات رول لوبوي!؟

د یو څیړنی په اند په ورځڼی خوراک کی دبادامو شامولول ددوهم نمبر شوګر په مخنوی کی زیات کمک کوی.
حال داچی د شو ګر له ۹۰ څخه بیا تر۹۵٪ پوری ټولی ناروغی ددوهم نمبر شوګر په درجه بندی کی راځی.
دبادامو خوړل دشوګر څخه علاوه دزړه دوالونو اودجسم داعضاوو په کارکردګی کی هم غټ رول لوبوی .
دشوګر ناروغان دګلوکوز له کمبودی سره مخامخ کیږی، او هغه وړتیا یی کمیږی کوم چه دهارمونز به استعمالولو سره ګلوکوز وحجراتو ته انتقالوی او وروسته یی په انرجی باندی تبدیلوی.
که چیری شوګر په وخت سره تداوی نه شی ګلوکوز اوچربی په وینه کی پاتیږی او دوخت په تیریدو سړه دبدن دمهمو اعضاوو د شنډ کیدو سبب ګرځی.
هغه څیړنه چه په متحده ایالاتو کی د نیوجرسی دداخله اودغاښونو ناروغیو په پوهنتون کی دډاکټر میچل وین به واسطه  ترسره شوی وی، داثابته کړه، چه هغه کسان کوم چی په ورځنی خوراک کی به یی بادام خوړل دکولیسټرول مقدار په وینه کی نسبت هغه
کسانو ته ډیر کم وو کوم چا چی به په خپل ورځنی خوراک کی بادام نه خوړل.
دیو اندازی له مخی تنها په اروپا کې ۵۵ میلیونه خلګ دشوګر په ناروغی اخته دی .


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب