د اوبو څښلو ارزښت او اړتیا؟

اوبه د انسان په جسم او تازه والي څه ډول اغیز کولی شي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې د غذايي ناروغیو مشاور ډاکتر ربیع نور الدین داسې وايي: ( اوبه ګڼې ګټې لري، بدن ته پوره لوندوالی ور بښي، کوم څه چې د پوستکي نرموالی، او د سترګو ځلا ساتي.

–         دبدن د ټولو حجرو فعالیت نویوي.

–         د بدن د ګرمۍ درجه منظموي.

–         وینه له له زهریاتو او فضلاتو څخه پاکوي.

–         د هاضمې سیستم تیزوي.

–         د بدن مایعات سپکوي.

–         د بدن بندونه لانده ساتي، حرکت یې نرموي، او له داغونو څخه یې ساتي.

–         هغه مایعات بیرته پوره کوي چې له بولو، خولو او هوسیلي سره له بدن څخه وزي.

–         د ګوردو فعالیت تیزوي.

ډاکتر ربیع د اوبو د کافي اندازې په اړه وايي:

–         عادي بدن په ورځني ډول له ۲ – ۳ لیترو اوبو ته اړتیا لري، چې ۸ ګیلاسه او ۱۶۰ ملی لېتره کېږي.

–         څومره چې عمر زیاتېږي، په همغه کچه د بدن پوستکی نری کېږي، اوبه یې کمیږي، د ګوردو فعالیت کمزوری کېږي، ځکه زیاتو اوبو ته اړتیا پېښېږي.

–         زیاتو اوبو ته د امیدوارو او شیدو ورکوونکو مېرمنو پرته، د هوا له ګرمۍ او د سختو سپورتي تمرینونو له کبله اړتیا پېښېږي.

د اوبو کم څښل لاندې ستونزې پیدا کوي:

–         د بدن وچوالی، ستړیا او نه فعالیت.

–         د بدن د ګرمۍ کنترول له لاسه ورکول.

–         دبدن  توازن له منځه تلل.

–         کنترول له لاسه ورکول.

–         د ګوردو ډبرې.

–         هیروالی.

–         د سترګو، خولې او پوستکي وچوالی.

اوبه باید کله وڅښل شي، ډاکتر ربیع وايي:

–         ورځ باید په اوبو پیل شي، ځکه معده ټوله شپه تشه وي، د یو ګیلاس اوبو په څښلو سره کولمې بیدارېږي، معده وینځل کېږي، ګوردې له ریګونو، فضلاتو او خیرو نه پاکېږي، ینه د صفراء جوړولو ته تیارېږي، او معده د سهار نري هضمولو لپاره تیاری نیسي.

–         معتدلې یخې اوبه له خوراک نه یو ساعت مخکې، او له خوراک نه دوه ساعته وروسته باید وڅښل شي، تر څو د هضموونکو موادو فعالیت کمزوری نشي.

–         له خوراک سره له یوه ګیلاس یخو اوبو څخه زیاتې باید ونه څښل شی، او هغه هم په دمه، دمه وڅښل شي، تر څو دهاضمې فعالیت ونه ځنډوي.

– له وچ خوراک لکه ډوډۍ او غوښې سره یو ګیلاس یخې اوبه باید وڅښل شي، تر څو د هاضمې فعالیت آسانه کړي.

-د سخت کار له تر سره کولو لکه سپورتي تمرینونه او یا په پښو ګرځېدلو وروسته یو ګیلاس یخې اوبه، باید په آرامۍ او تدریجي ډول وڅښل شي، خو دا وروسته له هغه چې یو څه دمه وشي.

– کله چې ځینې مایعات لکه قهوه، چای او ګیس لرونکي شربتونه وڅښل شي.

– کله چې د وزن د کموالي لپاره پرهیز کېږي.

– کله چې مور ماشوم ته شیدي ور کړي، تر څو د بدن مایعات یې پوره شي.

 -کله چې د هوا د ګرموالي احساس وشي.

 -امیداواره ميرمني.

 – له خوب نه مخکي.

ددې لپاره چې د اوبو څښل مو عادت شي:

–         له خوب نه د را پاڅېدو په وخت کې یو ګیلاس.

–         له هر څاښت خوراک سره یو ګیلاس.

–         له هر څاښت خوراک نه یو ساعت مخکې او دوه ساعت وروسته یو یو ګیلاس.

–         له خوب نه مخکې یو ګیلاس.

–         په مجموعي ډول هره ورځ ۸ ګیلاسه اوبه باید وڅښل شي.

د اوبو تاوانونه:

–         په معمولي ډول د ګرمۍ د احساس په وخت کې ډېرې یخې اوبه څښل د معدې د ننه پرده زخم کوي. په ځانګړي ډول کمزورې معده، او همدا ډول ستونی زخم کوي.

–         د ډېر عمر خاوندان نه تږي کېږي، سره له دې چې بدنونه یې زیاتو اوبو ته اړتیا لري، ځکه خو باید له ماشتوب نه یو ګیلاس اوبه څښل عادت وګرځول شي. تر څو په لویوالي کې هم دا عادت وي.

–         د خوراک په وخت کې ډېرې یخې اوبه څښل په هاضمه اغیز کوي، د معدې تولید ځنډوي او هضم ځنډوي.

–         د خوراک پر مهال ډېرې اوبه څښل د هاضمې فعالیت ځنډوي، د دروندوالي او ډېرو ګیسونو احساس پیدا کوي.

–         په چاغوالي کې ډېرې اوبه څښل د هاضمې فعالیت ورو کوي، چې په نتیجه کې ددې پر ځای چې غذا وسوځي، او بدن ته ځواک اوحرکت ور کړي، په غوړو طبقو بدلیږي.

 انور نوري

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ