د اوبو سپما د اوبو بقاء ده

په دې وروستيو کې د افغانستان په اړه په خبري نړۍ کې اورو، چې هيواد مو سخت د اوبو د کمښت او نشتوالي سره مخ دی او ورځ تربلې يې د اوبو سطحه ټيټيږي. حال دا چې افغانستان پرېمانه اوبه لري، چې ددغه هيواد د ځينو ګاونډيانو مځکې لا خړوبوي.

په داسې حال کې، چې څه موده مخکې د افغانستان پلازمېنه په نړۍ کې «بې اوبو پلازمېنه» وبلل شوه، څو ورځې مخکې په يوه راپور کې وويل شول، چې تر راتلونکو لسو کلونو پورې به د پلازمېنې کابل اوبه وچې شي.

اوبه دي، چې موږ په ورځني ډول د څښاک، آوداسه، طهارت يا پاکۍ او نورو ضرورياتو لپاره هر وخت او هرځای اړتيا ورته لرو او ددغو احتياجاتو د پوره کولو لپاره ورڅخه استفاده کوو.

اوبه موږ ته هيڅ اړتيا نه لري، خو برعکس موږ بيا په ورځني ژوندانه کې اوبو ته ډېره زياته اړتيا لرو، آن که اوبه نه وي، له تندې به مړه شو.

اوبو زموږ ژوند را پاک، ستره او ښکلی کړی، خو موږ بيا د هغو اوبو، چې زموږ ژوند ته يې طهارت وربښلی، په ښه ډول شکر هم نه دی آداء کړی او لايې هم په بېځايه توېدلو او مصرفولو صرفه نه کوو، چې دا به مو يوه ورځ حتمي د اوبو د کمښت او وچېدو سره مخ کړي.

الله تعالی (ج) د اوبو په اړه د خپل سپېڅلي کتاب په څو بېلابېلو مبارکو ايتونو کې داسي فرمايي:

((يَٰبَنِىٓ ءَادَمَ خُذُوا۟ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍۢ وَكُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ وَلَا تُسْرِفُوٓا۟ ۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلْمُسْرِفِينَ.))

سورة الأعراف ﴿۳۱﴾
«اې د ادم اولادې! د هر عبادت په وخت کښي په خپله ښکلا سينګار اوسئ او خورئ، څښئ او له حد څخه تېرى مه كوئ. الله (ج)، له حده تيري كوونكي نه خوښوي.»

‎((أَفَرَءَيْتُمُ ٱلْمَآءَ ٱلَّذِى تَشْرَبُونَ.)) سورة الواقعه ﴿۶۸﴾

«‎تاسي كله په غړېدلو سترګو كتلي دي، دغه اوبه چي تاسي یې څښئ.»

((ءَأَنتُمْ أَنزَلْتُمُوهُ مِنَ ٱلْمُزْنِ أَمْ نَحْنُ ٱلْمُنزِلُونَ.)) سورة الواقعه ﴿۶۹﴾ ‎

«دا تاسي له وريځو څخه راورولي دي او که ددې وروونكي موږ يوو.

((‎لَوْ نَشَآءُ جَعَلْنَٰهُ أُجَاجًۭا فَلَوْلَا تَشْكُرُونَ سورة الواقعه ﴿۷۰﴾ ‎

«كه موږ وغواړو، نو دا به سختي تروې کړو؛ نو ولي شكر نه باسئ.»

د اوبو سپما د اوبو بقاء ده، د اوبو په سپما سره کولای شو، د نورو انسانانو ژوند وژغورو. نه دا چې زموږ د ژوند دا پاکه، ارزښتناکه او حياتي ماده په بېځايه او بې ضرورته لارو مصرف کړو.

نو راځئ کوم څه ته چې موږ او تاسې ټول زياته اړتيا لرو، د هغه په سپما کې هم زياته هڅه او کوښښ وکړو، ترڅو الله (ج) مه کړه، د اوبو د کمښت او نشتوالي سره مخ نه شو.

ليکوال: عزت الله ذکي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب