د انسان د وینی دوراني سيسټم (Blood Circulatory System)

د انسان د وینی دوراني سيسټم (Blood Circulatory System)

دوراني سيسټم يوه شبکه ده چې ټول بدن ته وينه رسوي. پرته له هغو اورګانیزمونو څخه چې ډیر ساده جوړښت ولري، نور ټول ژوي يو نه يو ډول دوراني سيسټم لري.‌ انسان د بدن دوراني سيسټم د بدن د حجرو د ژوند اړتیا وړ وينه او اکسيجن رسوي.‌په عين وخت کې دا سيسټم له حجرو څخه کاربن ډای اوکسايډ او فاضله توکي هم انتقالوي.‌ دوراني سيسټم د بدن تودوخه تنظيموي او داسې مواد انتقالوي چې بدن له ناروغيو څخه ساتي.‌ پر دې برسيره دا سيسټم کيمياوي مواد لکه هورمونونه هم انتقالوي چې د بدن د بيلابيلو برخو فعالیتونه تنظیموي.

زړه (Heart)

زړه يو منځ تشی عضلي غړی دی چې وينه پمپ کوي.‌ له دوه پمپونو څخه جوړ دی چې څنګ په څنګ موقيعيت لري.‌ دا پمپونه د وينې د اخيستلو پر مهال انبساط او د وينې د پمپولو پر مهال انقباض کوي.‌ د زړه د کيڼې خوا پمپ تر ښی خوا پمپه غښتلی دی. دا غښتلی پمپ وينه له سږو اخلي او د ټول بدن حجرو ته يې رسوي. او هغه کمزوری پمپ وينه د ټول بدن له حجراتو څخه اخلي او سږو ته يې ليږي. د انسان زړه څلور جوفه لري. چی عبارت دي له دوه دهلیزونو( ښی او چپ) او دوه بطنونو(ښی او چپ) څخه

د وينې رګونه (Blood vessels)

د وينې رګونه په ټول بدن کې د ټيوبونو په نښلولو سره يو پيچلی سيسټم رامنځته کوي. د وينې د رګونو درې لوی ډولونه عبارت دي له: شريانونه چې د زړه څخه اکسیجن لرونکي وینه بدن ته لیږدوي یواځي یو شریان چه له ړزه څخه ناپاکه وینه ( کاربن دای اکساید لرونکی) سږو ته لیږدوي د ریوي شریان ورته وایی،‌ وريدونه چې زړه ته ناپاکه  وينه راستنوي مګر یواځی یو شریان پاکه وینه (اکسیجن لرونکي) له سږو څخه زړه راوړي د ریوي ورید په نامه یادیږي. او شعريه عروق چې ډیر کوچني رګونه دي او شريانونه له وريدونو سره نښلوي. د غذایي موادو او اکسيجن تبادله معمولا په شعريه عروقو کې ترسره کيږي.

د وینې جوړښت (Blood Composition)

وينه په بنسټیزه توګه له يو ډول مايع چې پلازما یې بولي او درې جامدو بڅرکو څخه جوړه شوې ده چې جوړونکي عناصر يې بولي. د پلازما زیاته برخه له اوبو جوړه ده، خو پروټينونه،‌منرالونه او نور مواد هم لري.‌ درې رغنده عناصر يې سره کرويات،‌ سپين کرويات او صفحات دمويه دي.‌ سره کرويات ټول بدن ته اکسيجن رسوي او له بدن څخه کاربن ډای اوکسايډ راټولوي.‌ سپين کرویات بدن له ناروغيو څخه ساتي.‌ صفحات دمويه داسې مواد آزادوي چې وينه لخته کوي.‌ صفحات دمويه له زخمي شويو رګونو څخه د وينې د ضياع مخه نيسي.

د دوراني سيسټم دندې

دوراني سيسټم ګڼې حياتې دندې ترسره کوي.‌ دوراني سيسټم د تغذيې، د فاضله موادو او زهرياتو په اطراح او د بدن د ګڼو نورو پروسو کې مهم دي.‌ همداراز، دوراني‌ سيسټم حجرو ته د اکسيجن په رسولو او له هغو څخه د کاربڼ ډای اوکسايډ د لرې کولو له لارې د تنفس په برخه کې هم مهمه ونډه اخلي.‌ د دې بهير پر مهال، وينه په دوه لارو بهيږي چې سیسټمیک دوران او د سږي دوران یې بولي.

د زړه له کيڼې خوا څخه اکسيجن لرونکې وينه سيسټميک دوران ته پمپيږي. دا وینه له زړه څخه د اورتا يا ابهر شریان له لارې بهير پيدا کوي چې د بدن اساسي شريان دی. يو لړ لوی شريانونه له ابهر شریان څخه منشه اخلي او هر يو پخپل نوبت نورو کوچنیو رګونو ته تشعب کوي او بالاخره کوچنيو شعريه عروقو ته خالي کیږي.‌ په همدې ځای کې اکسيجن وینه پريږدي او د شعريه عروقو له نريو ديوالونو څخه انساجو ته ننوزي.‌ په همدې توګه، کاربن ډای اوکسايډ انساج پريږدي او وينې ته داخليږي. اوس د کاربن ډای اوکسايډ رالیږدونکې وينه شعریه عروق پريږدي او په لويو او لويو وريدونو کې حرکت کوي. بالاخره،‌ وينه د دوه لويو وريدونو له لارې د زړه ښی خوا ته داخليږي ـ  وريد اجواف علوي چې له سر او لاسونو څخه وينه او وريد اجواف سفلي چې له تنې او پښو څخه وینه د زړه ښی خوا ته را انتقالوي.‌ دوراني سيسټم د هضم شوې غذا مواد د بدن حجرو ته انتقالوي. دا مواد د وړو کولمو له دیوالونو څخه شعريه عروقو ته تیريږي او په دې ډول د وينې دوران ته داخليږي. وينه بيا زياتره غذايي مواد ځیګر ته انتقالوي. دوراني سيسټم د هغو فاضله موادو او زهرياتو په اطراح کې مرسته کوي چې که ذخيره شي بدن ته زيان رسوي. په دغه موادو کې کاربن ډای اوکسايډ، مالګه او امونیا چې د حجرې له خوا له پروټين څخه د استفادې محصول دی شامل دي.

د دوراني سيسټم اختلال

دوراني سيسټم د ناروغيو او ټپونو له کبله زيانمن کیږي.‌ د دوراني سيسټم يوه عامه ناروغي د شريانونو تصلب يا ارتريوسکلروزز دی چې په شريانونو کې د شحم د ټوليدو له کبله رامنځته کيږي.‌ د شحم دا ډول رسوبات د شريان ديوالونه شخوي او پريړوي.‌ له دې کبله د وينې جريان محدوديږي. په ځينې حالاتو کې پر ارتيرسکلروزز اخته شريانونو کې د وينې غوټه رامنځته کوي.‌ دا ډول غوټه ښايي د زړه حمله رامنځته کړي چې له امله یې دماغ ته کافي وينه نه رسيږي.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب