وراثت او صفتونه

وراثت او صفتونه

مندل له خپلو تجربو څخه دا مطلب پيداکړی و، يوازې هغه وخت کولی شي د خپلو تجربو نتيجې واضح کړي چې هر نبات يوازې يوه ځانګړتيا دوه صفته ولري. د بېلګې په توګه: د ګل د رنګ ځانګړتيا او ددې ځانګړتيا دوه صفتونه لکه (ارغواني رنګ او سپين رنګ) دي. په حقيقت کې مندل د هر صفت لپاره دوه حالته په نظر کې درلودل. پوهېده چې صفتونه د والدينو (مور او پلار) څخه اولاد ته په ارث اخېستل کېږي.

په اوس وخت کې پوهان د هر صفت لپاره چې په ارث اخېستل کېږي، د جن (Gene) کلمه په کار وړي. جينونه په جوړه ډول وي چې يو د پلار او بل له مور څخه وي. جوړه جينونه د اليل په نامه يادېږي. يعنې د يو صفت دوه متبادل حالتونه د اليل په نامه يادېږي.

لکه د ګل د رنګ خاصيت لپاره ارغواني او سپين رنګ يو د بل اليل دي.(٨-٥( شکل د مندل له تجربو څخه دمخه خلک په دې عقيده و، چې د اولاد صفتونه د مور او پلار د صفتونو يو مخلوط دی. د مثال په ډول هغوی فکر کاوه که يو والد لوړ قد او بل والد ټيټ قد ولري، اولاد به يې منځنی قد ولري. خو د مندل تجربو د مخلوط نظريه رد کړله. مندل په ثبوت ورسوله د مشنګ هره دانه د هرې ځانګړتيا لپاره دوه جلا ارثي صفتونه لري چې هر يو صفت له يو والد څخه اخلي چې مخکې مو د اليل په نامه ياد کړي. په لاندې شکل کې دا مواضع واضح شوې ده.

د بارز صفتونو اليلونه د انګليسي په غټ توري او د مخفي صفتونو اليلونه د انګليسي په کوچني توري ښودل کېږي. مثًلا: د ارغواني رنګ صفت چې يو بارز صفت دی په PP او د ګل سپينوالی چې يو مخفي صفت دی ppښودل شوی. هغه صفتونه چې په اولاد کې ليدل کېږي، د جينونو په واسطه چې د والدينو څخه يې اخېستې وي منځته راځي.

د وراثت په پوهه کې ظاهري بڼه د فنوټايپ (Phenotype) په نامه يادېږي. د جينونو ترتيب لکه PP جينو تايپ څخه عبارت دی. يعنې جنيتيکي جوړښت د جينوتايپ (Genotype) په نامه ياديږي.

your ads

د مشنګ په نباتاتو کې ظاهري بڼه د فنوټايپ د ګل رنګ (ارغواني يا سپين رنګ) دی، د دانې د شکل لپاره غونج يا صاف صفت د قد لپاره لوړ يا لنډ قد د فنوټايپ څخه عبارت دی.

کله چې وايو نبات ارغواني رنګ لري، مطلب د فنوټايپ څخه دی او کله چې د ارغواني رنګ د اليل په ډول يعنې PP وښايو د جينوټايپ څخه عبارت دی. د يو نسل په يو خاصيت کې د جينونو ترتيب د جينوټايپ په نامه يادېږي. جينوټايپ ممکن خالص وي لکه: TT يا ممکن ناخالص وي لکه: Tt.

د يو فرد د خاص اليل د هرې جوړې لپاره دوه حالته وجود لري که چېرې دواړه اليلونه مشابه او يوشان وي، ژوندی موجود د هغې صفت لپاره خالص يا Homozygous دی او که اليلونه متفاوت وي ژوندی موجود نسبت هغې صفت ته ناخالص يا Heterozygous دی. څرنګه چې مخکې هم وويل شو د خالص صفت د دواړو اليلونو لپاره يوډول توری؛ لکه: AA او يا aa راوړل کېږي او د ناخالص صفت لپاره يو توری غټ او بل کوچنی راوړل کېږي، لکه: Aa.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب