د انترکتیکا په هکله څه پوهېږئ؟

مونږ په جغرافیه کې لوستلي وو چې انترکتیکا د نړۍ شپږمه لویه وچه ده چې په واورو او یخ پوښلې ده او بس!

اوس انترکتیکا هغسې نه ده چې مونږ لوستلې وه،‌ اوس خلک ورته تګ راتګ کوي، ساینسپوهان په کې تجربې او څېړنې کوي، هوایي ډګر لري، خلک په کې اوسېږي،‌ روغتون په کې شته، کلیسا په کې شته،‌ د سپورټي تمرین جیم په کې موجود دی….. او د اسټرالیا، نیوزیلنډ، چلي،‌ برتانیا، ارجنټاین او ناروی په شمول څو هېوادونو په ټاکلیو برخو له دعوې کولو څخه وروسته هلته خپل ملکیتونه تثبیت کړي دي.

انترکتیکا چې دلته یې تاسو څو عکسونه وینئ د ځمکې په جنوبي اړخ کې پرته لویه وچه ده چې ۱۴ میلیونه مربع کیلومتره (د افغانستان نژدې ۲۲ برابره ډېر) پراخوالی لري چې په اسیا، افریقا، شمالي امریکا، جنوبي امریکا پسې پنځمه لویه وچه ده او د اسټرالیا تقریبا دوه برابره لویوالی لري.‌

د انترکتیکا نژدې ۹۸٪ ځمکه واورو او یخ پوښلې ده چې په ډېرو برخو کې دغه یخ تقریبا تر ۲ کیلومتره پورې ډبل دی.‌ په انترکتیکا کې د سړو درجه تر منفي ۸۹ پورې هم ښکته کیږي،‌ او دایمي استوګن نه لري خو د ۱۰۰۰ او ۵۰۰۰ تر منځ خلک په کې د کال په مختلفو وختونو کې اوسېږي.‌

انترکتیکا په ۱۸۲۰ کال کې لومړی روسانو ولیده خو د ۱۹مې پېړۍ په بهیر کې د امکاناتو د نشتوالي له امله له پامه وغورځېده.‌ په شلمه پېړۍ کې بیا د نړیوالو پام ور واوښت او په ۱۹۵۹ کال د انترکتیکا په هکله د انترکتیکا د تړون سیستم (Antractic Treaty System) په اساس چې د ۱۲ هېوادونو له خوا لاسلیک شوی دی تنظیمیږي.‌ د تړون له مخې په انترکتیکا کې څوک اتومي ازموینې نشي کولی. یوه برخه یې اوس هم بې خاونده پرته ده!

انترکتیکا ته تګ وېزې ته ضرورت نه لري ځکه وایي چې د هیچا ملکیت هم نه دی خو د امریکا د متحده ایالاتو،‌ کاناډا، اسټرالیا او اروپایي اتحادیې په شمول هغه هېوادونه چې پورتنی تړون یې لاسلیک کړی دی غوښتنه کوي چې د دغو هېوادونو وګړي دې انترکتیکا ته د ورتګ د غوښتنې په صورت کې اجازه وغواړي.‌

خان محمد ستانکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب