د امازون ځنګل | د نړۍ یو ترټولو لوئ ځنګل!

د امازون ځنګل د نړۍ په نهو ۹ هیوادونو کې غځېدلۍ ده چې ترټولو ډېره برخه یې په برازیل هیواد کې راځي. د امازون ځنګل سیمه تر ۵۵ لکه کیلو متره مربع پراخوالۍ لري په داسې حال کې چې د افغانستان ټوله سیمه ۶.۵۲ زره کیلو متره ده، امازون یو یونانۍ کلیمه ده چې مانا یې جنګیالۍ ښځه ده.

د ځمکې ۲۰ سلنه اکسیجن یوازې د امازون ځنګل ونې او بوټي تولیدوي، د نړۍ ۴۰ فیصده څاروي، مرغان او حشرات د امازون په ځنګل کې موندل کیږي. دلته له ۴۰۰ څخه ډېر ځنګلي قبائل مېشت دي چې نفوس یې نږدې ۴۵ لکه زیات او کم اټکل شوی. دغه خلک د یویشتمې پېړۍ په دې پرمختللې دور کې هم په هماغه ځنګلي سټایلونو کې ژوند تېروي. د دې ځنګل ځینې سیمې دومره ګڼې دي چې لمر ورته نشي رسېدلی او په ورځ کې هم د شپې غوندې تیاره شتون لري.

امازون ځنګل کې داسې حشرې هم شتون لري چې په یو ټک چيچلو سره یو انسان په څو ثانيو کې هغې دونيا ته رسؤلۍ شي. د امازون سیند د اوبو له حسابه په نړۍ کې ترټولو لوئ سیند دی، چې ۷ اووه زره کیلومتره اوږدوالۍ لري یې.
د امازون په سیند کې تر ۳۰ زره ډؤله کبان ژوند کوي، د امازون په ځنګلونو کې شاؤخوا ۶۰ سلنه حیوانات اوس هم بې نومه پاتې دي. دلته دومره لوی او قوي غڼي دي چې مرغۍ او ورته الوتونکي هم نیسي او وژني.

دلته شاؤخوا ۳۰ زره ډوله میوې موندل کیږي. بیولوژیستانو تر دې دمه یوازې د دې ځنګل ۱۰ فیصده برخو ته رسیدلي دي. که تاسې د امازون په ځنګلونو کې ښکته شئ او سخت باران شروع شي نو د لوړو او ګڼو ونو له امله تقریباً ۱۲ دقیقو پورې تر تاسې د باران اوبه نشي در رسېدلئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب