د الله ﷻ د موجودیت په اړه عجیبه کيسه!
په یوه خارجي هیواد کې یو مسلمان د سر وېښتانو د اصلاح کولو لپاره د نایي (سلماني) دوکان ته ولاړ، مسلمان له نايي سره ښې خبرې اترې شروع کړې. پر مختلفو موضوعاتو وغږېدل؛ خو ناپامه د الله ﷻ په اړه خبرې رامنځته شوې.
- نایي وویل: زه د الله ﷻ موجودیت نه منم!
- مسلمان ورته وویل: (نعوذ باالله) دا څه وایې، ولې؟
- نایي ورته وویل: که الله ﷻ موجود وای؛ نو خلک به ولې په مشکلاتو، تکلیفونو او مصیبتونو اخته وای؟ ولې به خلک د ژوند په چارو کې پرېشانه وای؟
کله چې مسلمان د نايي له دوکان څخه راووت، ګوري چې کوڅه کې یو سړی راروان دی چې، د سر وېښتان یې ډیر اوږده، چټل او ببر ولاړ دي. داسې ښکارېده چې نوموړي د سر وېښتان د ډیرو ورځو راهیسې نه وه اصلاح کړي.
- مسلمان چې دغه سړی پر داسې حالت ولید؛ نو له لاس څخه یې ونیوه او بیرته د نايي دوکان ته ولاړ، نايي ته یې ور غږ کړل: یوه خبره مې درته کوله، زه دا نه منم چې په نړۍ کې نایي شتون لري!
- نایي په ډېرې حیرانۍ سره وپوښتل: څنګه په نړۍ کي نايي نشته؟ زه نایي یم.
- سړي ور غږ کړل: نه نایي بالکل نشته، که چیرې نایي موجود وای؛ نو خلک به ببر سر نه ګرځېدل، لکه دغه سړی چې ما له لاس څخه نیولی دی.
- نایي په ځواب کې وویل: نایي شته؛ خو ستونزه پدې کې ده چې، خلک نایي ته نه ورځي.
- مسلمان هم په ځواب کې ورته وویل: سمه خبر مو وکړه، حقیقت دا دی چې الله ﷻ موجود دی؛ خو انسانان الله ﷻ ته رجوع نه کوي، د الله ﷻ د رالیږل شوي کتاب #قرآنکریم د زده کړې او پوهې تلاش نه کوي؛ نو ځکه په نړۍ کې انسانان په آفتونو او ستونزو ګرفتار دي او د ژوند چارې پرې تنګې او سختې دي.
وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا. [سورة طه، ايت ۱۲۴].
ژباړه: او هر چا چې زما د پیغام یا پند (قرآن کریم) څخه مخ وګرځوه؛ نو په ریښتیا سره ژوند به پرې تنګ وي.
لیکوال: ډاکټر مجتبی عزیزیار