د الله تعالی نومونه او صفات | پوښتنې او ځوابونه

پوښتنه: د خداى پاک ذاتي نوم څه دى؟

ځواب: دخداى تعالى ذاتي نوم (الله جل جلاله ) دى  چې (اسم ذات) او (ذاتي اسم) هم ورته وايي .

پوښتنه: د الله جل جلاله  له نامه  پرته د خداى پاک نور نومونه لكه خالق، رازق اوداسې نورو ته  څه وايي ؟

ځواب:دالله تعالى دغه ډول نومونو ته صفاتي نومونه وايي.

پوښتنه: د صفاتي نوم معنا څه ده؟

ځواب :څرنګه چې الله پاک ګڼ شمېرصفتونه لري،لكه:(قديم)تل پاته، (عالم) : په هر شي خبر، (قادر) :په هر څه ځواکمن، (حى): ژوندى ، اوداسي نور، كله  چې يو صفت له دې صفاتو ښكاره كړي هغه ته (صفاتي نوم) وايي. مثال يې داسې دی:ديو سړي نوم (جميل) دى چې يواځې دنوموړي د پېژندنې لپاره پرې اېښودل شوى دى ، په دې نوم كې هيڅ صفت ته پاملرنه نده شوې ، خو كه چېرته نوموړی ليك لوست زده كړى وي اوديني علوم يې لوستلي وي ،قران كريم يي هم ياد كړى وي، ددې صفتونو له امله: (عالم) ، (ليکوال) او (قاري) هم بلل كيږي؛ نو جميل يې ذاتي نوم ، عالم، ليکوال  اوقاري يې صفاتي نومونه دي، ځكه دانومونه دديني علومو د زده كړې اوقرانكريم ديادولو د ستاينې له پلوه پرې اېښودل شوي . همداڅېر (الله جل جلاله ) خو دخداى پاک ذاتي نوم يا (اسم ذات) دى او(خالق)، (قادر)، (عالم)، (مالك)  او نور يې صفاتي نومونه دي.

پوښتنه: د الله جل جلاله  ذاتي نوم خو يو دى صفاتي نومونه يې څو دي؟

ځواب: په قرآنكريم كې الله پاک فرمايي:{ وَلِلّهِ الأَسْمَاء الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا}  [اعراف 180ايت]

ژباړه: (الله پاک ګڼ شمېر ښه نومونه لري؛ نو تاسو يې په هغو نومو نو سره يادكړئ) په حديث شريف كي دي (ان لله تـعالی تسـعة وتسعـين ا سـماً، مـائة الا واحـداً) [ بـخـاري].

ژباړه: بيشكه چې الله پاک نهه نوي (99) نومونه لري .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب