د الله بندګان، ځانګړتیاوې او بدله

وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا (63) وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا (64) وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا (65) إِنَّهَا سَاءَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا (66) وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا (67) وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آَخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا (68) يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا (69) إِلَّا مَنْ تَابَ وَآَمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا (70) وَمَنْ تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا (71) وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا (72) وَالَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِآَيَاتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًا (73) وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا (74) أُولَئِكَ يُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلَامًا (75) خَالِدِينَ فِيهَا حَسُنَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا (76( سوره الفرقان

الله جل جلاله په قران کې د خپلو بندګانو ځانګړتیاوې په لاندې ډول بیانوي.

 

بندګان دالله هغه کسان دي چې..

لومړی
په ځمکه باندې ورو (په تواضع) ګرځي او کله چې له ناپوهانو سره مخامخ شي نو په سلامتي سره ترې ځان خلاصوي (له هغوی سره خبرې سپینوي او نه ورسره جګړه کوي.)
دویم
شپه الله جل جلاله ته په سجده او عبادت (قیام) کې سبا کوي.
دریم
سره له دومره عبادته د دوزخ له عذاب څخه پناه غواړي. واقعیت دا دی چې د جهنم عذاب لازمي او همیشنی دی (هیڅ خلاصی ترې نشته) او دوزخ د اوسیدو ډیر بد ځای دی.
ځلورم
د مال په لګولو کې نه اسراف کوي او نه تنګي بلکې د دواړو تر منځ د اعتدال لار غوره کوي (خپل ما بې ځایه نه لګوي او نه د ماله په محبت کې له حده تیریږي او نه یط ضایع کوي.)
پنځم
له الله سره بل څوک شریک نه نیسي او نه داسې یو نفس وژني چې الله یې وژل حرام اعلان کړي خو په حقه سره (مثلا د مرتد او محصن زاني وژل او نور) او نه زنا کوي.
که چا له دې درې لویو ګناهونو (شرک، قتل یا زنا) یو هم وکړ د خپلل کار سزا به وګوري. بیا به یېې په قیامت کې الله جل جلاله سزا دوه چنده کړي او په دوزخ کې به تل پاتې شي پداسې حال کې چې خوار او ذلیل به وي.
خو هغه کسان چې وروسته له ګناه توبه وکړي او ایمان راوړي (له شرک او کفر څخه) او ښو کارونو ته مخه کړي، الله جل جلاله به یې ګناهونه په نیکیو بدل کړي او الله جل جلاله بښونکی او مهربان دی.
او هر څوک چې توبه وباسي او ښه کارونه وکړي په حقیقت کې یې د الله جل جلاه په لور ورګرځي په ګرځیدلو ښو سره. یعنې پخوا د هغو کافرانو د ګناه یادونه وه چې وروسته ایمان راوړي دلته د هغو ګناهونو ذکر دی چې سره له اسلامه یې سړی کوي، کله چې څوک به پوره اخلاص توبه وکړي او نوموړی کار بیخي پریږدي الله جل جلاله یې توبه قبلوي.
شپږم
… نه دروغ وايي او نه د دروغو شاهدي ورکوي او نه د باطلو چارو او د ګناهونو په مجلسونو کې برخه اخلي.
اووم
… کله چې د الله جل جلاله د ایتونو ذکر ورته وشي، ځانونه کاڼه او ړانده نه اچوي بلکې سر په سجده ږدي، په غور یې اوري او عمل پرې کوي.
اتم
له الله جل جلاله څخه د داسې ښځې او ماشومانو (کورنۍ) دعا کوي چې په لیدو یې سترګې یخې شي. طبیعي ده چې د مومن زړه هغه مهال خوشالیږي چې خپله کورنۍ د الله جل جلاله په طاعت او عبادت کې وګوري.
د الله جل جلاله بندګان د دې دعا هم کوي چې د متقیانو لپاره امامان وي. یعنې داسې کورنۍ غواړي چې که خلک پسې اقتدا وکړي نو متقیان شي.
پایله
دغه کسان (دالله بندګان) چې د یادو شوو ځانګړتیاوو لرونکي دي، دوی به ولمانځل شي په ماڼیو هسکو د جنت په سبب د هغه چې صبر یې کړی و او پر دوی به درود او سلام وي.
تل به وي دوی په دغه جنت کې او دا جنت د اوسیدو ډیر ښه ځای دی.
د الفرقان سورت د 63-76 ایتونو ترجمه او مفهوم

ترتیب: محمد مدثر اسلامي

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ