الحاد څه ته وايی؟

د الحاد تعريف:

الحاد په لغت کې ميل او کوږوالي ته وايي.
په اصطلاح کې الحاد دا دی چې څوک د الله تعالی له وجوده انکار وکړي، او دا عقيده ولري چې موجوده کائنات د کوم خالق پرته تصادفي پيدا شوي دي، او دا هم عقيده ولري چې ماده ازلي او ابدي ده (یعنې مادې ته په يو وخت کې د خالق او مخلوق دواړو صفت ورکول). همدارنګه، په کائناتو او طبيعت کې بدلونونه تصادفي ګڼي.

(الموسوعة الميسرة في الأديان، جـ۲، صـ۸۰۳)

قرآن کریم په هغو کسانو باندې، چې د الله تعالی د وجود منکر وي، د الدهرية اطلاق کوي.

الدهرية: هغو کسانو ته ویل کېږي چې په ماده عقيده لري، د الله تعالی له وجوده انکار کوي، د بعثت (بيا راژوندي کېدو) او حساب څخه منکر دي، او وايي چې ژوند او مرګ د اشياؤ د طبيعت يوه برخه ده.

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ وَمَا لَهُم بِذَٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ﴾
(الجاثیة: ۲۴)

ژباړه: هغوی وايي چې ژوند يوازې همدغه د دنيا ژوند دی، موږ مړو او بيا ژوندي کېږو، او دا زمانه ده چې موږ له منځه وړي. دوی په دې خبره هېڅ علم نه لري، يوازې ګومان کوي.

الله عزوجل فرمايي:

﴿أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ﴾
(الطور: ۳۵)

ژباړه: آيا دوی له هېڅ شي پرته پيدا شوي دي؟ او که دوی پخپله خپل خالقان دي؟

قرآن کریم په څو لنډو ټکو کې د دهریانو، ماده‌پرستو او ملحدينو باطل افکار او عقائد بيان کړي دي، چې په خپلو پوچو نظريو کې هېڅ علمي او عقلي دليل نه لري، بلکې يوازې يو اټکل، وهم او خيال دی، چې خپل ځانونه پرې غولوي او د نورو د تېرايستلو او ګمراه کولو هڅه کوي.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب