د افغانو ډاکټرانو پنځول شوې اله امریکايي ډاکټرانو هم وکاروله

د افغانو ډاکټرانو پنځول شوې اله امریکايي ډاکټرانو هم وکاروله

په لومړی ځل امریکايي ډاکټرانو خپل جراحي عملیاتو کې د دوه افغان ډاکټرانو پنځول شوې اله وکاروله او دغه اله يي د هډوکو درملنې په برخه کې د یوې سترې لاسته راوړنې په توګه ومنله.

امریکايي ډاکټرانو د امریکا د اوریګان ایالت په پورټلینډ ښار کې د یوې ۸۳ کلنې میرمنې د مات شوی زنګون د جراحي او درملنې لپاره کارولی.

د هډوکو د درملنې لپاره کاریدوونکی دغه اله دوه افغان ډاکټران چې محمد اسماعیل وردک او عبدالرزاق سیاوش نومیږي پنځولی چې له دې وړاندې د هند، پاکستان او بنګله دیش هیوادونو ډاکټرانو خپل جراحي عملیاتو او ناروغانو درملنې لپاره کارولی و خو دا لومړی ځل دی چې امریکايي ډاکټرانو هم له دغې الې ګټه پورته کړه.

دغه اله لیندۍ ته ورته شکل لري او د زنګون او څنګل د ماتو هډوکو لپاره د درملنې تر ټولو غوره او ارزانه اله ده. تر دې دمه دغه اله توانیدلی د نړۍ د مختلفو هیوادونو د ډاکټرانو توجه جلب کړي او ځینو ډاکټرانو ویلي چې دغه اله د هډوکو د درملنې په برخه کې یوه ډیره ستره او د پام وړ لاسته راوړنه ده.

که څه هم دغه اله تر دې دمه په پوره ډول نه دی تکمیل شوی خو بیا هم د ډیرو هیوادونو په روغتونونو کې ترې ګټه پورته کیږي او یو شمیر کمپنیو د دغې الې د تولید حق ترلاسه کړی.

ډاکټرانو ویلي چې دغه اله ډیر ژر اثر کوي او د ناروغ درد په کمولو کې هم ځانګړی اثر او ارزښت لري. د دغې الې پنځوونکو او نورو هغو ډاکټرانو چې دغه اله يي استعماله کړې وايي چې دغه اله د درملنې موده له شپږو میاشتو څخه شپږو اونیو ته راټیټوي.

امریکايي ډاکټرانو هم له استعمال وروسته ومنله چې دغه اله د هډوکو درملنې لپاره یوه غوره او ګټوره اله کوم چې ډیر چټک اثر کوي. له همدې امله د امریکا متحده ایالاتو دغه افغانۍ اله ثبت او د استعمالولو اجازه يي ورکړه.

ډاکټر محمد اسماعیل وردک وویل چې د دوي پنځول شوې الې ته په کتلو سره د کوچنیو هډوکو درملنه د کوم لپاره چې دوه ځلي د جراحي عمل ترسره کیږي یوه ناقصه طریقه ده. زمونږ د نوې طریقې او الې په مرسته د کوچني هډوکو درملنه یوازې یو جراحي عمل سره پرته له دې چې د ناروغ پوټکي پرې شي ممکنه ده.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب