د اعتکاف ضرورت او ثوابونه
دا دی د رمضان وروستۍ لسيزه هم را بره شوه چې نبوی احاديثو کې يې ډېر لوی فضيلت بيان شوی . او په همدې کې اعتکاف کول هم سنت دي . وايي چې نبي عليه السلام يو ځل په ړومبۍ لسيزه کې اعتکاف وکړ ، بيا په منځنۍ کې بيا يې له خېمې سر را بهر کړ، خلکو ته يې وویل : ما يو ځل په ړومبۍ لسیزه کې اعتکاف وکړ بيا منځنۍ کې او د هغې مبارکې شپې (ليلة القدر) لټون مې کاؤ خو بيا وحی راته وشوه چې هغه په وروستۍ لسيزه کې ده . نو ګورئ هغه مبارکه شپه (ليلة القدر) په وروستۍ لسيزه خصوصاً تاکو شپو کې لټوئ .
د اعتکاف فضايل او ثوابونه زښته ډېر دي چې موږ يې دلته د بيان تابيا نه لرو خو که په لنډو ووايو نو اصلي فلسفه يې داده چې د الله تعالی يو بنده د خپل مصروف ژوند په اوږدو کې خامخا يو څه وخت دې ته بېل کړي چې له خپلې کورنۍ او ټولنې ګوښه يوازې خپل ځان او خپل ګرېوان سره د خپلو تېرو اعمالو محاسبه او مراقبه وکړي . طبیعي ده چې په دې توګه سوچ و فکر خورا ژور اثرات لري او شونې ده چې بيا د يو بنده په سلوک او عمل کې مثبت بدلون راشي .
دا يقيناً يوه اغېزمنه نسخه ده او هر څومره چې د يو کس ژوندنۍ بوختياوې زياتې وي ، په هماغه کچه يې اعتکاف ته اړتیا هم ډېره وي . ښايي سنت اعتکاف يا لږ تر لږه به شواروز يا اونۍ کې يو ساعت د خپل ژوند ، اعمالو ، نيکو بدو ، مرګ او د راتلونکي اُخروي سفر بېلابېلو پړاوونو او بالآخره وروستي هستوګني په هکله سوچ او څېړنه د هرې طبقې وګړو ته ضروري وي ، هغه که سوداګر يا بزګر وي او که عام کاروباري کسان . خو سياستوالو او چارواکو ته يې اړتيا بيخي زياته ده . ځکه دا د ټولنې مخور او واکمن پوړ دی. تر دې چې د یوې ټولنې او هېواد اصلاح ، فساد ، نيمکمرغي او بدمرغي ښايي ټوله همدوی پورې تړلې وي .
په دې اساس موږ فکر کوو چې که زموږ مشران ، سياستوال او چارواکي له خپلو ګردو بوختياوو سره سره که د پوره سنت اعتکاف قربانۍ ته نه شي چمتو کېدای نو لږ تر لږه دومره خو دې وکړي چې په دغه مبارکه وروستۍ لسيزه کې يو ساعت خپل ګرېوان کې سر ښکته او بيا د خپلو ګردو کړو وړو خصوصاً هغو په هکله چې دې مظلوم او کړېدلي ولس پورې تړاو لري ، ښه په سړو مغزو غور و فکر وکړي.
هغه لويان او چارواکی چې د خپل ژوند د سوکالۍ بلا وسايل بنګلې ، باغونه ، مارکيټونه ، موټر د کور اثاث البيت او دعيش عشرت مختلفې سامانې يې چمتو کړې او شپه ورځ مزې ترې اخلي ، بايد دې ته متوجه اوسي چې ډېر ژر او په ناڅاپي ډول به اجل رارسيږي ، دا کل همه خاني او باچايي به يې پاتيږي او دی به يوازې له سپين کفن سره تش لاس له تورو خاورو لاندې شي . تر دې چې کفن دفن هم شکمنه خبره ده ، خدای تعالی ښه پوهيږي چې غوښې او هډونه به يې ذره ذره هوا کې الوزي ، اور کې به ايره ايره کيږی او که د سمندر د کبانو خوراک . دوی بايد له هغو ورځنيو پېښو غافل نه شي چې په ورځني ډول يې شاوخوا کې منځ ته راځي . نو بايد عبرت واخلي او وګوري چې دم ګړۍ يې د خپل دين ، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې څه ډول دريځونه غوره کړي ؟ اسلام ته څومره وفادار دي او د الله تعالی دښمنانو سره څه ډول چلند کوي.
چارواکي دې خپل ځان وپوښتي چې ايا هغه بندګان چې لوی خالق او مالک يې زموږ وروڼه بولي او د دوی تر لاس لاندې ګڼل کيږي ، هغوی سره يې څه ډول سلوک او ګوزران دي او هغه چې الله تعالی يې د خپل دین او مسلمانانو د دښمن په توګه ور معرفي کړي ، دوی په کومه سترګه ورته ګوري ؟
همدارنګه ټول هغه شخصيتونه چې د هېواد موجوده وضع کې څه نا څه اغېز لري ، حتماً دې هغه جريانات ښه په غور وګوری چې نن سبا زموږ د هېواد په لروبر کې منځ ته راځي . دغه ناروا قتلونه ، د بهرنيانو له خوا بې غمه بمبارۍ ، ښکته پورته چکرونه او د نظام په هره برخه کې څرګندې لاس وهنې . دا د واکمنو په لاس هره ورځ د خلکو ځورونې ، شکنجې ، رشوت خورۍ ، پر کمزورو ظلم و زياتی او د ظالمانو او جابرانو ملاتړ ، بيت المال کې درغلي ، د اردو ، پوليسو ، اربکيانو او نورو ظالمو او بدماشو وسلوالو له خوا سړي تښتونې ، د خلکو پر سر ومال او ناموس تېری کول او د کفارو جاسوسي ، غوړه مالي او هغوی د رسم و رواج او کلتور په خپراوي کې مرسته کول او يا سره له وسې د هغوی مخنيوی نه کول . ګرد سره هغه چارې دي چې واکمن خلک به يې په هکله وپوښتل شي . نو په دې بنا لازمه ده چې د اعتکاف په دود زموږ هر چارواکی ، مشر او مخور په دغو مبارکو شپو ورځو کې ځان سره حساب و کتاب وکړي ، توبه وباسي او د مرګ ناڅاپي يرغل ته چمتو اوسي . دغه ډول سوچ يقيناً ښې پايلې لري.
لیکوال: عبد الـمجيد روهي