د اسلام مبین دین

بهترین دین هغه دی چې انسان ته په دنیا کې سعادت ورپه برخه کړي او په اخرت کې یې له الهی عذاب څخه وژغوری ، هغه دين چې انسان ته په دنیا کې سعات ورکوي او په اخرت کې یې له عذاب څخه ساتي هغه دین کوم دین دی ؟
پرته له کوم شک او تردید څخه هغه د اسلام مبین دین دی .
د اسلام مبین دین انسان ته دا لارښوونه کوي او دا هدایت کوي چې د ښو اعمالو په سرته رسولو سره خدای پاک ته نږدیوالی پیدا کوي او د بدو اعمالو په کولو د خدای پاک څخه لرې کیږي . هر مسلمان د اسلام د دین د ارشاداتو په دایره کې د زړه اطمینان حاصلوی او سعادت یې په برخه کیږي ، هر مسلمان د اسلامی دین د اخلاقو په دایره کې د ټولو مصیبتونو ، تشویشونو او مشقتونو څخه خلاصون مومي .

هر مسلمان د اسلامی دین دفلسفې په دایره کې د ژوند په فلسفه پوهیږي او په دې پوهیږي چې خدای پاک ددنیا نظام داسې جوړ کړی دی چې پکې د هرچا او د هرې ټولنې غوښتنې او توقعات په نظر کې نیول شوي . په اسلامی تمدن کې خدای پاک انسان ددې لپاره خلق کړی دی ، چې د انسان په شان عمل ولري ، او انساني چارې سرته ورسوي ، خو ځیني مسلمانان د غربی تمدن څخه متاثره کیږي د انسانی اعمالو په دایره کې نه پاتې کیږي او شیطانی کارونه کوي ، لکه زنا ، غلا ، قتلونه او نور داسې بد اعمال .

په اسلام کې زنا نشته ، غلا نشته ، قتل او غارت نشته او نور بد اعمال نشته.
د اسلام دین په اصلی معنی د مسلمانانو د ژوند په داخل کې ننوتې او خپور شوی نه دی ، دا ځکه چې ځینو خلک د دین په اصلی مفهوم پوه شوي نه دي ، یعنې چا نه دي پوه کړي او یا هم ځینو خلکو له دین څخه د خپلو شخصي ګټو په خاطر سؤ استفاده کړې ده . همدا سبب دی مسلمانان په تیاره کې پاتې شوي دي.

یو ښه مثال یې دا دی چې افغانانو جهاد وکړ او ډیر ښه حهاد یې وکړ ، دوه ملیونه شهیدان شول خو مونږ ولیدل چې یو شمیر ددین سوداګرو له دین څخه سؤ استفاده وکړه ، ځانونه یې ماړه کړل ، قصرونه یې جوړ کړل ، بلند منزلونه یې جوړ کړل ، سرکاری ځمکې یې غصب کړي ، دا ټولې چارې غیر اسلامی دي خو دوی دغه غیر اسلامی چارې سرته ورسولې او تر اوسه غیر اسلامی چاری سرته رسوی ، او لوی مصیبت خو دا دی چې دوی ځانته له بل هر چا څخه ښه مسلمانان وايي ، د همدې خلکو د اعمالو په وجه د افغان مسلمان ملت سره جفا وشوه او دوی یې حیران کړل چې دا پوښتنه وکړي . کومه ده مسلماني ؟ اوس خبره دا ده چې نقص په اسلام کې نشته ، نقص په هغه چا کې دی چې ګمراه شوي دي ، ددین لار یې پرې ایښې ده ،د انسانیت په لار یې پرې ایښې ده او د حیوانیت په لار روان دي.
اسلام د حق دی دی ، خو دوي خق ته غاړه نه ایږدي . اسلام د انسانیت دین دی خو دوي انسانی چارې سرته نه رسوي ، اسلام د عدالت دین دی خو دوی عدالت نه کوي ، اسلام د سولې دین دی خو دوي سوله نه کوي .
خدای دی هغه څوک برباد او نا ښاد کړي چې د دین په روښانه لار نه ځی او د وحشت او ظلم په تیاره لار روان شوي دي او د مسلمانانو د بربادۍ سبب کیږي.

استاد فضل الله رشتین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب