د اسلام له نظره ښځه زده کړه کولی شي؟
سړى او ښځه د انساني ټولنې دوه محترم او عزتمند غړي دي چې دواړه د يوبل سره مرسته كوي او په خپلو ساحو كې په كار كولو سره د يوبل پوره كوونكي دي.
سړى كه د كور د انګړ څخه بهر په پټي، دوكان، فابريكه، دفتر او كار ځاى كې انساني ټولنې ته د قدر وړ خدمت وړاندې كوي، نو ښځه هم د كور په انګړ كې دننه د خپلې كورنۍ په سمبالښت او د اولاد په روزنې سره دغې ټولنې ته روزل شوي د كار غړي تقديموي.
سړى كه د كور څخه بهر ټولنې ته خدمات وړاندې كوي او په نتيجه كې يې د خپلې كورنۍ اړتياوې پوره كوي، نو ښځه د كور دننه دغه اړتياوې ټاكي او د سړي ګټل شوې لاس ته راوړنه په سمه توګه د يو نوي نسل په تيارولو كې لګوي.
د پورته سريزې څخه دا نتيجه لاس ته راوړى شو چې سړى او ښځه د يوبل سره مقابله او مسابقه كوونكي نه بلكه د يوبل سره مرسته كوونكي دي.
د انساني ټولنې د دغه دوه غړو لپاره د هغوى د كار ساحه معلومول د يوي سالمې پوهې او روزنې په واسطه لاس ته راځي، كومه پوهه او روزنه چې په سالمو وسايلو حاصله شي، نو ويلى شو چې پوهه حاصلول د انساني ټولنې د واړو غړو اړتياده او پرته له پوهې او تعليم څخه هر يو خپل كار په سمه توګه نه پيژندلى او نه يې عملي كولى شي.
د انساني ټولنې دې اړتيا ته اسلام د لومړيتوب حق وركړيدي او د فطرت او طبيعت خالق او مالك چې د انساني ټولنې د اړتياو او ضرورتونو د پوره كولو لپاره كوم حكمونه راليږلي په هغې كې يې د ټولو څخه مخكې د پوهې لاس ته راوړلو حكم كړيدى او د خپل ستر پيغمبر محمد صلى الله عليه وسلم په واسطه يې د انساني ټولنې هر غړي ته داحكم كړيدى چې لوستل كوه د خپل هغه پالونكي په نوم چې هرڅه يې پيدا كړيدي.
دوه صفتونه
پدې اّيت كې الله تعالى د لوستلو او د پوهې د حاصلولو د امر سره خپل دوه صفتونه هم ذكر كړيدي: رب، خالق، او ددې دواړو صفتونو د ذكر كولو معنى هم دلته داده چې كوم ذات ته پيدا كړي يې هغه ستا پالونكى هم دى او د پالنې د نورو برخو په څير يې تاته د پوهې او زده كړې د لاس ته راوړلو صلاحيت هم دركړى دى چې دادهرې برخې څخه مخكې دي.
د دغه صفتونو سره يو ځاى د پوهې د لاس ته راوړلو حكم هغه چاته شوى دى چې په هغه كې د پوهې د لاس ته راوړلو صلاحيت موجودوي هغه كه سړى وي او كه ښځه دواړه بايد د الله تعالى دغه حكم عملي كړي ترڅو خپل ماموريتونه او مسئوليت وپيژني او په سمه توګه يې سرته ورسوي. پر مخ تللې ټولنه هغه ده چې د الله تعالى دغه حكم په سمه توګه عملي كړي او د ټولنې دواړه غړي د خپل كار د ساحې د اړتياو موافق په سمو سايلو پوهه لاس ته راوړي، او كومه ټولنه چې دواړه يا يو غړى يې د پوهې څخه بې برخې پاتې شي، يا په ناسمو وسائلو پوهه لاس ته راوړي، ياد خپل كار د ساحې پر ځاى د بل ساحې ته ننوځي نو دغه ټولنه پرمختګ پر ځاى د هلاكت او تباهۍ سره مخ كيږي.
افغاني ټولنه چې يوه مسلمانه ټولنه ده او وګړي يې ټول د اسلام د مبارك دين پيروان دى، نه يوازې دا چې د دغه ټولنې يو غړى يعنى ښځه د پوهې لاس ته راوړلو څخه ليرې پاتې شوې بلكه دو هم غړى ( سړى) يې هم په هغه اندازه د پوهې په برخه كې لاس ته راوړنې نه لري كوم چې د دغه ټولنې اړتياوې پوره كړي، نو دغه رنګ يوه ټولنه خو پرمختګ لاڅه چې د پرمختګ خوب هم نه ويني.
خو ددې په مقابل كې هغه ټولنې چې دواړه غړي يې په پوره اندازه پوهه لري او په ښكاره مونږ ته ډېرې پرمخ تللې ښكاري هغه هم د تباهۍ د كندې پر غاړه ولاړې دي ځكه چې د هغې ټولنې دواړو غړو په طبعي او فطري ډول په سمو وسائلو پوهه لاس ته نده راوړې بلكه د يوبل دكار ساحې ته ننوتي چې له امله يې يوبل سره مسابقه، مقابله، سيالۍ، نفرت او كركه پيل كړې ده.
د ښځو پوهه او تعليم د اسلام له نظره هيڅ اشكال نه لري، او په عقلي ډول هم ددې د اهميت څخه څوك انكار نشي كولى، په قراّن كريم كې چې څومره اّياتونه د علم او پوهې په هكله راغلي هغه يوازې د سړي لپاره ندي، بلكه ښځه هم پدې ماموره ده چې د خپل رب د حكم پرځاى كولو لپاره پوهه لاس ته راوړي، ځكه چې قراّنكريم د انساني ټولنې د اصلاح او لارښوونې لپاره راليږل شوى، او دغه ټولنه د سړو او ښځو دواړو څخه جوړه شويده.
او د اسلام د ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم څرګندونې خو پدې اړه ډېرې ښكاره دي، تردې چې دغه پاك پيغمبر يوې مسلمانې ميرمن، شفاء رضى الله عنها، ته امر وكړ ترڅو چې د مسلمانانو مور حفصې رضى الله عنها ته ليكل زده كړي”
د بخاري او مسلم په روايت كې راغلي دي چې” يو وار يوه ښځه نبي عليه السلام ته راغله او ورته يې وويل: سړو ستا څخه خبرې يادې كړې، زمونږ لپاره هم يوه ورځ وټاكه ترڅو ستا خبرې واورو او زده يې كړو، نو پيغمبر صلى الله عليه وسلم ورته وويل چې: په فلانۍ ورځ راټولې شئ نو هغوى به رايو ځاى كيدې او نبي عليه السلام به ورته ښوونه كوله.
دوه درسونه
پدې حديث كې د نورو درسونو پرته دوه درسونه ډېر ښكاره دي:
اول: ښځه هم د پوهې د لاس ته راوړلو داسې حق لري لكه سړى.
دوهم: ښځه بايد د سړو سره يو ځاى نه وي بلكه د هغو د تعليم لپاره ځانته ځاى او وخت په كار دى.
كه د ښځو په تعليم كې دغه اصول په نظر كې ونيول شي نو بيا كوم شى دى چې يوه مسلمانه ښځه د تعليم د حق څخه منع كړي، د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم خو هغه چاته د جنت زيرى وركړيدى څوك چې په خپلو لاس لاندې ښځو باندې تعليم وكړي هغوى وروزي او ادب ورته زده كړي.
امام ترمذي او امام ابوداود په خپلو د حديث په مشهورو كتابونو كې دا حديث ذكر كړيدى چې نبي عليه السلام ويلي دي” څوك چې درې لوڼه يادرې خويندې يا دوه لوڼه او دوه خويندې لري هغوى ته ادب زده كړي، او احسان ورسره وكړي او بيا يې په ښه او مناسب ځاى كې واده كړي نو الله به يې جنت ته داخل كړي.
پدې كې هيڅ شك نشته چې د تعليم او پوهې پرته ادب مينځ ته نه راځي، تعليم هغه څه دى چې د انسان څخه انسان جوړوي خو پدې شرط چې تعليم انساني تعليم وي نه حيواني.
دغه رنګ د هغه شي څخه بل لوى احسان نشته د كوم په واسطه چې انسان خپل ځان، خپل رب او د خپل ژوند مقصد وپيژني او هغه پوهه ده.
د اسلام په تاريخ كې مونږ د ډېرو ښځو نومونه وينو چې هغوى د ټولنې په بيلابيلو ساحو كې كار كړيدى او خپل خدمتونه يې وړاندې كړيدي تردې چې د اسلام لويو لويو علماو د ښځو په لاس زده كړې كړې دي. او د مسلمانانو مور عائشې صديقې رضى الله عنها حال خو د چا څخه پټ ندى چې څومره صحابه او تابعين د هغې په لاس روزل شويدي او د هغې څخه يې زده كړه كړيده.
خو د مسلمانانو د كمزورۍ په نتيجه كې كه يو طرف ته ښځه د زور او زياتي سره مخ شويده نو بل طرف ته د خپل طبعي او فطري حق څخه هم محرومه شويده چې هغه د علم او پوهې حق دى.
ددغه حالت څخه د اسلام دښمنانو په ناوړه استفادې كولو سره اسلام پدې تورن كړى چې اسلام د ښځو د تعليم مخالف دى او د خپلو شومو اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره يې د ښځو د تعليم او د اّزادۍ چيغې پورته كړيدي، ترڅو مسلمانه ښځه هم هغه تعليم په هغه وسائلو لاس ته راوړي كوم تعليم چې په كومو وسايلو لويديځوالو ښځو لاس ته راوړى، چې په نتيجه كې يې اسلامي ټولنه په هغه ډول د ګواښ سره مخ شي په كوم ډول چې د لويديځ ټولنه ورسره مخ شويده.
کورنۍ ته ګواښ
د دې خطر په مخې ته نيولو سره مسلمانان ددې پر ځاى چې د ښځې ددغه حق په خوندي ساتلو سره خپله ټولنه هم خوندي وساتي نو يا خو يې ښځه ددغه حق څخه محرومه كړې او يا په هغه لار روان شوي په كومه لار چې لويديځوال روان شوي ، چې دغه لار انسان د هلاكت او تباهۍ كندې ته رهبري كوي او انساني ټولنه چې كورنۍ يې بنياد دى د ستر ګواښ سره مخامخ كوي.
د غربي طرز تعليم د سړي اوښځې ترمينځ سيالي مينځ ته راوړي او په نتيجه كې يې كورنۍ له مينځه ځي او د كورنۍ د له مينځه تلو له امله ټولنه له مينځه ځي، لكه څرنګه چې مونږ لويديځواله ټولنه وينو.
په اسلامي هيوادونو كې چې كوم مسلمانان د ښځو د تعليم او پوهې مخالفت كوي هغوى د تعليم همدغه شكل ته ګوري او نتيجه ترې رااخلي چې تعليم لرونكې او كار كوونكي ښځه د كورنۍ لپاره يوه ښه ميرمن نشي كيدلى او د هغې له امله كورنۍ ويجاړې او ځان ځاني مينځ ته راځي نو ښځه بايد تعليم ونه كړي، او بيا دغه مفكوره په اسلام تپل كيږي.
هيڅ كله هم داسې نه ده چې د ښځو تعليم او پوهه دې د كورنۍ دويجاړيدو او د ټولنې د فساد لامل شي خو پدې شرط چې د سړو او ښځو تعليم او كار ساحه او دواړو د تعليم وسائل په سمه توګه وپيژندل شي، مونږ دغه ټكو ته په لنډ ډول اشاره كوو:
1_ پوهه بايد ګټه رسونكې وي
2_ د پوهې لپاره بايد سم وسائل وكارول شي.
3_ په سمه طريقه بايد پوهه لاس ته راوړل شي.
كه پدې شرائطو پوهه لاس ته راوړل شي نو هيڅ ډول زيان او تاوان نه لري بلكه د كورنۍ او ټولنې لپاره فائده رسوي او د سالمې پوهې په نتيجه كې انساني ټولنه وده كوي.
فائده لرونكې پوهه هغه ده چې د هغې څرګندونه الهي شريعت وكړي يا عقل او تجربه دا ثابته كړي چې دا پوهه فائده لري.
ګټه لرونكې پوهه هغه ده چې الله ورباندې حكم كړى وي لكه شرعي علوم، يا هغه ښه ګڼل شوې او يا روا كړل شوې وي لكه هغه علوم چې د هغې څخه د ځمكې پر مخ د الله ددين د پلي كولو لپاره ګټه اخيستل كيږي، او دځمكې د جوړښت او د انسانانو د پرمختګ لامل كيږي. زيان رسونكې پوهه هغه ده چې الله ورڅخه منع كړې وي اګر كه د انسان عقل هغې ته ښه وايي.
د پوهې لاس ته راوړلو لپاره لاندې وسيلې تاوان لري:
1_ د شرعي محرم پرته د پوهې لاس ته راوړلو لپاره د ښځې سفر كول، او يا په بل هيواد كې ځانته د پوهې لاس ته راوړلو لپاره اوسيدل.
2_ د پوهې حاصلولو په دوران كې د سړو او ښځو يوځاى كيدل.
د پوهې لاس ته راوړلو لپاره لاندې طريقې تاوان رسونكي دي:
1_ د ښځې او نر ترمينځ برابرښت پدې ډول چې: ښځه هم هغه علوم زده كړي كوم چې سړي زده كوي.
د ښځو د تعليم موده او دورانيه هم په هغه اندازه وي كومه چې د سړيو ده كه چيرته د ښځو لپاره په سمه توګه او سمو وسائلو سره د ګټه رسونكې پوهې لار برابره شي نو نه يوازې دا چې انساني ټولنې ته به ګټه ورسوي، بلكه د اسلام يو حكم به پر ځاى شي، او دغه پوهه به د كورنۍ د ويجاړيدو او د ټولنې د فساد پر ځاى د يو كامياب ژوند او د يو منظمې كورنۍ د جوړيدو او د يوې سالمې ټولنې رامينځ ته كيدو لامل شي، خو متاسفانه چې د ښځو د تعليم لپاره دغه ټكي په نظر كې نه نيول كيږي نو ځكه خو كورنۍ او ټولنې د ښځې د تعليم په وجه د ګواښ سره مخ شوې او غربي ټولنه ددې ښه دليل دى.
لويديځ اوس كوښښ كوي چې هغه مرض اسلامي ټولنو ته انتقال كړي كوم مرض چې د هغو ټولنه د زوال او تباهۍ طرف ته روانه كړيده، ددې كار لپاره غربي ټولنه په ځانګړې ډول امريكا كوښښ كوي چې افغاني ښځه په ټولو ساحو كې د سړو سره برابره شي، په هغه طريقه او وسايلو، پوهه حاصله كړي په كومو يې چې سړي حاصلوي ترڅو د ټولنې د دواړو همكارو اعضاو ترمينځ سيالي ايجاد كړي چې په نتيجه كې يې اسلامي ټولنه او اسلامي كورنۍ په هغه ډول له مينځه لاړه شي په كوم ډول چې غربي ټولنه او كورنۍ له مينځه تللې ده.
د مثال په ډول په مارچ 2005 ميلادي كال كې د امريكا لومړۍ ميرمنې ( لارابش) افغانستان ته لدې امله سفر وكړ چې د افغاني ښځو د تعليم حالت له نږدې وګوري او د دغه كار لپاره يې 21 ميلونه ډالر تعليي موْسساتو ته وركړل چې له هغونه يې 17،7 ميليونه په كابل كې نوي جوړ شوي امريكايي پوهنتون او 3،5 ميليونه يوې دولتي ليسې ته وركړي.
لارابش پدغه وخت كې د ښځينه ښوونكو د روزنې لپاره د يو انستيتوت اراده هم ښكاره كړې وه، او پدې يې خفګان څرګند كړى وو چې ولې د افغاني ميرمن په تعليم باندې محدوديتونه لګول كيږي.
ددې لپاره چې دغه ساحه بل چاته پرې نږدو نو بايد افغاني ټولنه د ښځو د تعليم لپاره زمينه برابره كړي د هغوى د كار د ساحې مطابق په سمه توګه په ښو وسائلو د هغوى د تعليم لارې چارې وسنجول شي، او د ښځو د تعليم په اړه دې له دوه كارونو څخه ډډه وشي:
اول: د ښځو د تعليم او پوهې مخالفت:
دوهم: په غربي طريقه او وسايلو ښځو ته د پوهې زمينه برابرول.
د ښځو په تعليم كې د دغه دواړو كارونو څخه د ځان ساتلو په نتيجه كې به افغاني ټولنه په واقعي ډول يوه اسلامي، يو موټې پرمخ تللي ټولنه جوړه شي او كه مونږ ښځې د تعليم څخه منع كړو نو دا ټولنه به يوه ناپوهه او وروسته پاتې ټولنه وي او كه په غربي طريقه او وسائلو ښځو ته د تعليم زمينه برابره كړو نو زمونږ د ټولنې څخه به يوه بې دينه، خوره وره او ړنګيدونكې فاسده ټولنه جوړه شي.
دکتور رحمت الله زاهد