د اسلام له نظره له بېوزلو يتيمانو او محتاجينو سره مرسته

الحمد لله موږ مسلمانان يو ، پر مسلمانانو د الله تعالی تر ټولو ستر انعام او احسان دا شوی دی چې دوی يې د اسلام په مبارک دين مشرف کړي دي. اسلام لکه څنګه چې په دنيا کې د ژوند تېرولو بشپړه او بې مثله ضابطه ده، دغه رنګه د اسلام په وجه مسلمان د الله تعالی له هميشني عذاب او قهر څخه هم ژغورل کيږي .
څرنګه چي ټولو ته معلومه ده چې په افغانستان کې د امريکايي يرغل په نتيجه کې زيات شمېر ماشومان یتيمان شوي او مېرمنې کونډې شوې دي چې لوی اکثریت یې بې سرپرسته او د غربت، بې وزلۍ او سخت فقر په حالت کې شپې سبا کوي.
آن تر دې چي ډېر يې په سوال کولو ګوزاره کوي.
د دوی حال د خورا اندېښنې وړ دی او غم خوړل یې له دیني او قانوني اړخه د هغه چا مسؤلیت جوړېږي چې الله تعالی ورباندې د خپلو نعمتونو لورېینه کړې او له دوی سره د مرستې یو نه یو ډول توان لري.
که تاسو شمتن وروڼه د خپل توان مطابق له دوی سره مرسته وکړئ او کفالې ورته مقرري کړئ، نو په دې سره به مو د الله تعالی د انعاماتو او احساناتو شکريه ادا کړې وي، هم به موله خپلو لوېدلو خويندو او بچيانو سره د صله رحمۍ او همدردۍ مسئوليت له اوږو کښته کړی وي، او له بلې خوا به دغه بېوزله يتيمان د ټولنې د نورو ماشومانو په نسبت خپل ځانونه کم او خوار نه ګڼي.
که نه، نو خدای مکړه د اسلامي ټولنې دا برخه به د يو مات او ناکاره اندام شکل غوره کړي.
دارنګه به په دې کار سره تاسو هغه نا پايه ثوابونه او اجرونه هم ترلاسه کړئ، چې دداسې چا لپاره يې الله تعالی وعده کړې ده. د دې ترڅنګ به مو په ځان، مال او اولاد کې برکت، زيادت او ترقي هم نصیب شي.
زموږ ټولنه يوه اسلامي ټولنه ده او (مسلمانان ټول د يوه جسد مثال لري، د جسد یوه برخه چې خوږ منه شي ټول جسد په تکليف وي) (رواه البخاري).
الله تعالی په قرآن کريم کي د نبي عليه السلام او مؤمنانو صفت کړی، فرمايي چې: دوی پر کفارو سخت او په خپل منځ کې يو پر بل رحم کوونکي دي. (الفتح:۲۹).
په بل ځای کې الله تعالی مؤمنان په دې صفت ستایي چې : دوی يو بل ته په صبر او رحم کولو توصيه کوي (البلد:۱۷).
دغه رنګه نبي عليه السلام فرمایي (لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه)( رواه البخاري)
په تاسو کې يو هم تر هغه کامل مؤمن نه شي کېدلای تر څو هغه څه چې د ځان لپاره يې خوښوي د بل مسلمان ورور لپاره يې هم خوښ نکړي .
په بل ځای کې فرمایي (خاب عبدٌ وخسر لم يجعل الله تعالى في قلبه رحمة للبشر ).
زيانمن او په تاوان کې شو هغه څوک چې الله تعالی يې په زړه کې د بشر لپاره رحم او مهربانې نه وي ايښې.
لاندې موږ د کونډو او يتيمانو سره د مرستې او همدردۍ په اړه ځينې اياتونه او نبوي احاديث رانقلوو تر څو تاسو لپاره د نیکې لارې لارښوونه او د نیت د اصلاح سبب شي.
قرآني اياتونه :
الله تعالی چې دیتيمانو په اړه څومره اهتمام فرمايلی په لاندې مبارکو اياتونو کې يې اندازه کولای شئ:
وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ ) [سورة البقرة: ۱۷۷] .
ژباړه: ريښتنی او په حقه سره نيکې او احسان کوونکي هغه دي چې خپل مال، سره له دې چي خوښ يې وي (نه يې زړه کيږي) پر قريبانو، يتيمانو، مسکينانو ، مسافرينو ، سوال كوونكو او دزندانيانو (بنديانو) په راخلاصوولو کې ولګوي .او په سمه توګه لمونځ ادا کوي او زکات ورکوي.
په دغه مبارک آيت کې الله تعالی د مال د مصارفو په ليست کې يتيمان هم ذِکر کړي دي، او پر دغو ډلو يې د مال مصرفول حق مصرف بللی .
يَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلْ مَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ (البقره: ۲۱۵)
ژباړه: ای محمده ! ستا اصحاب له تا پوښتنه کوي چې، موږ له خپلو مالونو څخه د صدقې او خيرات لپاره کوم مال مصرف کړو او چا ته يې ورکړو او په کوم ځای کې يې ولګوو ؟ نو ورته ووايه چي پر والدينو ، خپلوانو، يتيمانو ، مسکينانو او مسافرينو يې ولګوئ ، او کوم د خير کار چې تاسو کوئ، نو الله تعالی په هغه ښه خبر دی (او بدله به يې ضرور تاسو ته در کوي).
فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلا تَقْهَرْ (الاية) : په دغه مبارک آيت کې الله تعالی خپل رسول صلی الله عليه وسلم ته فرمايي چې: لکه څنګه چې ته يتيم وې بيا الله پاک تاته پناه درکړه (ويې ساتلې) نو ته هم خپل يتيموالی در ياد کړه ، نور يتيمان خوار مه ګڼه، ظلم پرې مه کوه، حق يې ادا کوه ، احسان ورسره کوه . همدغه وجه چې ده مبارک به د يتيمانو ډېر خيال ساتو او اصحاب کرامو ته به يې هم د يتيمانو په اړه وصيت کاوه چې مرسته يې وکړئ.
(قدر ايشان کساني ميشناسد كه شربت يتيمي چشيده )(روح البيان)
نبوي أحاديث :
له کونډو او یتیمانو سره د مرستې او کفالت په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم څومره اهتمام او ټينګار کړی، او څومره عظيم فضيلت او اجر يې بیان کړی، په لاندې احاديثو کې يې وګورئ.
قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : مَنْ عَالَ ثَلَاثَةً مِنْ الْأَيْتَامِ، كَانَ كَمَنْ قَامَ لَيْلَهُ وَصَامَ نَهَارَهُ، وَغَدَا وَرَاحَ شَاهِرًا سَيْفَهُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، وَكُنْتُ أَنَا وَهُوَ فِي الْجَنَّةِ أَخَوَيْنِ، كَهَاتَيْنِ أُخْتَانِ، وَأَلْصَقَ إِصْبَعَيْهِ السَّبَّابَةَ وَالْوُسْطَى (سنن ابن ماجة).
چا چې د دريو يتيمانو تربيه او پالنه وکړه (يا يې د روزنې ذريعه وګرځېدو, او دوی ته يې د حاجت او ضرورت شيان برابر کړل) نو دغه څوک د هغه عبادت کوونکي په څير دی چي شپه په عبادت ويښه کړي او د ورځې يې روژه وي ، او د الله تعالی په لار کې په داسې حال کې سهار او ماښام کوي چې توره يې لوڅه وي (له تيکي يې ايستلې وي، يعني دښمن ته اماده ولاړ وي) . او زه او دَی به په جنت کې داسې سره وروڼه غوندې يو لکه دغه دوې ګوتې.
قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : أَنَا وَكَافِلُ الْيَتِيمِ فِي الْجَنَّةِ هَكَذَا وَأَشَارَ بِالسَّبَّابَةِ وَالْوُسْطَى وَفَرَّجَ بَيْنَهُمَا شَيْئًا.(رواه البخاري)
زه او هغه څوک به چې د يتيم کفالت کوي په جنت کې دا رنګه سره يو ځای يو (لکه دغه دوې ګوتې) رسول الله مبارک د شهادت او د منځ په ګوتې سره يو ځای يې کړې لږ فاصله يې په منځ کې ورکړه.
السَّاعِي عَلَى الأَرْمَلَةِ وَالْمِسْكِينِ كَالْمُجَاهِدِ فِي سَبِيلِ اللهِ ، وَكَالَّذِي يَقُومُ اللَّيْلَ وَيَصُومُ النَّهَارَ. (رواه البخاري).
هغه څوک چې د کونډې او مسکين لپاره مال برابروي (کفالت يې کوي) دده مثال د مجاهد في سبيل الله دی، يا لکه هغه څوک چې ټوله شپه په عبادت تېروي او ټوله ورځ یې روژه وي.
وعن أنس مرفوعًا «اذا بكى اليتيم وقعت دموعه فى كف الرحمن فيقول من ابكى هذا اليتيم الذي واريت والده تحت الثرى من اسكته اى ارضاه فله الجنة» (تفسير الرازي، النيسابوري، وروح البيان).
ژباړه: کله چې يتيم وژاړي د الله تعالی په بلاکيفه لاس کې يې اوښکې توی شي، نو الله عز وجل فرمايي: دا يتيم چا وژړاوه ؟ هغه يتيم چې ما يې پلار تر خاورو لاندې کړی دی . چا که دغه يتیم خوشحاله کړ د هغه لپاره جنت دی.
عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رجلاً شكا إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم قسوة قلبه فقال : ( امسح رأس اليتيم ، وأطعم المسكين ) (رواه أحمد ) .
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو نفر د زړه د سختۍ شکايت وکړ ، هغه مبارک ورته وفرمايل : د يتيم سره مرسته وکړه (پر يتيم لاس تېر کړه) او مسکين ته خواړه ورکړه .
وقال رسول الله (من مسح رأس يتيم لم يمسحه إلا لله كان له بكل شعرة مرت عليها يده حسنات، ومن أحسن إلى يتيمة أو يتيم عنده كنت أنا وهو في الجنة كهاتين وفرق بين إصبعيه السبابة والوسطى ) (رواه أحمد) .
ژباړه: چا که يوازې د الله لپاره د يتيم پر لاس تېر کړ، نو د هر وېښته په بدل کې چې دده لاس پر تېر سوی وي ده ته نيکۍ ورکول کيږي ، او چا که له يتيم سره احسان وکړ زه او هغه به په جنت کي د دې دوو ګوتو په ډول يو .
( دريم حديث) : وايضا قال : أد حق الضعيفين: الأرملة، والمسكين (معرفة السنن للبيهقي).
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم وفرمايه چې: د دوو ضعيفانو (يعني) کونډې او مسکين حق ادا کوئ.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب