د اسلام تبلیغ کې د قرآن علمي اعجاز

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) د راپور له مخې، د خبری عمون ویبپاڼې نه په نقل، د مصر نامتو کارپوه او د مصر د اسلامي چارو د عالي شورا سره تړلې د قرآن کریم او نبوي صلی الله علیه و آله سنت د علمي اعجاز کمېټې مشر زغلول نجار د انجنیرانو د افطار په مراسمو کې، په دې بیان کې چې د قرآن کریم علمي اعجاز په موجوده حالاتو کې یواځې د اسلامي تبلیغ لار ده، څرګنده کړه: په قرآن کریم کې د پیغمبرانو کیسې او په دغو کیسو کې نقل شوې پېښې او نننی علم چې د هغې ريښتینوالی یې ثابت کړی دی، د دین د خپرولو او تبلیغ لپاره بهترینه وسیله کېدای شي.

هغه، په دې اشارې سره چې د قرآن کریم ۱۵۰۰ آیتونه غیرمسلمانان مخاطب ګرځولي دي، ټینګار وکړ چې په قرآن کریم کې د مسئلو د پوهېدو لپاره د علمي حقایقو نه ګټه اوچتولو پر اهمیت ۱۴۰۰ کاله وړاندې اشاره شوې ده.

نجار همدارنګه د نوح، هود، صالح او عاد پیغمبرانو کیسو ته په قرآن کریم کې اشاره وکړه او وې ویل چې نوې علمي موندنې توان لري د دغو کیسو صداقت ثابت کړي. هغه زیاته کړه: د بېلګې په توګه د عاد قوم په اړه چې الله فرمایلي دي:
«رَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ» – ارم چې د لوړو ستنو خاوندان وو –
«الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلَادِ» – کوم په څېر چې په نړۍ کې هېڅ قوم نه و پیدا کړی شوی –
(۷ او ۸، سوره مبارکه فجر)؛ نن د امريکايي فضا بېړۍ انځورونه پر دې ګواهي ورکوي او له دې پرته بل هیڅ تمدن نشته.

دغه اسلامي مبلغ همدارنګه د احقاف کیسې ته هم اشاره وکړه چې قرآن کریم د هغې په اړه فرمایي چې الله تعالی هغوی په اوچت غږ سزا کړل، او نننی علم دا ثابته کړې ده چې که د غږ څپې له حد نه زیاتې شي، کېدای شي د انسان د مرګ سبب وګرځي. هغه ټینګار وکړ: د بیان معجزه یواځې د قرآن معجزه نه ده، بلکې قرآن د نړیوالو د خدای کلام دی، او د اعجاز بېلابېل اړخونه یې بیان کړي دي، چې د دې ټولو اړخونو سرلیک علمي معجزه ده، ځکه موږ په علمي زمانه کې ژوند کوو.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب