د اسلامی امت ستونزي او د ځوانانو مسؤولیت
وینا: محمد نعیم جلیلی
ترتیب او لنډیز: خلیل الرحمن حنیف.
یادونه:
دا لیکنه د هیواد د پیاوړي عالم محمد نعیم جلیلی د وینا نچوړ دی چې د کابل پوهنتون یو شمیر محصلینو ته یې د سید جمال الدین په تالار کې وړاندې کړه.
موضوع: د اسلامي امت ستونزې او د ځوانانو مسؤولیت.
نحمده و نصلي علی رسوله الکریم.
و بعد:
قال الله تعالی: (وکذالک جعناکم أمة وسطالتکونوا شهداء علی الناس)، (کنتم خیر أمة أخرجت للناس تأمرون بالمعروف وتنهون عن المنکر)
(او همدارنګه موږ ګرځولي یۍ تاسې منځنۍ امت ترڅو په نورو خلکو شاهدان و اوسۍ)، (تاسې وی نیکمرغه امت چې را ایستل شوی ترڅو په نیکو امر وکړي او له بدو مخنیوی وکړي).
لکه د بل هر اسماني دین په څیر اسلام هم د بشریت د روزنې او بریالیتوب په موخه یو الهي دین دی، چې د بل هر دین په پرتله یې بشریت ته ډیر څه ډالۍ کړي، آن تردې چې په هره برخه کې کامل او تلپاتې منل شوی، د بشریت د تاریخ په اوږدو کې اسلام تر ټولو دینونو زیات د بشریت رهبري کړي، تر بلې هرې نظریې او قانون څخه زیات اسلام ملتونه سمبال کړي او خپلو مسؤولیتونو ته یې متوجه کړي، اسلام د ژوندانه په هره برخه کې مخکښ او لارښود پاتې شوی، د هر پرمختګ او هوسایۍ پیل په اسلامي ټولنو کې پیل شوی، د هر علم او ساینس بنسټ ایښودونکي مسلمانان وو، دا چې په نن عصر کې اسلامي ټولنې د سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي لامل یې د مسلمانانو دیني کمزوري ده چې غواړم په دې را کړل شوي وخت کې د مسلمانانو د کمزورۍ لاملونو ته په لنډو اشاره وکړم.
د رهبریت ذهنیت په هر اړخیزه توګه له منځه تللۍ:
مسلمانانو په پیړیو پیړیو د ولسونو واګې درلوده او ملتونه یې رهبري کول، رهبریت او قیادت د مسلمانانو په لاس کې، په نړۍ کې مسلمانانو غوښنه برخه درلوده، په هرڅه کې د مسلمانانو رایه اړینه بریښیده، یوازې په دې وروستیو پیړیو کې یې خپل هویت له لاسه ورکړ او په ظالمانه توګه د رهبریت حق ترې غصب شو، بدبختانه په نني عصر کې مسلمانان نه په عملي ډګر کې او نه هم په فکري برخه کې د خپل غصب شوي حق په اړه کوم ګام اوچتوي او دا خپله د اسلامي امت د عظمت په را ټیټولو کې رول لري، مسلمانان په ځانګړې توګه ځوانان باید د رهبریت او قیادت فکر ته وخت ورکړي په دې توګه خپل مسؤولیت وپیژني.
مسلمانان د خپل دین نه نا خبره دي:
یو له مهمو ستونزو څخه چې مسلمانان ورسره لاس او ګریوان دي یو هم دا چې مسلمانان خپله د خپل دین څخه ناخبره پاتې دي، ځوان قشر د اسلام په ریښتینې مفهوم ترډیره نه پوهیږي چې دا خپله د مسلمانانو د پرمختګ خنډ ګرځي، مسلمان ځوانان باید د خپل دین څخه په بشپړه توګه خبر وي، د خپل دین غوښتنې باید وپیژني او په اړه یې کوټلي ګامونه واخلي.
د دې امت مسؤولیت:
د مسلمانانو یوه لویه ستونزه دا هم ده چې خپل مسؤولیت ته ترډیره نه دي متوجه، خپل مسؤولیت نه پیژني دین ته یوه میراثي بڼه وکړي، زموږ ځوانان پردې نه پوهیږي چې مسؤولیت یې څه دی، یو مسلمان ځوان باید د خپلې ټولنې ستونزې وپیژني او د حل لپاره یې لارې چارې و لټوي، دا امت باید پردې پوه شي چې د خدای له لوریه خلیفه او استازی ټاکل شوی.
دا امت اوسمهال سخت رنځور دی:
اسلامي امت په نني عصر کې د سختو مرضونو سره ګیر پاتې دی او ترهغې چې دا مرضونه را کم نشي مسلمان ځوانان نه باید د خلاصون تمه ولري، موږ نن ورځ د جهالت په مرض آخته یو، موږ د فقر وروستۍ اندازې ته رسیدلي یو، موږ په اخلاقي ککړتیا کې لوبیږو، موږ د فکري کمزورۍ څخه ځوریږو، موږ په فرهنګي ډګر کې پس پاتې یو، چې دا هر یو د اسلامي امت لپاره یو دردوونکۍ مرض بریښي او د مسلمان ځوان دا فریضه ده چې دا ستونزې و پیژني او د حل لپاره یې مټې را ونغاړي.
د یووالي نشتوالۍ:
اسلامي امت یو موټۍ امت دی، چې خبره یې باید یوه وي او درد یې سره شریک وي، خو اوسمهال په اسلامي ټولنو کې استعمار د قومپالنې، ژبې او سمت سکروټې سختې تازه کړې، وخت نا وخت د مسلمانانو د سره جلاکولو په موخه لاپسې پوکۍ ورته کوي، زموږ په ټولنه کې هم همدا بدمرغي روانه ده تردې چې ډیر اسلام ته منسوبې کړۍ هم په دې لومو کې را ګیرې دي، د اسلامي امت لپاره دا یوه لویه ستونزه ده چې مسلمان ځوان باید په کلکه توجه ورته وکړي، د خپل خدای دا قول باید تل په ذهن کې وساتي چې وايي (واعتصموا بحبل الله جمیعا ولاتفرقوا) د خدای په دین منګولې ولګوۍ او مه سره جلا کیږي، سره یوځای یوموټۍ پاتې شۍ ترڅو دښمن مو درځنې وډار شي او پرتاسې د برید جرأت له لاسه ورکړي.
موږ نن ټیک د پیغمبر د هغې خبرې مصداق ګرځیدلي یو چې وايي (تاسې به د سیل د ځک په څیر شۍ) هر چیرې به لږ لږ پاتې کیږي د سیل د اوبو په څیر به مو هرڅوک له یوه ځایه بل ځای ته لیږدوي او سره ټوټه کوي به مو.
له پیغمبر څخه یې باید زده کړو:
پیغمبر د خپلې ټولنې د خلاصون لپاره په یوازې توګه پیل وکړ، نه ستړي کیدونکې هلې ځلې یې پیل کړې، د خپل دین د بریالیتوب لپاره یې شپه او ورځ په ځان یوه کړه تردې چې الله جل جلاله بریالۍ کړ، د دین بنسټ په عقیده او عمل ولاړ دی، رب تعالی بې عمله زاري کوونکي نه خوښوي، رب تعالی د هغه چا مرستندوی دی چې د خپل دین او خپل امت د بریالیتوب لپاره هر عمل او هرې قربانۍ ته چمتو وي.
له صحابه کرامو یې باید زده کړو:
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ملګرو او یارانو هم د دده په پله پل کیښود او د خپلې بریا لپاره یې عقیده او عمل دواړه پرمخ بوتلل، وګورﺉ ځوان صحابي ابوذر غفاري چې کله مسلمان شو راغۍ په کعبه کې یې د لااله الاالله کلیمة اعلان کړه، ده ته خو دا چا نه وو ویلي چې داسې وکړه بلکې هغه پخپله پردې پوه شو د لااله الاالله مفهوم همدا دی، عبدالله بن مسعود به په کمزوري جسم بیا هم د مشرکینو په وړاندې په لوړ آواز د قرآن تلاوت کولو، عمر فاروق چې کله مسلمان شو نو پیغمبر ته یې وویل اې د الله رسوله آیا موږ په حق نه یو، پیغمبر ورته وویل بلکې موږ په حق یو، عمر فاروق ورته وویل نو بیا د څه لپاره خپل حق پټوو راځۍ چې ښکاره یې کړو، د پیغمبر اصحاب ټول د لااله الاالله د کلیمې په مفهوم پوهیدل، هغوی ته څرګنده وه چې د لااله الاالله کلیمه مسؤولیتونه لري چې باید ترسره یې کړو.
لااله الاالله ملتونو ته د تغیر پیغام راوړۍ:
اقبال لاهوري وايي (اګر ګویم مسلمانم مې لرزم که ګویم مشکلات لااله الاالله)، په لااله الاالله ایمان په بنسټیزه توګه د تغیر لپاره چمتوالۍ ښکاره کوي، هغه څوک چې د لااله الاالله په مفهوم پوهیږي هغوی په خپل ځان او ټولنې کې د تغیر هڅې کوي، او تغیر هسې په څو دودیزو عبادتو نه ترلاسه کیږي، بلکې تغیر حرکت او خوځښت ته اړتیا لري، ترڅو ټاکلې موخې ترلاسه شي.
ځوانان دي چې امتونه له ډوبیدو ژغوري:
که اسلامي تاریخ ته نظر وکړو، همدا ځوانان وو چې د اسلام په بریالیتوب کې یې په زړه پورې ونډه درلوده، د اسلامي لښکر سر لښکران ځوانان وو، عشرة مبشرة ځوانان وو، لمړني مسلمانان ټول ځوانان وو، پوځي قومندانان ځوانان وو، مشهور دیني پوهان ځوانان وو د قرآن مفسرین ځوانان وو، خلاصه دا چې هرڅه د ځوانانو په مټو ژوندي پاتې دي، که ځوان نه وي نو د ملتونو هویت به په سمندرونو لاهو شي.
د اسلام نه مخکې ملتونو ته هم ځوانانو ساه وربښلې قرآن د أصحاب کهف په اړه وايي: (انهم فتیة آمنوا بربهم و زدناهم هدا) دا یوه ډله د ځوانانو وه چې په خپل رب یې ایمان راوړی وو، او موږ د دوی لارښوونه پیاوړې کړه، قرآن د ابراهیم علیه السلام په هکله وايي: (فتا یذکرهم یقال له ابراهیم) هغه ځوان دی یادوي یې، ابراهیم ورته وایي.
تغیر ځوان احساس ته اړتیا لري:
لیدلي به مو وي چې په سن لوړ خلک تل د مصلحتونو په لټه کې وي، تل هرڅه تر خپل مصلحت پورې تړي، موږ د افغانستان په جهاد کې ولیدل چې ډیرو تکړه مسلمانانو د تقاعد نیټې ته د نیږدېکت له امله هجرت ونکړ، بل خوا ځوانانو هرڅه د خپل پاک احساس قرباني کړل، خپل تحصیلونه یې په نیمایي کې پریښودل مصلحتونه یې په نظر کې و نه نیول بلکې د خپل دین او وطن د استقلال لپاره یې سنګر ته مخه کړه، او د سپیڅلي تغیر لپاره یې له سپیڅلي احساس څخه کار واخیست.
د تغیر تمه له متحرکو ځوانانو څخه کیږي:
حسن البنا رحمه الله د تغیر لپاره څو شرطه بیان کړي چې وايي:
۱- نظریه هغه وخت بریا مومي کله یې چې په اړه ایمان قوي شي، او قوي ایمان تل په ژوندیو او ویښو زړونو کې ځای نیسي.
۲- یو فکر هغه وخت ځای ته رسیږي کله چې په اړه یې پوره اخلاص موجود وي، او د اخلاص تمه له پاکو او سپیڅلو زړونو څخه کیږي.
۳- د هر فکر او نظریې لپاره احساساتو ته اړتیا لیدله کیږي، او ښه احساسات د قوي شعور څخه سرچینه اخلي.
۴- له پورتنیو ټولو شرطونو سره سره قربانۍ او عمل ته هم اړتیا لیدله کیږي، چې د کلکې ارادې څرګندويي کوي.
بیا وايي: چې دا ټول په یوه ځوان کې را ټوکیدلۍ شي، هیڅ فکر پرته له ځوان څخه هدف ته نشي رسیدلۍ.
اوس نو له کومه ځایه پیل وکړو:
لمړۍ: باید خپل دین په ښه توګه وپیژنو.
دوهم: باید د خپل امت او خپلو ټولنو په اوسني حالت ښه ځان وپوهوو، ستونزې یې را څرګندې کړو او د حل لارې چارې یې په ګوته کړو.
دریم: باید د ځانونو لپاره لوړ هدفونه وټاکو، موږ د څه لپاره پیدا شوي یو، قرآن وايي: (وماخلقت الجن والانس الا لیعبدون) ما پیریان او انسانان نه دي پیدا کړي مګر د عبادت لپاره، هر خدمت ته باید دیني بڼه ورکړو ترڅو عبادت وشمیرل شي، پرته له هدفه ژوند د یوه حیوان د ژوند سره ورته والۍ لري، موږ باید عمل ته مټې را ونغاړو، علماء وايي چې هر انسان باید په خپل ژوند کې یو ټاکلۍ لوړ هدف ولري، بیا باید خپل هدف په هر کتاب او کتابچه کې چې دی ورسره په ورځني ژوند کې کار لري ولیکي ترڅو په ذهن کې یې رسوخ پیدا کړي او په اړه یې هڅې وکړي.
څلورم: ټولنیز او منظم کار، ځوانان باید منظم وي، هرڅه او هره کړنه یې باید د یوه چوکاټ له مخې ترسره شي، د یوه جماعت سره باید ضرور یوځای شي په یوازې توګه هدف نه ترلاسه کیږي همدا وجه ده چې د اسلام ستر پیغمبر په جماعت سره ډیر ټینګار کړی (علیکم بالجماعة) له جماعت سره یوځای شۍ، الله پاک وايي: (کونوا مع الصادقین) له ریښتینو خلکو سره اوسۍ، پیغمبر وايي: (بیشکه لیوه هغه میږه خوري چې له رمې څخه جلا شوې وي).
پینځم: قرباني او عمل، پرته له قربانۍ څخه څوک خپل هدف ته نه دي رسیدلي ځوانان باید خپلې ګټې، خپلې آرزوګانې او خپلې غوښتنې د اسلام د دین څخه قرباني کړي، پرته له عمله یوازې په دعاوو ملکونه نه ودانیږي، الله جل جلاله د هغه چا دعا قبلوي چې په عملي ډګر کې یې ډیرې هڅې کړې وي.
سرچینه: اصلاح انلاین