د اسلامي نهضت مقصد او مسلك

مقصد (موخه):

 د كوم مقصد او موخې لپاره چې اسلامي نهضت د بنسټ ډبره ايښودلې شوې ده، دا ده چې د انسانانو د ژوند نه د نظام ټولې برخې د فكر او نظر، خيال اوعقيده، مذهب او اخلاق، سيرت او افعال، ښوونه او روزنه، تهذيب او ثقافت، تمدن او معاشرت او سياست، قانون او محكمې، سوله او جګړه او نړيوالې اړېكې دا ټول په بشپړه توګه د الله (ج ) د بندګۍ او انبياوو (عليهم السلام ) د لارښوونې پر اساس منځ ته رولي. دغه سپيڅلۍ مقصد او ارمان له هماغې لومړۍ ورځې څخه زموږ په نظر كې و او نن هم موږ ټول د هم هغه يوه مقصد لپاره كار كوو، له دينه پرته نه پخوا زموږ كوم بل مقصد و او نه نن كوم بل مقصد دى، او انشاءالله په اينده كې به هم نه وي. تر نن پورې چې له كوم كار سره موږ علاقه ښوولي، نو هغه مود هم دې مقصد په نظر كې نيولو سره ښوولي ده او البته زموږ په نظر به تر هم دغې اندازې پورې د هغه اړيكې له دغه مقصد سره وي.
هغه څه چې موږ غواړو د بنسټ ډبره يې كښيږدو، د هغه جامع نوم قرآن په اصطلاح د حق دين دى، يعني د ژوند نظام (دين) چې د پيغمبرانو د لار ښوونو له مخې د الله (ج ) د بندګۍ او اطاعت پر اصولو ولاړ دى. خو دغه ډول نظام لپاره موږ كله_كله د (حكومت الهيه) اصطلاح هم استعمال كړي ده چې مفهوم يې كه د نورو په نظر څه وي، خو زموږ په نظر دا دى چې الله (ج ) دحقيقي حاكم په توګه منل او ټول وګړيز او ټولنيز ژوند د هغه په محكوميت كې تېرول. له دغه لحاظه دغه لفظ له اسلام سره په يو مخيزه توګه هم معنى دى. پر هم دې اساس موږ دغه درې واړه اصطلاحات (دين حق، حكومت الهيه او اسلام )د مترادفو الفاظو په توګه استعمالوو او د دغه مقصد د لاسته راوړلو د جدوجهد نوم موږ اقامت دين، د حق شهادت او اسلامي تحريك ايښى دى، چې له دغې جملې څخه دوه لمړي الفاظ له قرآن څخه اخيستل شوي دي، او دويم لفظ ورسره د عام فهمۍ لپاره غوره كړى شوى دى، د دغو الفاظو له جملې څخه كه په كوم يوه باندې خلكو تندى تريو كړى دى، نو هغه له دې امله چې هغوى زموږ له اصطلاح نه خپل مفهوم اخيستى دى، كه زموږ مفهوم يې ترې اخيستى واى نودا اميد نه و چې دوى به ناراضه شوې واى.

زموږ دعوت د ټولو انسانانو لپاره دى:

 زموږ په نظر اسلام يوازې د هغو خلكو پانګه او شتمنې نه ده چې له پيله مسلمانان دي بلكې الله (ج ) دا نعمت د هغو ټولو لپاره راليږلى دى، چې د انسان په توګه يې خلق كړي دي، كه هغه د ځمكې پر مخ هر چيرته مېشت وي، له هم دې امله زموږ مقصد يوازې مسلمانان نه دي، بلكې د ټول بشريت ژوند د (حق دين ) پر اصولو برابرول دي، د مقصد او هدف دغه وسعت له موږ څخه دا غوښتنه كوي چې زموږ خواهش او دعوت عالم دى، دكوم ځانګړې قوم يا ملت د ګټو په نظر كې نيولو سره داسې عمل ونكړو چې د اسلام دغه عمومي دعوت ته زيان ورسوي او يا ورسره ضد واقع شي. له مسلمانانو سره زموږ مينه او علاقه له دې امله نه ده چې موږ په هغوى كې پيداشوي يو او يا هغه زموږ قوم دى، بلكې زموږ د دلچسپي وجه له هغوى سره يوازې هم دغه ده چې هغوى اسلام مني او په نړۍ كې د هغه ممثل او نماينده ګان ګڼل كيږي.
د دوى په واسطه دغه پيغام په ښه توګه نورو خلكو ته رسول كيداى شي نورو خلكوته د دغه پيغام د مؤثر كيدو او ښې اغيزې لپاره له دې څخه پرته دا ممكنه هم نه ده چې هغه خلك چې له نورو مخكې مسلمان شوي دي، په خپل وګړيز او ټولنيز ژوند د اسلام بشپړه نمونه وړاندې نه كړي، له هم دې امله زموږ لاره د تل لپاره له هغو خلكو څخه بيله وه او نن هم بيله ده، چې هغوى له مسلمانانو سره د دې لپاره دلچسپي لري چې هغوى د ده قوم دى، او اسلام سره خو يې يا هېڅ مينه او دلچسپي نشته او يا كه يې وي نو يوازې له دې امله ده چې هغه د دوى د قوم مذهب دى.

 اسلام ، مسلمان قوميت او موږ:

 موږ د خپلې موخې او مقصد له امله د خپل نهضت كړنلارې په دې ډول جوړه كړې ده چې له يوې خوا څخه يې دعوت د ټولو انسانانو لپاره عام وى او له بلې خوا څخه مسلمانانو ته اسلام د بشپړ صحيح، علمي او عملي شهادت لپاره برابر كړى. موږ هېڅكله هم د اسلام او مسلمان قوميت توپير او امتياز له نظره نه دى غورزولى. موږ د اسلام اصول او احكام او د اسلامي دعوت ګټې تر قوم او قومي ګټو غوره ګڼلي دي، او كله چې د دغو دواړو څيزونو تر منځ تناقض پيښ شوى دى، نو موږ د يوې شيبې لپاره هم داسلام د ګټو د خوندي ساتلو لپاره له قوم او قومي ګټو سره په مخالفت او جګړه كې ډيل نه دى كړى. موږ كه د مسلمانانو د قوميت د ساتني لپاره هڅه اوكوښښ كړى دى، نو هغه مو د دې لپاره نه دى كړى چې د نورو قومونو په شان دى دا قوم هم له ځينې ځانګړو امتيازاتو سره موجود دى، بلكې هغه مو د دې لپاره كړى دى چې دغه قوم په دنيا كې د حق د شهادت د اداكولو لپاره تل پر خپلو پښو ولاړوي. كه موږ د يوه ازاد مسلمان هيواد قيام او جوړيدل غوښتي دي، نو هغه مو د دې لپاره نه دى غوښتى چې د نړۍ پر مخ يوه بله تركيه، يو بل مصر يا بل ايران زيات شي، بلكې يوازې مو د دې لپاره غوښتى چې يو (خالص ) اسلامي حكومت منځ ته راشي چې د اسلام د ژوندانه د نظام يوه بشپړه نمونه دنياوالو ته وړاندې كړى، زموږ دغه ډول دريځ به هغه خلك هېڅكله هم درك نه كړي چې اسلام او مسلمان قوميت سره ګډوي يل قوم سره دلچسپي لري.

 زموږ او د دوى لاره كه كله سره ګډه شي نو هغه به په عارضي توګه په هغه ځاى كې وي چې هلته اسلام موږ او دوى اتفاقاً راټول كړي يو، كه نه نو په زياتره وختو كې زموږ او د دوى د اند دود (طرز تفكر ) او كړندود (طرز عمل ) تر منځ تصادم وي، د دغه برخورد او تصادم په نتيجه كې ډېر ځله زموږ غوږونو د (غدارۍ ) پيغورونه اوريدلي، خو دا پيغورونه زموږ لپاره بالكل بې معنى دي. زموږ يوازې الله (ج ) او رسول صلى الله عليه وسلم د وفادارۍ مستحق او وړ ګڼو. هغه څوك چې الله (ج ) او رسول صلى الله عليه وسلم ته وفادار وي، نو له دغې وفادارۍ څخه يې انحراف البته زموږ په نظر په دنيا او خرت كې د لعنت موجب دى، خو كه چيرې موږ په دغه وفادارۍ كې ثبات او ټينګار وښوده نو، نور خلك چې بيا د هر څه له امله موږ ته غداران وايي هغه نه يوازې دا چې زموږ لپاره د ننګ او عار باعث نه ده، بلكې د وياړ او افتخار وړ هم ده.

د دين په هكله زموږ تصور:

 د (حق دين ) د ماهيت اد د (دين قيام ) په اصولو او تصوراتوكې هم زموږ او ځينې نورو خلكو تر منځ د نظر اختلاف شته دى، موږ ديو يوازې د عبادت او ستاينې او څو مخصوصو مذهبي عقايدو او رسومو مجموعه نه ګڼو. موږ په نظر د دين لفظ د ژوند دود او د ژوند د قانون او نظام سره هم معنى دى، د انساني ژوند ټول اړخونه او شعبې د دين له دايرې څخه وتلي نه دي، بلكې د دين تصور پر دغو ټولو برخو حاوي  په دې برخه كې موږ په دې نظر نه چې ژوند دي په جلا_جلا برخو و وېشل شي، او د جلا_جلا نقشو او پلانونو تر اثر لاندې دي د هغه چارې سرته ورسيږي، زموږ نظر دا دى چې كه دغه ډول وېش و هم شي، نو هغه به كوم اصولي كار نه وي او نه دوام كولاى شي، ځكه چې د انساني ژوند مختلف اړخونه سره له دې چې د انسان د غړو په ډول يو له بله توپير لري، خو بيا هم په خپلو منځو كې له يو بل سره داسې وصل دي، چې له ټولو څخه په ګډه يو كل جوړيږي او د هغوى په منځ كې يوه روح جاري او ساري دى. دغه روح كه له الله (ج ) او اخرت نه د بې نيازۍ او د انبياوو عليهم السلام له تعليم او تربيې سره د بې تعلقۍ روح دى، نو د ژوند له ټول نظام نه يو باطل دين جوړيږي  كه له هغه سره د الله (ج ) پرستۍ مذهب ضميمه او ملګرۍ هم كړاى شي، بيا به هم د دغه مجموعې نظام فطرت په تدريج سره هغه مضمحل كړي او په اخر كې به يې بالكل له منځه يوسي، خو كه دغه روح پر الله (ج ) او اخرت د ايمان او د انبياووعليهم السلام د تعليم د اتباع روح وي، نو د هغې له امله به د ژوند له ټول نظام څخه د حق دين جوړ شي په دې توګه كه چيرې د هغه د عمل په حدودو كې د الله (ج ) د نه پيژندني فتنه چيرې پاتې هم شي، نو تر زياتي مودې پورې ژوند نه شي كولاى، د هم دې لپاره كله چې موږ د دين د ((قيام)) لفظ استعمالوو، نو له هغه څخه زموږ مطلب يوازې په جوماتونو كې د دين قائمول يا د څو مذهبي عقايدو او اخلاقي احكامو تبليغ نه دى، بلكې له هغه څخه زموږ مطلب دا دى چې له كوراو مسجد، ښوونځۍ او ماركېټ، د پوليسو دفتر، عسكري شعبې، څارنوالي او تميز، شوراىْ، وزارتخانو او سفارتوخانو او د ژوند په نورو برخو باندې هم د هغه د بې ساري ذات او يوه الله (ج)
حكومت دى. چې موږ د خپل رب او معبود په توګه منلى دى، او د ټولو د نظم و انسجام چارې د هماغه يوه رسول صلى الله عليه وسلم د ښوونو پر اساس سرته ورسوئ چې موږ د خپل بر حق هادي او لارښود په توګه منلى دى. موږ وايو چې كه موږ مسلمانان يو، نو زموږ هر څه بايد مسلمان وي، د خپل ژوند يو اړخ هم موږ شيطان ته نه شو سپارلى، زموږ هر څه د الله (ج ) دي د شيطان يا قيصر هېڅ برخ په كې نشته.

 د مذهب او سياست يوځاى والى:

 زموږ په دغو خبرو باندې هغه ټول خلك په غوسه دي چې د مذهب په هكله يې يو محدود تصور غوره كړى دى او په دې عقيده دي چې د دين او دنيا مذهب او سياست مسايل سره توپير لري، د هغوى په نظر د الله (ج ) او قيصر تر منځ وېش راتلاى شي او بايد وشي. د هغوى په نظر د الله (ج ) پرستۍ دين، له بې الله (ج ) تمدن او سياست سره په ژوند كې بېلښت منلاى شي، چې يوازې مسجد او خانقاه د ځان لپاره پريږدي او نور هر څه د خپل حريف لپاره پرېښودلاى شي، دغه خلك بيا پر موږ ډول_ډول اعتراضونه كوي، څوك واى چې تاسو د مذهب تبليغ وكړئ، په سياست كې څه ته مداخله كوئ؟ خو موږ په دې نظر يو چې كه دين له سياست نه جلاشي، نو چنګيزي اصول په ټولنه كې ځاى نيسي.
اوس لكه چې دا خلك له موږ غواړي چې زموږ پر سياست چنګيزي اصول مسلط شي او موږ دي په مسجد كې د ((مذهب)) په تبليغ بوخت يو!؟

 او هغه مذهب به نو څه ډول وي چې دوى يې موږ ته د تبليغ سپارښت كوي؟ كه هغه د پادريانو مذهب وي چې په سياست كې مداخله نه كوي نو موږ خو پر هغه ايمان نه لرو، او كه هغه د قرﺁن او حديث مذهب وي چې موږ پرې ايمان لرو، نو هغه يوازې په سياست كې مداخله او لاسوهنه نه كوي، بلكې هغه غواړي چې له سياست څخه خپل جز جوړ كړي څوك وايي چې تاسو په اوله كې مذهبي خلك واست او اوس در څخه سياسي ډله جوړه شوې ده، په داسې حال كې چې پر موږ يوه ورځ هم داسې نه وه تېره شوې چې موږ دي  د غير سياسي مذهب په لحاظ ((مذهب)) شوي يو او نن دي هم د الله (ج ) لعنت وي پر موږ كه چيرې د غير مذهبي سياست له مخې ((سياسي)) شوي يو.موږ خو د اسلام پيروان يو او د هماغه قيام غواړو هغه چې څومره ((مذهبي)) وي موږ هماغومره مذهبي يو، تاسونه پرون موږ پيژندلي وو چې د ((مذهبي)) خلكو فتوىْ مو راباندې كړې وه او نه نن مو پيژندلي يو چې موږ يوه ((سياس)) ډله ګڼئ. ستاسو ښوونكى او استاد په مذهب او سياست كې اروپا ده له هم دې امله تاسو نه اسلام پيژندلى دى او نه موږ.

 څوك وايي چې الله (ج ) خو يوازې معبود دى، تاسو د هغه لپاره دا سياسي حاكميت له كومه ځايه ثابت كړ؟ پر دې سر بېره غم دا دى چې تاسو دغه حاكميت د الله (ج ) لپاره مخصوص  او د انساني حاكميت څخه منكر ياست دا خو خالص خارجيت دى، ځكه چې خوارج هم ستاسو په ډول هم دا وايي چې ((ان انحكم الا الله)) زموږ په نظر د قرآن او حديث له مخې د الله (ج ) په حقوقو كې يوازې عبادت او ستاينه نه راځي بلكې اطاعت او عبديت هم د الله (ج ) حق دى.

 له دغو حقوقو ځينې چې په هر يوه حق كې له الله (ج ) سره نر شريك كراى شي، هغه به شرك وي. له بندګانو څخه كه د چا اطاعت كيداى شي، نو  يوازې د الله (ج ) د شرعي اجازې پر اساس كېداى شي، او هغه به هم د الله (ج ) د ټاكلو حدودو په ساحه كې وي. له الله (ج ) څخه بې نيازه او مستقل بالذات كېدل خو د رسول صلى الله عليه وسلم حق هم نه دى، د انساني حكومت يا سياسي او مدني ادارو حق خو لا پر ځاى پريږده. په هغه قانونو، محكمه او حلكومت كې چې د الله (ج ) كتاب او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم سنت د سند په توګه نه منل كيږي، او بنيادي اصول بې دا وي چې د ټولنيز ژوند په ټولو معاملوتو كې د اصولواو فروعو تجويزول د انسان خپل كار دى، هلته چې د قانون جوړوني مجلسونه  د الله (ج ) احكامو ته د رجوع لپاره له سره اړتيا نه احساسوي او عملاً د هغه پر خلاف قوانين جوړوي، نو د دغه ډول قوانينو او حكومتو د اطاعت لزوم خو لا پريږده چې د جواز ثبوت يې هم په قرآن او احاديثو كې نشته دى د بلا په پنجو كې كه سړى را ايسار شي، نو ايله به يې سړى په سختۍ سره تحمل كړاى شي، خو هغه سړى چې د دغه ډول حكومتونو د فرمانروايي حق مني او دغه خبره د برحقو اصولو په صفت مني چې د الله (ج ) د هدايت او لارښوونې له پرېښودو څخه وروسته انسان په خپله هم د خپله تمدن، سياست او معيشيت لپاره د قوانينو په وضع كولو كې ازاد دى. نو په دې صورت كې كه هغه الله (ج ) مني، نو په شرك مبتلا دي او كه نه په زندقه اخته دي. كه څوك بيا هم زموږ دا مسلك په ((خارجيت)) تعبير دى، نو د اهل سنت و مذهب په هكله چې د اصول كوم كتابونه ليكل شوي دي، له هغوى څخه چې هر يو ستاسو خوښه وي را پورته يې كړئ او و يې ګورئ. په هغه كې به هم دغه مسله په ليكل شوې بڼه و ګورئ چې د حكم وركولو حق خاص د الله (ج ) لپاره دى د مثال په توګه علامه امدني په خپل كتاب ((الاحكام في اصول الاحكام)) كې ليكي (اعلم انه لاحاكم سوى الله ولاحكم الا ما حكم به). پوه شئ چې له الله (ج ) نه پرته بل هېڅوك حاكم نه وي او حكم يوازې هماغه دى چې الله(ج ) كړى وي) او هم دارنګه شيخ محمد خضرى په خپل ((اصول الفقه)) كې ليكي. ان الحكم هو خطاب الله فلا حكم الا له وهذه قضية اتفق عليها المسلمون قاطبة.
(په حقيقت كې حكم د الله (ج ) د فرمان نوم دى.  د دې خبرې معنى دا ده چې د حكم كولو حق له الله (ج ) څخه پرته بل هېچا سره نشته دا داسې خبره ده چې ټول مسلمان پرې متفق دى) دا خو يوازې دوه اقواله د نمونې په توګو را نقل كړې دي. دغه ډول ((خوارج)) چې څومره تاسو غواړئ اوږد فهرست يې وركولى شي.

 اسلامي حكومت:

 ځينې خلك شته چې ځان په ناپوهۍ وهي او له موږ څخه دا پوښتنه كوي چې د ا د الهي حكومت يا اسلامي حكومت قيام د كوم نبي د دعوت مقصد او هدف و؟ خو موږ دا پوښتنه كوو چې په قرﺁن او توراة كې چې د عقايدو او عباداتو تر څنګ د پوځي قانون احكام د سولې او جنګ احكام او هم دارنګه دژوند دود اوټولنې په هكله چې كوم قواعد، ضوابط او سياسي تنظيم اصول بيان شوي دي، ايا دا ټول مازې د يقين لپاره دي؟ يا دا مسئله ستاسو اختيار او تميز ته پرېښودل شوې ده چې د كتاب الله له تعليماتو ځينې څخه مو چې هر څه و غواړي هغه د دين د اجزاوو په توګه و منئ او څه چې مو زړه و غواړي هغه په زوايدو كې وشميرئ؟
ايا د بني اسرائيلو انبياوو او خاتم النبين محمد صلى الله عليه وسلم چې سياسي نظامونه تشكيل كړي وو هغه د دوى په پيغمبرالله مقاصدو كې شامل نه وه، هسې د پيښو او حوادثو له اتفاقاتو څخه يې ګټه اخېستي وه او د خپلې فرمانرواى شوق يې پوره كړى و؟ ايا په نړۍ كې د دې لپاره هم قوانين جوړ شوي دي چې خلك به يوازې تلاوت كوي او نفاذ به يې له سره مقصد نه وي؟ ايا ايمان واقعاً هم د هم دغه عمل نوم دى چې موږ دي هره ورځ په لمانځه كې د كتاب الله هغه اياتونه لولو چې د ژوندانه د مختلفو اړخونو په هكله په كې اصول او احكام بيان شوي دي، خو شپه او ورځ دي زموږ د ژوندانه زياتره چارې د هغه پر خلاف سر ته رسيږي.

مسلك:

 د الله (ج ) د بندګۍ په هكله هم چې موږ غواړو د د ژوندانه د ګډل نظام ماڼۍ د هغه پر بنسټ ودانه كړو، زموږ مسلك واضح او څرګند دى او هغه د مختلفو وجوهاتو له امله د مختلفو ډلو څخه خوښيږي.
زموږ  په نظر هر سړى د دې واك نه لري چې د خپلې خوښې او رضا پر اساس چې څنګه يې زړه غواړي هماغه ډول د الله (ج ) بندګي كاندي، بلكې د دغه بندګۍ كولو لپاره يوازې يوه لاره سمه ده او هغه د شريعت پر لاره تلل دي چې محمد صلى الله عليه وسلم موږ ته راښوولې ده. د دغه شريعت په معامله كې موږ د يوه مسلمان لپاره هم دا حق نشو منلاى چې هغه په خپله خوښه د شريعت ځينې خبرې ومني او ځينې يې په خپله خوښه رد كړي، په داسې صورت كې چې موږ د اسلام معنى د الله (ج ) د احكامو اطاعت او د محمدي شريعت اتباع ګڼو. د شريعت د علم او پوهې ذريعه زموږ په نظر يوازې قرﺁن كريم نه دى، بلكې د رسول صلى الله عليه وسلم احاديث هم دي، او په قرﺁن او حديث باندې زموږ نظر د استدلال سمه طريقه دا نه ده چې سړى د الله (ج ) او رسول صلى الله عليه وسلم هدايات د خپلو نظرياتو په قالب كې واچوي، بلكې سمه لاره يې دا ده چې انسان خپل نظريات د الله (ج ) او رسول صلى الله عليه وسلم د هداياتو په قالب كې واچوي، چې په دې توګه موږ نه د جامد تقليد پلويان يوچې د اجتهاد لپاره هم په كې ځاى نه وي او نه د داسې اجتهاد پلويان يو چې هر وروستۍ نسل د خپل مخكني نسل پر ټولو كارونو باندې خاورې را واړوي او د خپل ماڼۍ د ودانولو لپاره بالكل په سره هڅې پيل كړي.

 د دې مسلك هر جز داسې دى چې زموږ د هيواد د يوه نه يوه، ډله موږ څخه پرې ناراضه ده. څوك بالكل د الله (ج ) بندګي نه كوي، څوك ځان له شريعت څخه بې نيازه ګڼي او غواړي چې د خپل صوابديد له مخې د الله (ج ) بندګي وكړي، بيا غواړي چې په شريعت كې له خپل واك او اختيار څخه كار واخلي، د هغوى غوښته دا ده چې د دوى خوښ دي هغه دي په دې شريعت كې موجود وي، او هغه څه چې د دوى خوښ نه وي، هغه دي له دې شريعت نه وايستل شي. ځينې خلك قرﺁن او احاديث بالكل له نظره غورځوي او دخپلې خيټې د اصولو څخه يې اسلام ايښى دى. ځينې حديث پريږدي او يوازې قرﺁن مني! صهيونستان اصول او قوانين له بهر څخه راوړي دي يا يې له خپله زړه نه جوړ كړي دي بيا په وچ زور دا هڅه كوي چې د قرﺁن او او احاديثو ارشادات په هغه قالب كې برابر كړي. څوك به په تقليد باندې اصرار كوي او څوك غواړي چې د مخكنيو كار نامې په سيند لاهو كړي او نوي اجتهادونه كاندي.

لیکنه: ابوالاعلی المودودی(رح)
ترتیبوونکی:عبدالنصیر(مرستیال)کندهار

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب