د اسلامي دعوت په خپراوي کې د مسجد رول
لکه څنګه چې په اوسني وخت کې د مسلمانانو په منځ کې د ژوند اړوند ډېرو مسايلو په برخه کې زياتو ديني الفاظو او مصطلحاتو يا خو په تمامه معنی خپل اصلي مفهوم او تصورله لاسه ورکړی او يا هم ډېری ديني او شرعي مصطلحات او احکام د خپل د هراړخيزمفهوم د پراخه چوکاټ نه راايستل شوي او د معنی او مفهوم په لحاظ په يو وړوکې او تنګه دايره کې ننويستل شوي دي چې د ديني اصطلاحاتو نه دغه جزوي اووړوکی فهم او تصور ددې لامل شوی دې چې د يوطرف نه د دين اصلي تصور او بڼه بدله شوې ده.
او د بل طرف څخه په مختلفو وختونوکې د خپلو موجوده ظروفو او شرايطو په رڼا کې د دين د پرمختګ مخه ډپ شوې او د انساني ژوند هرې برخې ته يې د دين شموليت او عموميت ترسوال لاندې راوستی دی –
يو له دغو ديني او شرعي مصطلحاتوڅخه چې د دين او اسلامي دعوت په چوکاټ کې د مؤثريت او اغېزې په لحاظ خپل پراخه او سم مفهوم له لاسه ورکړی هغه مسجد دی پداسې حال کې چې مسجد په خپل اوږده تاريخ کې د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې اسلامي امت او مسلمانان د الله د يوالي سمې عقيدې، سم عبادت، ښواخلاقو، روغو معاملاتو او د دنيا او آخرت د کاميابيو او نيکمرغيو لوري ته توجيه کړي او د هغوی په ژوند کې د يوې اغېزناکې وسيلې په حيث ژور او د پام وړ بدلونونه منځ ته راوړي.
دي ددغې مدعا د اثبات لپاره غواړم چې په نبوي زمانه کې د ژوند مختلفو برخو کې د انسانانو په توجيه او لارښونه کې د مسجد رول او اغېزې ذکر کړم ترڅو مسلمانان د مسجد په اړه د لنډ او تنګ مفهوم د چوکاټ څخه راووځي او مسجد ته د خپل پراخه مفهوم په دايره کې د دين او اسلامي دعوت د خدمت په برخه کې خپل حثيت، مقام اورول بېرته اعاده کړای شي :
۱: مسجد د الله د يوالي او الله سره د انسانانود تړاو په برخه کې ترټولو د ستر او مهم مرکزپه توګه
کله چې يو انسان په شپه او ورځ کې پنځه ځله مسجد ته ځي او هلته د الله د لويۍ او عظمت پر بنيا د خپل د بنده ګۍ او طاعت سر الله تعالی ته په سجده ږدي دا ددې ښکارندوي کوي چې دا انسان په دې خبره کلکه عقيده لري چې په کايناتوکې د الله نه پرته بل څوک د بندګۍ، طاعت او سجدې وړ او لايق نشته يواځې همغه ذات چې په حقيقي معنی ددې موجوداتوخالق، مدبر، مربي او واکدار دی هغه ددې مستحق دی چې د هغه په وړاندی د بنده ګۍ او عاجزۍ سرښکته شي.
مسجد د انسان ددغه عقيدې د عملي برنامې د تطبيق لپاره يو اساسي مرکز ګڼل کېږي علاوه پردې چې په ورځ کې پنځه ځله د انسان او د هغه د رب تر منځ د رابطې د ټينګولو په غرض هر مسلمان ته خپله غيږ پرانزي ترڅو هغه د الله دې کورته په تلو او راتلو پر الله متعال د خپل ايمان او بنده ګۍ ژوندی او عملي ثبوت وړاندې کړی لکه څنګه چې ددې خبرې په اړه قرآنکریم داسی يادونه کړې ده.
کله چې يو انسان په شپه او ورځ کې پنځه ځله مسجد ته ځي او هلته د الله د لويۍ او عظمت پر بنيا د خپل د بنده ګۍ او طاعت سر الله تعالی تهه په سجده ږدي دا ددې ښکارندوي کوي چې دا انسان په دې خبره کلکه عقيده لري چې په کايناتوکې د الله نه پرته بل څوک د بندګۍ، طاعت او سجدې وړ او لايق نشته يواځې همغه ذات چې په حقيقي معنی ددې موجوداتوخالق، مدبر، مربي او واکدار دی هغه ددې مستحق دی چې د هغه په وړاندی د بنده ګۍ او عاجزۍ سرښکته شي.
(انما يعمرمساجد الله من امن بالله واليوم الاخر) (التوبة)
ژباړه: جوماتونه يواځې هغه څوک جوړوي چې پر الله او د قيامت په ورځ عقيده او باور لري کيدای شي چې د لوستونکې په ذهن کې دا خبره وګرځي چې آیت کريمه کې د مسجد جوړونکي په اړه يادونه شوې ده نه د لمونځ کوونکي په دې اړه نو ځواب دادی چې ټول مفسـرين عالمان په دې خبره متفق دي چې د
مسجد اعمار او ابادي پر دوه قسمه ده :
الف:په حسـي او مادي توګه د مسجد اعمار او ابادي چې دا په ټوله کې په ظاهري لحاظ د مسجد د ډانچې، تعمير او هيکل جوړول دي
ب: ايماني او معنوي اعمار او ابادی چې دا په حقيقت کې مسجد د الله په عبادت، طاعت تلاوت او ذکر ابادول دي نو ويلای شو چې ذکرشوی آیت کريمه په دواړه قسمه سره د اعمار او ابادۍ معنا ګانو ته شامل دی بلکې که ووايو چې که څه هم آیت کريمه په ذکرشوو دواړو معنا ګانو دلالت کوي ولې خو دلالت يې په دوهمه معنی ترلومړۍ معنی ډيرڅرګند او غوره دی ځکه چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د ابوسعيد الخدری رضی الله عنه په روايت فرمايلي دي :
(اذا رأيتم الرجل يتعاهد المسجد فاشهدوا له بالايمان )
ژباړه : چې کله مو يو سړی مسجد پورې ځان تړلی ؤ نو د هغه پر ايمان ګواهي ورکړئ .
د الله جلاله له طرفه د ځمکې پرمخ د انساني نوعې د پيدا کولو سره سم کعبه شريفه په لومړي ځل د ملايکو په وسيله جوړول او د ټولې نړۍ انسانان ورته رابلل په دې خبره ترټولو ستر شاهد او دليل دی چې انسان د خپل لنډ او يا اوږده ژوند په هره شېبه او لحظه کې دېته ضرورت لري چې د الله تعالی سره د اړيکې او پيوستون د يو مرکز سره بايد په حتمي توګه په تماس کې وي ترڅوهلته د خپل رب د يوالي پراساس هغه ته خپله تسليمي او عاجزي څرګنده کړي.
پرټولې نړۍ د سلطنت او بادشاهۍ ترڅنګ د سليمان عليه السلام په لاس د بيت المقدس ابادول او د همدې په څېر د مکې حرم نه د مدينې په لور د هجرت په سختو شيبوکې مدينې منورې ته د رسيدو سره سم د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم له خوا د قباء او نبوي جوماتونو د تأسيس ډبره کيښودل ددې خبرې څرګند دليل دی چې انسان د خپل دنيوي ژوند د ترقۍ او عروج د لوړې نه لوړې پوړۍ او د ظروفو او شرايطو په تنګيدو د ستونزو او مشکلاتو ټيټې نه ښکته مرحلی ته په تللو هم په هيڅ وخت کې له مسجد نه نشي بې پروا کيدای ځکه چې مسجد د انسان او د هغه د خالق ترمنځ د رابطې ستره وسيله ده
۲: مسجد خلکو ته د الهي او نبوي پيغام رسولوستره وسيله ده:
کله به چې د الله د طرف نه نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته د انسانانو د هدايت او لارښونې په هدف وحې راغله نو ډيری وخت به د هغه مبارک عادت دا وو چې د الله جل جلاله ددې ستر پيغام رسولو دپاره به يې خپل صحابه کرام نبوي مسجد ته راوبلل او هلته به يې د يوې شاندارې غونډې په مراسمو کې هغوی ته د الله جلاله راليږل شوی احکامات واورول او حاضرينو به نورو غايبينو ته ورسول او څوک به چې د ناخبرۍ او يا کوم معقول عذر پربنياد غيرحاضر وو نو بيا به يې د موضوع په اړه د حاضرينوڅخه پوښتنه کوله په دې اړه يوحديث کې ذکرشوي دي چې يوځلې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم مسجد کې دا مبارک آيت کريمه ( اقترب للناس حسابهم وهم فی غفلة معرضون ) د نزول نه وروسته صحابه وو ته بيان کړه بل صحابي چې د غونډې نه خبر نه ؤ او په عادي توګه د خپل کور د يو دېوال په جوړولو مصـروف ؤ د نبوی مسجد په حاضرينو کې د يو کس نه پوښتنه وکړه چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم خلکو ته څه احکام بيان کړل؟ هغه ورته پورته ذکرشوی آيت کريمه ولوسته نوفورا يې کار پرېښوده چې په دې وخت کې بيا نو مونږ ته د کورجوړول څه فايده کوي؟
د الله جلاله له طرفه د ځمکې پرمخ د انساني نوعې د پيدا کولو سره سم کعبه شريفه په لومړي ځل د ملايکو په وسيله جوړول او د ټولې نړۍ انسانان ورته رابلل په دې خبره ترټولو ستر شاهد او دليل دی چې انسان د خپل لنډ او يا اوږده ژوند په هره شېبه او لحظه کې دېته ضرورت لري چې د الله تعالی سره د اړيکې او پيوستون د يو مرکز سره بايد په حتمي توګه په تماس کې وي ترڅوهلته د خپل رب د يوالي پراساس هغه ته خپله تسليمي او عاجزي څرګنده کړي.د همدې په څير به چې کله رسول اکرم صلی الله عليه وسلم په ابتدايي ډول خپلوصحابه ووته د ژوند په ځینې چارو کې څه هدايات او لارښونې بيانول غوښتل او يا به يې هم د صحابه وو په چارو او ويناوو کې د نقصان کوم داسې اړخ بيامونده چې توجيه او سمون ته به يې ضرورت وو نوهغه مبارک به اودس وکړ او مسجد ته به يې تشـريف يوړو او هلته به يې صحابه خپلې غلطۍ او اشتباه ته متوجه کړل لکه چې په دې اړه د انس بن مالک رضی الله عنه روايت دی
عن أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، يَقُولُ: جَاءَ ثَلاَثَةُ رَهْطٍ إِلَى بُيُوتِ أَزْوَاجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَسْأَلُونَ عَنْ عِبَادَةِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَلَمَّا أُخْبِرُوا كَأَنَّهُمْ تَقَالُّوهَا، فَقَالُوا: وَأَيْنَ نَحْنُ مِنَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟ قَدْ غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ وَمَا تَأَخَّرَ، قَالَ أَحَدُهُمْ: أَمَّا أَنَا فَإِنِّي أُصَلِّي اللَّيْلَ أَبَدًا، وَقَالَ آخَرُ: أَنَا أَصُومُ الدَّهْرَ وَلاَ أُفْطِرُ، وَقَالَ آخَرُ: أَنَا أَعْتَزِلُ النِّسَاءَ فَلاَ أَتَزَوَّجُ أَبَدًا، فَجَاءَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَيْهِمْ، فَقَالَ: «أَنْتُمُ الَّذِينَ قُلْتُمْ كَذَا وَكَذَا، أَمَا وَاللَّهِ إِنِّي لَأَخْشَاكُمْ لِلَّهِ وَأَتْقَاكُمْ لَهُ، لَكِنِّي أَصُومُ وَأُفْطِرُ، وَأُصَلِّي وَأَرْقُدُ، وَأَتَزَوَّجُ النِّسَاءَ، فَمَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِي فَلَيْسَ مِنِّي»
ژباړه : يو ځلې د صحابه وو څخه درې تنو وغوښتل چې د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د عبادت د کم او کيف (اندازې او څرنګوالي ) څخه ځان خبرکړي ترڅو هغو پسې په خپلو کړو وړو کې اقتداء وکړي نو د نبي کريم صلی الله عليه وسلم کور ته راغله او د هغه د بيبيانوڅخه د پردې او حجاب نه اخوا د هغه مبارک د عبادت پوښتنه وکړه هغوی ورته د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د عبادت په اړه معلومات ورکړل پوښتنه کونکو په نظر د هغه مبارک عبادت لږ وګڼلو بيايې وويل چې زمونږ او د پيغمبرترمنځ خو ډير تفاوت دی هغه ته خوالله متعال مخکيني او وروستني ګناهونه معاف کړي دي مونږ چې کله په دی مرتبه کې نه يونو مونږته د هغه په نسبت ډير عبادت کول پکار دی يو تن د هغوی نه وويل: په الله قسم چې زه به هميشه روژه نيسم دوهم وويل: زه به ټوله شپه الله ته ودريږم هيڅ خوب به نکوم درېيم وويل چې زه به کله هم نکاح ونکړم نبي کريم صلی الله عليه وسلم چې کله کور ته راغی نو بيبيانو يې د صحابه وو د پوښتنو او ويناوو څخه خبر کړو رسول اکرم صلی الله عليه وسلم په سمدستي توګه اودس کوي او خپل جومات ته راځې او خپلوصحابه وو داسې خطاب کوي :
څه باعث دی په تاسو چې فلانۍ فلانۍ ويناګانې مو کړيدي په دې سره يې په مسلسله توګه روژه نيولو، ټوله شپه عبادت کولو او نکاح نه کولو په برخه کې د هغوی قسمونو ته اشاره وکړه او بيايې وويل:زما دی په هغه ذات قسم وي چې زما روح د هغه په اختيار کې دی زه ستاسو ټولوڅخه د الله نه ډير وېريدونکې يم زما د عبادت طريقه داده چې کله نفلی روژی نيسم او کله بوزه کيږم، د شپی په څه برخه کې الله ته قيام او طاعت کوم او بله برخه کې خوب کوم او نکاح هم کوم او په دی خبره به ځان پوه کړئ چې نکاح زما د سنتو نه ده چا چې زما د سنتو او طريقوڅخه مخ وګرځاوه هغه زما په لار نه دی روان
۳: مسجد د مسلمانانو ترمنځ د يوالی او رابطی مرکزدی:
پداسې حال کې چې په دي وروستي محمدي امت د نورو امتونو په نسبت الله جلاله د ځانګړو نعمتونو په لړ کې يو ستر انعام دا هم کړی دی چې ټوله ځمکه يې ورته مسجد ګرځولې ده چېرته چې د اسلامي امت يو غړی وغواړي او ورته اسانه وي نو د دنيا په هرکنج او کنار کې په خوره وره ځمکه د خپل رب عبادت او بنده ګي په اسانۍ سره کولای شي ولې خو ددې سره سره رسول اکرم صلی الله عليه وسلم خپلو امتيانو ته په مسجد کې په جماعت سره د لمونځ ادا کولو کې زيات ترغيب او تشويق ورکړی تردی چې په مختلفو رواياتوکې د جماعت لمونځ پرهغه لمانځه چې پرته له مسجده يواځې ترسره شي (۲۵) او يا(۲۷) درجې زيات بهترګرځولی دی.
او په ځینو رواياتو کې د وړو مساجدو په نسبت چې لږ خلک پکې د جماعت د لمانځه لپاره راجمع کېږي هغو مساجدو کې چې ډير لمونځ کوونکي پکې د جمعې لمونځ ادا کوي د ډير اجر او ثواب باعث ګرځولای دی که د جماعت د لمانځه او لويي جمعې فضايلو ته ژوره کتنه وشي د نورو حکمتونو ترڅنګ شايد يو ستر حکمت دا هم وي چې د تيت او پاشان مسلمانانو ترمنځ يو ترابط او تړاومنځ ته راشي، د يو بل د حال نه خبرشي او په دې توګه مسجد ته د مسلمانانو ترمنځ دي وځای کولو او منظم کولو د رول لوبولو زمينه برابره شي.
پداسې حال کې چې په دي وروستي محمدي امت د نورو امتونو په نسبت الله جلاله د ځانګړو نعمتونو په لړ کې يو ستر انعام دا هم کړی دی چې ټوله ځمکه يې ورته مسجد ګرځولې ده چېرته چې د اسلامي امت يو غړی وغواړي او ورته اسانه وي نو د دنيا په هرکنج او کنار کې په خوره وره ځمکه د خپل رب عبادت او بنده ګي په اسانۍ سره کولای شي ولې خو ددې سره سره رسول اکرم صلی الله عليه وسلم خپلو امتيانو ته په مسجد کې په جماعت سره د لمونځ ادا کولو کې زيات ترغيب او تشويق ورکړی تردی چې په مختلفو رواياتوکې د جماعت لمونځ پرهغه لمانځه چې پرته له مسجده يواځې ترسره شي (۲۵) او يا(۲۷) درجې زيات بهترګرځولی دی.
رشتيا هم که د نن زمانې مصـروفو انسانانو ته مسجد دي وځای کولو او ملاقات وسيله نه وای برابره کړې نو د انساني ټولنې د ډير نږدې رشته دارو وګړو ترمنځ به هم ډيره اودږه زمانه د يو بل سره ليده کاته ممکن نه وو او نه به د يو بل د احوالو نه خبر وو.
مسجد کې د جماعت د لمانځه د شروع کيدو نه تر پايه که هر رکن او هرعمل ته ځغلنده نظر وشی نو په ډاګه تری څرګنديږی چې اسلام د انسانانو او په ځانګړی توګه د مسلمانانو ترمنځ څومره په نظم، سمع طاعت، يو بل ته په نږديوالي او يوالي تأکيد او ترکيز کړي دی د لاښه وضاحت لپاره لاندې څوشيان د بېلګې او نمونې په توګه ذکر کوم.
۱: سره له دې چې الله د ټولو کايناتوخالق دی د خپل بنده په ټولوکړو وړو هر چير ته چې وي په پوره کم او کيف سره خبير او عليم ذات دی په ځانګړي ځای کې د عبادت په کولو او يا نه کولو د هغه غني او حميد ذات په الوهيت کې کوم کمی او زياتی نه راځي خو ددی سره سره يې بنده د خپل پيغمبر په وسيله مکلف کړی ترڅو خپل عبادت او بنده ګی الله ته په مسجد کې د نورو خلکو سره يوځای ترسره کړی .
۲: بيا يواځی مسجد ته د جماعت لمانځه ته په راتلو اکتفاء نه ده شوی بلکې جماعت ته راتلونکې ته يې په کلکو ټکو لارښونه کړې چې يو بل ته په صف کې نهايت نږدې، د يوبل سره برابر او منظم ودريږي نبی کريم صلی الله عليه وسلم ذکر شوو خبرو ته په مختلفو احاديثوکې په مختلفو الفاظو داسی اشاره کړې ده :
عن ابن مسعود قال:قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : استووا ولاتختلفوا فتختلف قلوبکم – مسلم
ژباړه: د عبدالله بن مسعود په روايت رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دی : د لمانځه په صف کې د يو بل سره برابر ودريږئ په صف کې کاږه مه ودريږۍ که صف موکوږ کړو الله به مو زړونه کاږه کړي .
عن انس بن مالک عن النبی صلی اله علیه وسلم : سووا صفوفکم فان تسوية الصفوف من تمام الصلاة وفی رواية من اقامة الصلاة – البخاری
ژباړه : د انس بن مالک په روايت نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :
خپل صفونه ښه برابرکړئ ځکه د صفونو برابرول د لمانځه د پوره کولو برخه ده په بل روايت کې يې د لمانځه د ودرولو برخه ښودلی ده .
دا او ديته ورته ټول دلايل ددې خبرې ښکارندويي کوي چې اسلام د خپلو پيروانو په يوصف کې منظم متحد کيدل غواړي او په دې کار کې مسجد ترټولوستر او اغېزمن رول پخوا هم لوبولی او ترقيامته به يې مسلمانانوته د يوالی او يوځای کيدو لپاره خپله د فيوضاتو او فضيلتونو ډکه غيږ پرانستی وی .
۴: مسجد د مسلمانانو ترمنځ د شخړو په حل کې د محکمې په توګه:
که څه هم صحابه کرام رضی الله عنهمدپيغمبر صلی الله عليه وسلم په لاس هغه روزل شوی نسل وو چې په حقوقي مسايلوکې خپل منځي لانجې ډيری نه پيښيدې خوکله به چې څه مسايل او قضايا د دوی ترمنځ مخې ته راغله بيا به يې په مسجد نبوي کې حل کولې لکه چې د سهل بن سعد په روايت يوحديث کې راغلی دی ( ان رجلا من الانصارجاء الی رسول الله فقال يا رسول الله ارايت رجلا وجد مع امرائته رجلا ايقتله ام کيف يفعل ؟ فانزل الله – والذين يرمون ازواجهم ولم يکن لهم شهداء الا انفسهم الاية فقال النبی قد قضی الله فيک وفی امرائتک )
ژباړه : سهل بن سعد فرمايې: چې د انصارو نه يو سړي نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته راغی او ويې ويل: ای د الله رسوله! که يوسړی د خپلې ښځې سره کس ومومي نو آيا هغه به وژنې ؟ او که نه بله کومه معامله به ورسره کوي؟ په دې اړه شرعې حکم څه دی؟ نو ددی قضیې په ځواب کې ذکر شوی آيت کريمه نازل شو نو رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې الله پاک ستا او ستا د ښځې په اړه قطعي فيصله راوليږله او نازل شوی آيت کريمه يې ورته ولوسته .
د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم نه وروسته د راشده خلافت په وخت کې هم د وروستيو درې واړو خليفه ګانو عمر، عثمان او علي رضی الله عنهم په اړه علما او مؤرخين ليکې چې هغوی به هم هر يو د خلکو فيصلې په مسجد کې کولې د همدې په څېر قاضي شريح، حسن بصري ، امام شعبي او ځینې نورو مشهورو تابعينو به هم د خلکو ترمنځ شخړې مسجد کې حل کولې.
ابن ابی ليلی چې د عمر بن عبدالعزيز په خلافت کې قاضي وو هغه به هم فيصلې په مسجد کې کولې همدا وجه ده چې ستر محدث امام بخاری په خپل کتاب صحيح البخاری کې په دی اړوند دوه بابونه ايښی
الف: باب القضاء واللعان فی المسجد بين الرجل والمرءة
ب: باب التلاعن فی المسجد
د امام بخاری رحمه الله ددی ابوابو لاندی مختلف قسمه احاديث ذکر کړيدي چې دا په څرګنده په دې خبره دلالت کوي چې نبی کريم صلی الله عليه وسلم ډيری وخت د خلکو زيات قضايا او مسايل په خپل مسجد کې حل و فصل کول
او د داسې نوروشيانو د مرکز په حيث.
ليکنه: مولوي میرعباس ګوهري