د اسلامي حجاب مفهوم څه دی؟

اسلامي حجاب هغه څه ته شامل دی، چې د ښځې ټول بدن پټ وساتي، او هغه عفیفه او پاکدامنه وساتي، همدا ډول د هغې فتني مخنیوی وکړي، چې د حجاب په نشتون کې رامنځته کیږي.

هدف دا دی چې که چیرته د یوې ښځي بدن په داسې جامه پټ وي چې بیا ترې هم فتنه پیدا کیدله نو هغه حجاب نه شمیرل کیږي، ځکه یا به هغه لباس نری وي، یا به تنګ وي، سمه ده چې د ښځې بدن یې پټ کړی، خو بیا هم فتنه زیږوي نو دا اسلامي حجاب نه دی.

اسلامي حجاب له ګڼ شمیر مزایاوو، او صفتونو څخه برخمند دی که مراعات شي نو د هر راز فتنې مخنیوی کوي، او د یوې سمې ستره ټولنې تضمین بشریت ته کوي، هغه ټولنه چې له اخلاقي فساد څخه پاکه وي ،او ښځه پکې په ریښتیني ډول د ښځې او مور په څېر راڅرکنده شي، نه لکه د نورو د لاس اله چې اوس وخت کې یې موږ وینو.

دا چې اسلامي حجاب کوم شرطونه، صفتونه ، او مزایا لري ، په څو کرښو کې ورته اشاره کوو!

د اسلامي حجاب شرطونه اوصفتونه:

1/ اسلامي حجاب هغه دی چې ټول بدن پټوي، او حتی الامکان دفتنې مخنیوی وکړي (یعني دبدن هره برخه پټه کړي)
2/ اسلامي حجاب دی چې دبدن ټوله برخه راګیره کړي ، لکه مخ لاسونه او نور بدن،ځکه دامت سترعلماء د مخ او ورغوو ښکاره کول هم ستر،(او دفتني پیدا کوونکي) بولي او دتقوا خبره هم دا ده ، چې باید مخ او ټول بدن پټ کړای شي.

your ads

3/ اسلامي حجاب هغه دی چې په عادي حالاتو کې ترې ، دښځې دبدن هیڅ برخه ښکاره نه شي، مګر بعضي جزیات بیل دي لکه د ښځي لویدل یا  حادثه پیښیدل.

4/ اسلامي حجاب تنګ او چسپ نه وي، ځکه دحجاب تنګوالی او چسپوالی هم د فتني سبب کیږي، ځکه رسول الله ﷺ فرمایلي رب کاسیات عاریات (ډير کله هغه ښځې او نجونې چې جامه یې اغوستې وي هغه بربنډې وي، ځکه هغه بیا معبر وي د بدن) او همدې تنګوالي سره د بدن د اعضاوو ښکارندوي کوي او دشهوت پارونه کوي.

5/ اسلامي حجاب پاک وي، پداسې شکل چې عطر به یې پرې نه وي لګولي، ځکه دښځې لپاره په عامه لارو کې عطر لګول د حجاب هدف له منځه وړي ، او دخلکو فکر ځانته راړوي، چې دا بیا دفتنې سبب کیږي.

6/ اسلامي حجاب بد بوی هم نلري، ځکه دا هم ښځو ته د خلکو فکر راوړي او د حجاب یو ډول توهین او سپکاوی ته د خلکو پام راړوي، او اسلام هم په پاکوالي باندې په هر ځای کې امر کړی ، او حجاب باید په حتمي او لازمي ډول ځکه پاک وي، چې تل د ښځي له بدن سره پیوسته وي،او دناپاکۍ په صورت کې یې نورو خویندو او وګړو ته هم اذیت وي.

7/ اسلامي حجاب کې له سړو سره مشابهت نه وي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم، په هغو ښځو لعنت ویلی ،چې په پوشاک کې له نارینه سره ورته والی کوي.

8/ اسلامي حجاب کې له کافرو، فاسقو، نجونو سره هم فرق کیږي، ځکه رسول الله ﷺ فرمایلي: د یهودیانو او مشرکینو مخالفت وکړئ، او همدا ډول د دوی حجاب په اکثره وخت کې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي.

9/ اسلامي حجاب کې شهرت نه وي مطلوب ، په داسې ډول چې ډیر قمیتي، اویا داسې چې په ښځو کې غیر سالم رقابت ته لاره هواره کړي.

10/ حجاب باید ډیر ازاد هم نه وي، ځکه د دې ژغورل بیا له پلیتو څخه سختیږي، او په عامه توګه په خلکو کې له حجابه کرکه هم پیدا کوي، بلکې حجاب باید په متوسط پراخوالی ولري.

دا چې د اسلامي حجاب اهمیت څه دی په لاندې کرښو کې ورته اشاره کوو:
1/ د اسلامي حجاب په مراعت سره د سړو او ښځو زړونه، د شیطان له وسوسو، اوشیطاني افکارو څخه په کلي ډول پاک کیږي.
2/ اسلامي حجاب د مسلمانې ښځې دعفت او پاکدامنۍ ښکارندوي کوي.
3/ اسلامي حجاب په ښځو باندې دتهمت مخنیوی کوي.
4/ اسلامي حجاب دمسلمانې ښځې ساتنه او هغوی ته د خلکو د نظر مخنیوی له ضعیف الایمان، او ناهله نارینوو څخه کوي.
5/ اسلامي حجاب د خاوند، محارمو، او نورو خپلوانو او ښځې ترمنځ د تهمت بدبینۍ فضا له منځه وړي، او پرځای د میني محبت، ریښې ټینګوي، او د قوې رابطې جرړې قوي کوي.

نو دا هغه داسلامي حجاب مواصفات دي چې احادیثو او تفاسیرو کې ورته اشاره شوې وه، اوس وخت کې هغه حجابونه چې په خلکو کې دود دي، او دا صفات پکې نه وي ، نو دا په کل کې هغه حجاب نه دی چې شریعت موږ ته راښودلی، نو که د اسلامي حجاب صفات په حجاب کې موجود نه وه ، او فتنه موجوده شوه، نو شریعت بیا له دغې فتنې څخه بري دی، ځکه شریعت خو تاته پولې روښانه کړې وې، خو تا پرې عمل نه وه کړی.

نو هېله ده چې د اسلامي حجاب ځانګړتیاوې په حجاب کې مراعت شي، او که دا مراعت نشي، نو بیا ستا اغوستی لباس اسلامي حجاب نه، بلکې عرفي او رواجي حجاب دی.

په اخره کې د خویندو او پلرونو، څخه هېله کوم چې کله حجاب پېري ،نو باید د اسلامي حجاب دغه صفتونو ته پکې پام وکړي ، څو اسلامي پولي په دقیق ډول عملي شي.

لیکنه: عبدالحمید راشد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب