
د اسلامي او جاهلي ټولنې توپیر
شهید سید قطب رحمه الله وایي :
اسلام یوازې دوه ډوله ټولنې په رسمیت پېژني، یوه اسلامي ټولنه او بله جاهلی ټولنه.
اسلامي ټولنه هغه ده چې عقیده ،عبادات،اخلاق،نظام او دودونه یې د اسلام مطابق وي.
جاهلي ټولنه هغه ده د اسلام مطابق نه وي، د اسلام قانون ، نظام ،موازنه او ارزښتونه ورباندې حاکم نه وي.
هغه ټولنه چې د الله ج شریعت یې قانون نه وي، ولو که هغه ټولنه له داسې خلکو جوړه وي چې ځانونه به مسلمانان بولي، حتی لمونځ به کوي،روژه به نیسي او حج ته به ځي، خو اسلامي ټولنه به ورته نه ویل کېږي.
بل له داسې خلکو جوړه ټولنه چې له ځانه یې یو داسې اسلام جوړ کړی وي چې هغه په ښکاره د الله ج او د هغه رسول ص له اقوالو، هدایاتو او ارشاداتو سره په ټکر کې وي او دوی به ورته مترقي اسلام وایي، په صراحت سره وایم چې داسې ټولنه هم یوه غیر اسلامي او یوه جاهلي ټولنه ده.
راټولونکی:نوید صهیب