د استمناء زیانونه
هوښیار انسان تل په دې لټه کې وي ترڅو له تاوانونو او زیانونوځان لرې وساتي، او د ګټې وټې په کارونو همیشه والی وښيي.
او دغه پټ کرغیړن کار خو له څو لوریو زیان رسوونکی دی:
1. شریعت حرام او ناروا ګڼلۍ
2. جسم ته زیان رسوي.
3. عقل کمزوری کوي.
4. نفس سپک کوي.
5. انساني وړتیا اوځواک له منځه وړي.
۱ شریعت حرام ګڼلۍ.
په کړلو یې انسان له خدایه لرې کیږي او شیطان ته نیږدې کیږي، پرته له شکه چې دا یو ډیر لوی زیان دی، پاک خدای وايي:
(یاایهاالذین آمنوا لاتتبعوا خطوات الشیطان، ومن یتبع خطوات الشیطان فانه یأمربالفحشاء والمنکر)النور ۲۱
(اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړئ! د شیطان په پله پل مه ږدئ، او چا چې د شیطان په تللې لاره تګ وکړ، نو(پوه دې شي) چې بې شکه شیطان امر کوي، (خپلو ملګروته) په فحشاء او منکرسره)
لکه څرنګه چې وړاندې وویل شول چې دغه کار لویه ګناه ده، او په ګناه کې خو تل ضررونه وي، ځکه ګناه کول د خدای د قهر اوغوصې لامل ګرځي.
۲ جسم ته زیان رسوي
دغه کار جسم ته ډیر زیانونه رسوي، چې په پرله پسې توګه د پټ عادت ترسره کول، انسان ورو ورو کمزوری کوي، په چټکۍ یې له زړبودۍ سره مخ کوي.
ځینې جسمي ضررونه یې دادي:
1. جنسي کمزوتیا، سرعت انزال ، د آلت نه دریدل او د شهوت نشتوالی:
ډیری طبي پوهان د جنسي کمزورتیا لامل پټ عادت یا په لاس سره د شهوت ماتول بولي، چې په پایله کې یې کمزورتیا رامنځته کیږي، نارینه شرم ځای نه خوځي، په سرعت سره انزال صورت نیسي، او د جماع کولو رغبت مړاوې کیږي، کله چې په انساني ژوند کې دغه ډول پیښې رامنځته شي، نو بیا ځوان په واده کولو سره خوند نشي اخیستۍ، همغه ناروا کار ورته ښه ښکاري.
کیدای شي دغه کمزورتیا د ځوانۍ په لمړیو کې کمه تر سترګوشي، خو ورو ورو یې ځوانان په خپلو ځانو کې ویني، او له بد برخلیک سره یې مخ کولی شي.
ډیر خلک به مو لیدلي وي چې په دې اړه له تریخ ژوند سره لاس او ګریوان دي، هره ورځ په ډاکټرانو ګرځي راګرځي، تر څو د دوی دغه ستونزه هواره شي، دردوونکې خو لا دا چې ډیری د ځوانۍ په دوران کې په دغه مریضۍ اخته شوي، چې عمرونه یې په دیرشو او څلویښتو کې دي، لویو لویو شرکتونو دا خبره منلې، چې ډیر ځوانان د جنسي کمزورۍ لپاره دارو درمل کاروي، په لوړه کچه پیسې د همدې موخې لپاره مصرفوي، دغه مرض ډیری په نارینه وو کې دی، خو بدبختانه چې یاد شوي دارو درمل د دې رنځ نه یوازې درملنه نشي کولی، بلکې له نورو ناوړه ستونزو سره یې مخ کوي، نور مرضونه ورته پیدا کوي، او دا لړۍ به ترهغې روانه وي تر څو په ډیره کمه موده کې له زړبودۍ سره مخ شي، ټول ژوند یې نه د ځان په ګټه او نه هم دټ ولنې په ګټه وکارولی شو، لامل یې خپله همدوی وو، په لوی لاس یې په همغه پټ عادت ځان د هلاکت ترکندې ورساوه.
۲- دغه کرغیړن عادت جسم له ډول ډول دردونو سره مخ کوي،
عصبي ریښې کمزوزې کوي، د عضلو خوږ پیدا کوي، د ملا، بندونو، ګونډو دردونه را برسیره کوي، د سترګو د کمزورۍ لامل ګرځي، چې کیدای شي د پنځلسو شلو کالو په عمر خلک ځینې خلاص وي، خو وروسته له شلو ورو ورو یاد شوي مرضونه راښکاره کیږي، جسمي ځواک مخ په ځوړ په تدریجي توګه کمزورۍ کیږي.
۳ د عقل کمزورتیا
پټ عادت یا په لاس د شهوت ماتول، عقلي ځواک کمزوری کوي، ذهني ځیرکتیا له منځه وړي، یاد او پوهه را کموي، چې په پایله کې ذهني تیتوالی، ویره، په راکړه ورکړه نه ورتلل، په کارونو نه پوهیدل رامنځته کیږي، ډیری ځوانان چې د لوړې پوهې او استعداد خاوندان وو دهمدغه مرض له امله بې علمه پاتې شول، لوړه پوهه او خدای ورکړی لوی ذهن یې له خاورو سره خاورې شول، علمي درجه یې را ټیټه شوه، چې په خپلو همزولو کې یې لوړ شان نن په سپکه تله تلل کیږي.
۴ نفسي مرضونه
پټ عادت تل د هغو خلکو سره چې پرې روږدي دي، یو ډول پیښماني او نه لیدونکی درد پیدا کوي، ډیری دا ډول ځوانان ټینګار کوي او وایي چې اګر که دغه کار یو لنډغوندې خوند له ځانه سره لري، چې دهمدې لپاره ځوانان نا خبره ورته لیواله دي، خو داسې پیښماني ورسره مل ده چې انسان ټول وخت د ځان سره غمجن مایوس ښکاري، په خپل ځان باور له لاسه ورکوي، عصبي ټیکاو یې له منځه ځي، او پر دې ښه پوهیږي چې په ناسمه لار روان دی… خو د پریښودو عزم اوتصمیم نشي نیولی، په خدای توکل نشي کولی، ځان لاپسې په غمونو لاهو کوي او د هلاکت په لوري یې بیایي.
۵ قوت او ځواک له منځه وړي
کوم خلک چې په دغه عادت روږدي دي، تل ورسره د خوب کولو لیوالتیا او رغبت موجود وي، ډیری وخت د سستۍ په حالت کې نیم خوبه غیرمنظم کله ویده کله ویښ سرګردانه په ناوړه خیالونو وسوسو کې ورک تیروي، تل کوښښ کوي له نورو ځان ګوښه کړي، د ځانه سره خپل غمونه لاندې باندې کړي، په مجلسو او ناستو که ونډه نه اخلي او نه ورسره علاقه لري، په ټولو کارونو کې شاته شاته کیږي، په کار باندې د اقدام کولو توان او جرأت له لاسه ورکوي ځکه په ځان باورنلري.
امام مسلم د ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: قوي او پیاوړۍ مؤمن له ضعیف اوکمزوي مؤمن څخه غوره دی، اګر چې خیر په دواړو کې د ایمان له وجې شته…ورپسې وایي(احرص علی ماینفعک واستعن بالله ولاتعجز) ،( په خپله ګټه حریص اوسه، د خدای څخه مرسته وغواړه، او کمزوري مه کوه).
یعنې د خدای په اطاعت او عبادت حریص اوسه، له همغه لوی خدای څخه د مرستې غوښتنه کوه، تل خپلو حلالو ګټوته پام کوه، په اړه یې عاجزي مه اختیاروه، سستي او ټنبلي مه کوه .
ژباړه: خلیل الرحمن حنیف