د استمناء د پریښودلو لپاره دولس لارښونې

1.    سم د واره له دې کاره لاس په سرشه، په اړه یې ټینګ هوډ وکړه، خپل خدای ته مخ واړوه او په هغه توکل وکړه، ترڅو له دې کاره په لریوالي ستا مرسته وکړي، له دې کاره د لریوالي یوازنۍ هدف دې باید د خدای جل جلاله امر ته غاړه ایښودل وي، د هغه رضا دې یوازنۍ هیله وي، له هغه څخه وغواړه تر څو په پریښودو یې ستا پښې ټینګې کړي، او دغه کړی نیت دې عملي بڼه غوره  کړي.

2.    د دعا د قبلیدو په وختونو کې له خدای جل جلاله څخه وغواړه تر څو ستا زړه په الهي وړانګو سره روښانه کړي، دې حالت ته دې بدلون ورکړي، او دغه دعاء دې قبوله کړي، د دعاء دقبلیدو وختونه علماوو د شپې وروستۍ دریمه، د آذان او اقامت ترمنځ، د جمعې وروستۍ ساعت… ښودلي.

3.    پنځه وخته لمونځونه تل په جماعت سره اداء کوه، ځکه لمونځ له فحشاء او منکر څخه مخنیوی کوي، د خیر او ښیګڼې د کارونو د اجراء کولو او له بدو ناروا کارونو څخه د مخنیوي لپاره په صبر(زغم) او لمانځه سره مرسته وغواړه، (واستعینو بالصبر والصلاة) بقرة ۴۵،(مرسته او مدد وغواړئ په صبرکولو او لمانځه اداکولو سره).

4.    د سنتو په اداء کولو همیشه والی کوه، ځکه څوک چې د پاک نبي صلی الله علیه وسلم سنت ساتي، الله جل جلاله به ورته په جنت کې کور جوړ کړي، او له ټولو ناوړه کارونو به یې وساتي.

5.    تل د سهار او ماښام اذکار وایه، د پریوتو پر مهال ماثوره دعاګانې تیروه، ځکه دغه ذکرونو ستا څخه شیطانان شړي، نه یې پریږدي تر څو ستا د تیرایستلو لپاره هڅه وکړي، چې د دغه اذکارو له جملې د آیت الکرسي، د قل اعوذ برب الفلق سورت د قل اعوذ برب الناس سورت، د بقرې وروستي آیتونه … یادولی شو، امام بخاري له ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت کړی چې وايي: رسول صلی الله علیه وسلم وویل: څوک چې (لااله الا الله وحده لاشریک له، له الملک وله الحمد، وهو علی کل شئ قدیر) د ورځې سل ځله ووايي،  د لسو غلامانو د آزادولو په اندازه اجر او ثواب به ېې په برخه شي، سل نیکۍ به ورته ولیکل شي، سل بدۍ به ورڅخه واخیستل شي، او ټوله ورځ به دغه دعا ورته له شیطانه ساتندویه شي، تردې چې ماښام شي )

your ads

6.    وخت بې ګټې مه تیروه، تل د دنیا او آخرت د ګټو لپاره ځان مصروف ساته، تر ټولو زیات د قرآن تلاوت کوه، په معناګانو کې یې فکر کوه، له څرګندنوسره سم یې خپلې کړنې سمبالوه، ځکه چا چې په قرآن عمل وکړه، هیڅکله به هم بې لارې او بدمرغه نشي.

7.    د ځان لپاره نیک ملګري ولټوه، تر څو په لارښوونه کې ستا همغږي وښيي، د خیرښیګڼې په کارونو کې دې ترڅنګ ودریږي، او د بدو کارو په کولو سره دې په لاره کې خنډ شي.

8.    که چیرې دې لاس رسي، وختي د واده کولو هڅه وکړه، که دې لاس بند وي نو بیا ځان په روژه نیولو روږدی کړه، همدغه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم لارښوونه ده.

9.    له هغو لارو ځان وساته چې تا د ګناهونو په لورې بیايي، د نورو ناموسونو ته سترګې مه نیسه، نظر په نظر مه بدرګه کوه، د ساز او سرود رقص، نڅا، لهو لعب له ځایونو لرې ګرځه، هیڅکله هم داسې ځای(هوټل، سینما، کور …) ته مه ځه چې هلته نر اوښځې په غم او ښادۍ کې سره یو ځای لمانځنه کوي، ځکه محارمو ته کتل ګناه لري، او په داسې ځایونوکې هرومرو ورسره مخ کیږې.

10.    ریښتنې توبه وباسه، له زړه نه په کړي کارپیښمانه شه، د بیا کړلو هڅه یې مه کوه، د لوی خدای جل جلاله څخه درته د ریښتینې توبې هیله کوم، د خدای نه ویره دې په برخه شه، هغه کارته دې مخ شه، چې د خدای خوښ وي، او همغه لوی خدای تر ټولو غوره لارښود دی.

11.    کله هم که درته د ګناه کولو په تړاو د شیطان وسوسه پیدا شوه، په رټلو سره یې ولمانځه، خدای ته پناه یوسه د شیطان له چل اوفریب څخه د ځان ساتلو په موخه له خدایه مرسته وغواړه، پاک خدای وايي:

(و اما ینزغنک من الشیطان نزغ فاستعذبالله، انه هوالسمیع العلیم) فصلت ۳۶.

(که چیرې ورسیږي تا ته له شیطانه تباهي( وسوسه،چل او فریب) نو پناه یوسه الله جل جلاله ته (له شره دشیطان) بیشکه الله جل جلاله ښه اوریدونکی ښه عالم دی) ،

( ان الشیطان لکم عدو، فاتخذوه عدوا، انمایدعوا حزبه لیکونو من اصحاب السعیر)فاطر ۶.

( بې شکه شیطان تاسو لره دښمن دی، نو تاسو هم دی(خپل) دوښمن وګڼئ، شیطان خپلې ډلې ته دهلاکت په لوري بلنه ورکوي، ترڅو شي دوی له دوزخیانو ځینې).

12.    مرګ له یاده مه باسه! خپل وروستۍ حالت ته سوچ وکړه، کله چې د ځنکدن کړاوونه درباندې تیریږي، هغه وخت چې په تنګ قبرکې ایښودل کیږې، د(صراط) په باریکه باندې تیریږې، همدغه ریښتینۍ فکر د هوښیارانو د کنترول لپاره کافي دی، ځکه مرګ یو تریخ حقیقت دی، چې هیڅوک هم ځان نشي ځینې ژغورلی، ډیری یې ستا په پرتله ړنګ بنګ ځوانان خپلې غیږې ته کوز کړي، نو تیاري ورته په کارده.

ژباړه: خلیل الرحمن حنیف / اصلاح انلاین

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب