د استخارې ګټې او ارزښت
د استخارې ګټې او موخې:
۱: د يومسلمان نېکمرغي داده چې په خپلوکارونوکې که غټ کار ياوړوکى وي، ديني وي اوکه دنياوي بايدپه هر کار کې د خپل څښتن خواته متوجه وي اوتل هغه ته سرټيټى وي، له همدې امله پيغمبرعليه السلام د انسان د هر طبعي، شرعي، اوفطري کارونود ترسره کولو پروخت الله تعالى ته د توجه کولو لپاره ډول ډول دعاوې ښوولي، د بېلګې په ډول خوراک، څښاک، تشناب ته تلل، ياخوب کول اونور….. دا ټول د انسان په فطري اړتياووکې شمېرل کيږي، پيغمبرعليه السلام د دې ټولود ترسره کولو پروخت دعاوې ښوولي دي، ترڅوپه هرکارکې د الله تعالى رحمت اومرسته له بنده سره مل وي اوهغه کار په همدې ډول عبادت وګرځي، د دې لپاره چې بنده تل دالله تعالى لوري ته متوجه وي پيغمبرعليه السلام د ژوند د مهموکارونو د ترسره کولوپروخت ورته داستخارې لارښوونه کړې اوله دې سره يې د مشورې کولوامرهم کړى.
۲: ارزښتناکه ګټه يې د نبي کريم صلى الله عليه وسلم له حديثوڅخه څرګنديږي هغه داچې له استخارې وروسته په هغه کارکې پښېمانتيانه وي. نوهرمسلمان بايد په خپلومهموکارونوکې استخاره وکړي ترڅويې کارونه په سمه توګه پرمخ ولاړشي، له احاديثوڅخه داسې څرګنديږي چې داستخارې په نه کولوسره انسان له بدمرغۍ اوناهيلۍ سره مخ کيږي.
دريمه ګټه يې داده چې په استخارې سره انسان ته د زړه ډاډترلاسه کيږي، شک يې له زړه وزي اوکاريې په برياليتوب سرته رسيږي.
مولانا اشرف علي تهانوي صاحب وايي: د استخارې لويه ګټه داوي چې د انسان زړه ډاډه شي اوپه هرکارکي يې خيروي.
د استخارې ارزښت:
د استخارې د ارزښت په اړه ډېر احاديث راغلي غواړو يو څو يې دلته را واخلو.
١- پيغمبر عليه السلام وايي: د انسان نېکمرغي داده چې په هرکارکې له الله تعالى سره استخاره وکړي اود خداى جل جلاله په پرېکړه خوښ شي، اوبدمرغي يې داده چې استخاره ونکړي.
٢- حضرت جابر بن عبدالله وايي چې پيغمبرعليه السلام به مونږته داستخارې ښوونه داسې کوله څنګه به يې چې د قرآن کريم د سورتونو ښوونه کوله.