د ارواپوهنې اړوند لومړی لید او آندونه

د ارواپوهنې له علم سره اشنايي، د کورنۍ په تشکیل او جوړښت کې پوره مرسته کوي، له موږ سره به مرسته وکړي، څو وکړای شو خپله هم د زده کړې په مېتودونو پوه شو او مطالعې ته به مو وخت هم سپما کړی وي. د ارواپوهنې په واسطه به راته دا زمینه برابره شي چې د ژوند په چارو او کارونو کې په مؤثره توګه برخه واخلو، ارواپوهنه به موږ ته دا را زده کړي، چې د بریالیتوب لاملونه کوم دي؟ د ارواپوهنې په مټ به زده کړئ! چې څرنګه ووایو؟ څرنګه يې زده کړو؟ څه ډول يې ذهن ته وسپارو؟ څو مو بېرته له یاده ونه اوځي، په ټوله کې به مو د ژوند په خوږو پوه کړي، په ورځني ژوند کې به مو پر ستونزو او چارو برلاسي کړي. دا چې د ارواپوهې په اړه لومړی لید او د لومړنیو پوهانو اندونه څه ول؟ له ارواپوهنې د هغوی درک او پېژندنه څه وه؟ او ارواپوهنې ته يې څه ډول تعریف ورکړی و؟ په دې لیکنه کې به ورته لنډه کتنه/ لیدنه وکړو.

له ارواپوهنې څخه به خلکو داسې تعبیر اخیسته چې ګواکې ارواپوهنه د انسان روح مطالعه کوي، یا ارواپوهنه باندې پوهېدل د روح په اړه پوهېدل و، یا له ارواپوهنې څخه پوهه لرل او په ارواپوهنه پوهېدل، په دې مانا و، چې نوموړي به علم غیب درلوده، یانی دې به د انسان په راتلونکي او تېرو عملونو او خصوصیاتو پوهېده؛ چې متاسفانه اوس هم تر ډېره عام وګړي همدا ذهنیت لري. حقیقت دا ده، چې ارواپوهنه د انسان د سلوک او کردار د مطالعې علم دی؛ نه د روح د مطالعې علم، ځکه د روان او روح په اړه انسانانو ته علم نه دی ورکړل شوي، کله چې کفار او مشرکینو له محمد (ص)  څخه د روح په اړه وپوښتل شول، نو نبي کریم (ص)  ورته چوپ پاتې شو، چې بیا ورته په دې اړه الله تعالی وفرمايل:

ژباړه: اې محمدهپېغمبره(ص)  ورته ووایه! چې روح زموږ د رب (ج) امر دی؛ په دې اړه موږ ته علم نه دی راکړل شوی مګر ډېر کم همدا چې روح د الله تعالی امر دی.

بل حقیقت دا چې موږ عقیده لرو علم غیب یوازې له الله تعالی سره ده او بنده ګانو ته په دې اړه علم نه دی ورکړل شوی. ارواپوهنه د انسان سلوک مطالعه کوي او وروسته له هغه په احتمالي ډول پیشبیني کوي او د نوموړي شخص په اړه قضاوت کوي؛ چې ممکن سل په سلو کې صحت هم ونه لري.

په لومړنیو پېړیو کې، هغه وخت چې ټول علوم په فلسفې پورې تړلي ول او د فلسفې تر سیوري لاندې به مطالعه کیدل؛ ارواپوهنه هم یو له هغو علومو څخه وه، چې د فلسفې پورې تړلې وه؛ له همدې امله د ارواپوهنې په هکله د پوهانو آندونو فلسفي بڼه درلوده، یعنې د شخصي نظریاتو او عقایدو له مخې تحلیل کېده؛ انسانان پخوا دې ته مجبوریدل چې ځينې پدیدې او واقیعتونه لکه؛ خوب لیدل، وېره، تشویش، خوښي، زړه ور توب، عشق، او نور وپلټي، چې دغه پلټنه د بشر ځان پېژندلو ته زیاته توجه وه.

په پخوا وخت کې به انسانانو ته دا پوښتنې را پیدا کیدلې چې د انسان د بدن څخه یو بل انسان راوځي او په مختلفو ځایونو کې فعالیت کوي؛ او کله چې انسان ویښ شي په اتوماتیک ډول دغه غېر عادي انسان په وجود کې ښه بندي کیږي؛ او د مرګ په وخت کې د انسان څخه په دایمي ډول فرار کوي، چې د هغه په نظر دغه غېر عادي انسان نفس یا روح دی.

افلاطون د روح په اړه داسې ويي:
روح د عقل مجموعه ده چې په تن باندې حکومت کوي. د ده په آند روح د عقل ټولګه وه، چې تن به د هغه په اختیار کې و او پرته له عقل به تن فعالیت نشوای کولی.ارسطو یونانې فیلسوف عقیده درلوده چې روح د بدن عکس العمل څخه بل شی نه دی؛ په بل ځای کې بیا ارسطو وايي: روح یو مجرد جوهر دی چې د خپل د بقا لپاره مادې ته ضرورت نه لري. فلاطون ارواپوهنې ته د علم الروح ویلي دي، د ده په آند ارواپوهنه یواځې د روح علم دی، په داسې حال کې چې الله تعالی انسانانو ته د روح په اړه علم نه دی ورکړی؛ ارسطو ارواپوهنې ته علم الذهن ویلي دي. ده به تر ډېره د ارواپوهنې په اړه ذهن ته ترجیح ورکوله، د ده په آند ارواپوهنه د ذهن علم دی او تر ډېره د ذهن مطالعه په غاړه لري.

وونټ او ټیچنر ارواپوهنې ته د علم الشعور تعریف وویل، د دوئ په وینا ارواپوهنه د شعور علم دی او شعور د مطالعه وړ دی، یعنی کولی شو چې د شعور ځانګړتیاوې او مشخصات وڅېړو، همدا و چې دوئ د ارواپوهنې تجربې تر ډېره په شعور باندې ترسره کړي دي. وود ورد ارواپوهنې ته د حرکاتو او سکناتو د مطالعې علم ویلی دی. سپرلینګ ارواپوهنه د فرد مطالعه د ټولو جوانبو په اعتبار تعریفوي. د ارواپوهنې معاصر محقق دوکتور شوایګر وايي: دا به سمه وي چې ارواپوهنې ته د علم الروح او علم الذهن پر ځای د سلوک او کردار علم ووایو.

جان دیوي وايي: ارواپوهنه هغه علم دی چې د بشر د سلوک، کردار او د هغې اړیکې په هر اړخيز ډول څېړي.
لومړی ارواپوه چې د ارواپوهنې په تحقیقي کړنلاره کې يې د تجربې څخه کار واخیست، ویلیم وونټ و، چې د اتلسمې پېړۍ په ۱۸۳۲ م کال پیدا او په ۱۹۲۰ م کال کې مړ شو، وونټ په ۱۸۷۹ م کال د آلمان هېواد په لایپزیک پوهنتون کې د ارواپوهنې علم د لومړنې آزماېښت ګاه په پرانستلو سره د ارواپوهنې علم له فلسفې څخه جلا کړ.

ارواپوهنه له دوو یوناني کلمو څخه اخیستل شوی ده، چې sycho په مانا د روان یا روح او logy د اصل، پوهې او حقیقت په مانا ده؛ ارواپوهنه هغه علم دی، چې په هغه کې رواني حقایق تر بحث او مطالعې لاندې نیول کیږي، مګر څرنګه چې په دغه تعریف کې له روح یا روان څخه ذکر شوی، نو دا تعریف نیمګړی دی؛ ځکه چې د روح لپاره مشخصات او معلومات چا نه دي ټاکلي. ارواپوهنه د انسان د بنسټیزو مفاهیمو لکه؛ احساس، ادراک، هېرېدنه، آنګیزه، هوښ، هیجان او رفتار په اړه بحث کوي، ارواپوهنه هغه علم دی،چې د بشر د سلوک او کردار د مطالعې او د هغې اړیکې په هر اړخيز ډول څیړي.

د اروپوهنې موضوع او موخې:
د ځینو ارواپوهان د ارواپوهنې موضوع په دې ټکو کې خلاصه کوي. د هرې رواني پېښې د خصوصیاتو پېژندل، د پېښې د اسبابو څېړل، د هغه خصوصیاتو او تعرفاتو څخه اطلاع حاصلول، چې په رواني پېښو پورې تړاو لري، څو توانونه او استعدادونه را ژوندي کړي او له چاپېریال سره توافق لوري ته وهڅول شي. د ارواپوهنې موضوع ټول هغه فعالیتونه دي، چې د یو ژوندي موجود لخوا د چاپیریال سره د جوړجاړي/ توافق لپاره تر سره کیږي. په داسې حال کې چې د ارواپوهنې موخې عبارت دي له ځان پېژندنه، د حقایقو درک د ځان په اړه، د نورو پېژندل، د ټولنیزو مسایلو درک د ځان په اړه.

لیکنه: وحیدالله وحدت

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ