د اختر د مبارکې حکم څه دی؟

سوال :دعیدپه ورځ خلګ په مسجدکی دچای خوړلونه ورسته یوله بل سره مصافحه یامبارکې کوی همدارنګه دعیددلمانځه نه ورسته اویاد جــمعی دلمانځه نه ورسته اویادسهــاراوماذدیـــــګردلمانځه نه ورسته مصــــافحه یامعانقه په ځینوځایوکی رواج ده په شریعت کی ددی عمل حکم څه ده ؟
ځواب :-مصافحه یعنی یوبل ته لاس ورکول یامعانقه یعنی یـــوبل ته غیږو رکول سنت ده خوالبته په اول دی مـلاقات یعـــنی چی دوه نفرسره مـــخامخ شونومصافحه یامعانقه کول سنت دی پدی خـــاص وختوکی چی ډیروخت ناست وی بــــیاراولاړشـــی اویوله بـــل سره مصافحه کـــوی داعمـل مکروه اوبدعت ده ردمحتارلیکی صرح بعض علـــمأناوغیر هم بکرهــــة المصافــــــحه المعتادة عقیب الصـــلوة مع ان المصافحه سنـــة و ماذاک لالکونهالم توثـــر فی خصوص هذه الموضع ج۵ ص ۲۷۰تصریح کړی بعضی علمأزمونږاونــورو علماوو په مکروه والی دمصافحی چی عادت ده ورسته له لمانځه ســــره له دی چی مصافحه سنـــــت ده ددی بله وجـــــــه نشته مګرداچه په دی خاص وخـــت کی دی مصافحی کولوکوم روایـــــت نشته.

همدرنګه حضرت ملاعلی قاری (رح)لیکی
ولهذاصرح بعض علمأنابانهامکروهة وحینئذانهــامن البـــدع المــــذمومه حاشیه مشکوة ص۴۰۱ یعنی له دی وجی بعضی علمأوزمونږپه دی تصــریح کړی چی دامصافحه مــــکروه ده اوپه دی خاصووختوکی له بدعاتوقبیـحه وو څخه ده شیخ عبدالحق محدث دهلوی لیکی انکه بعضــــی مردم مصـــافــحه میکنندبعدازنمازیابعدازنمازجمعه چیزی نیست وبدعت است ازجهت تخصص وقت اشعاة اللمعات ج۴ ص ۱۲ یعنی داچه بعـــضی خلــــــګ مصـافحه کوی دلمانځه نه ورسته یادجمعی د لمانځه نه ورسته هیڅ شی هم نده اوبدعت ده له جهته دخاصوالی دوخت نه

علامه طبی (رح)لیکی
یکره المصافحة بعداداءالصلواة علی کل حال لانهامن سنن الروافض وهکذاالحکم فی المعانقه بحواله لجنه ص ۱۳۰ یعنی دلمانځه ورسته مصافحه کول په هرحال کی مکروه ده ځکه چی ددادشیعه ګانوطریقه ده اوهمداحکم ده په معانقه کی حضرت مولاناظفراحمدعثمانی (رح)لیکی داخترونونه پس چی کومه مصاحفه رواج ده دابدعت ده امدادالاحکام ج۱ ص۹۶ همدارنګه احسن الفتاوی ج۱ ص ۳۵۴ هم داعمل بدعت بللی بدعت کبیره ګناه اویومهلک عمل ده اوددی مذمت مخته په حدیثوکی په تفصیل سـره ذکرشوبایدمسلمانان له غفلت څخه کاروانخلی پخپله هم له داسی اعمالو نه ځان وساتی اونورهم له داسی منکرواعمالونه راوګرزوی اودی غــــفلت په صــــورت کی به ټول مسئول یوځکه چی بدعــــت ډیر عظیمه ګناه ده کوم چی مونږمخته تفصیلی بحث پری وکړلهذامونږبایدخپلی غــاړی خلاصی کړوداسی بایدنه ووایوچی دااوس رواج ګرزیدلی دانشی کیدای

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب