د ابوبکر صدیق رض پېژندنه او ژوندلیک | صحابه کرام
نوم يې عبدالله ، كنيت يې ابوبكر , صديق او عتيق يې لقبونه وو . د پلار نوم يې عثمان كنيت يې ابو قحافه او د مور نوم يې سلمى او ام الخير يې كنيت وو . د پلار د لورې د نسب پوره كړۍ يې داده : عبدالله بن عثمان بن عامر بن عمرو بن كعب بن سعد بن تيم بن مُره بن كعب بن لوئ القرشي التميمي . او د مور د لورې د نسب كړۍ يې په دا ډول ده : ام الخير بنت صخر بن عامر بن كعب بن سعد بن تيم بن مُره. ( طبقات ابن سعد قسم اول دريم ټوك ۱۱۹مخ)
په دې ډول د حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه نسب د مور او پلار دواړو له لورې په شپږم پښت کي د رسول الله صلى الله عليه وسلم له نسب سره يو ځای كيږي .
حضرت ابوبكرصديق رضي الله عنه ډير دنر يو اندامونو څښتن وو , څهره يې غنم رنګى وو , تندى يې لوړ او پراخ وو , سترګې يې ور ننوتلي وې او په ويښتانو به يې دنكريزو خضاب لګاوه .
دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه مېرمنې او اولادونه
حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه په مختلفو مهالونو كې له يوه نه ډير ودونه كړي وو .له كومو ميرمنو نه چې يې اولادونه سوي دهغو نومونه دادي :
قتيله يا قتله : له دې څخه يې حضرت عبدالله او حضرت اسماء رضي الله عنهماپيدا سول .
ام رمان : داد ام المؤمنين حضرت عايشې او حضرت عبدالرحمن رضي الله عنهما مور وه .
اسما : له دې څخه محمد بن ابي بكر پيدا سو .
حبيبيه بنت خارجيه : د حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه ترټولو كشره لور( ام كلثوم )له همدې نه پيدا سوې وه .
د حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه ژوند
حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه د اسلام څخه تر مخه يو بډای سوداګر وو چې په ديانت , ريښتنولۍ او امانت ساتلو كې يې وتلى نوم درلود . د مكې اوسيدونكو به دهغه دعلم , تجربې او ښو كړو وړو له امله دهغه ډېر عزت كاوه .دجاهليت په زمانه كې به د خون بها مال د حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه په كور كې يوځاى كيدى كه به دبل چا كره يوځای سو نو قريشو به هغه مال نه مانه .(كنزالعمال 6 ټوك 313 مخ )
د جاهليت په زمانه كې هم ابوبكر صديق رضي الله عنه له شرابو نه همداسې بد وړل لكه داسلام په زمانه كې , اوويل به يې چې دشراب څښل دانسان عزت ته زيان رسوي .
له حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه سره له ډېره وړوكوالي د رسول الله صلى الله عليه وسلم مينه وه او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ملګرو په ټولۍ كې ګډ وو. د سوداګرۍ په ډېرو سفرونو كې به هم له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ملګرى وو (پورتنۍ حواله)
كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په نبوت مبعوث کړل سو نو هغه په پټه خپل ټول مخلصين او درازملګري په دې حقيقت خبر كړل نو حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه ترټولو لومړی سړی وو چې د رسو لله صلى الله عليه وسلم سره دبيعت كولو لپاره يې لاس ور اوږد كړ .كه څه هم ځينو مؤرخينو ليكلي چې تر ټولو مخکې حضرت خديجې رضي الله عنهااسلام راوړ ځينو بيا حضرت علي رضي الله عنه ليكلى ځينو حضرت زيد بن ثابت رضي الله عنه ليكلى ليكن له ډېرو اثارو او دلايلوڅخه دا په ډاګه كيږي چې تر ټولو مخکې حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه اسلام منلى دئ , او د دې نورو اثارو او احاديثو تطبيق څيړونكو په دې ډول كړى چې : په ښځو كې ام المؤمنين حضرت خديجې رضي الله عنها لومړى اسلام راوړى , په ماشومانو كې حضرت علي رضي الله عنه , په غلامانو كې حضرت زيد بن ثابت رضي الله عنه او په ازادو او بالغو سړو كې بيا حضرت ابو بكر رضي الله عنه تر ټولو ړومبى په اسلام باندې مشرف سوى دى . (فتح الباري ۷ ټوك ۱۳۰ مخ )
د حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه د مسلمانيدو سره سم د اسلام د پر مخ تللو لړۍ پيل سوه او د حضرت عثمان بن عفان , حضرت زبير بن عوام,حضرت عبدالرحمن بن عوف , حضرت سعد بن ابي وقاص , حضرت طلحه بن عبدالله ,حضرت عثمان بن مظعون , حضرت ابو عبيده ,حضرت ابو سلمه ,حضرت خالد بن سعيد بن العاص رضي الله عنهم په څيرجليل القدره خلک هم د حضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه د زېار ايستلو په پايله كي مسلمانان سول .
حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه په خپل كور كې دلمانځه كولو لپاره يو ځانګړى مسجد جوړ كړى وو چې ډېر په عاجزۍ او خشوع وخضوع سره به يې لمونځ پكښې ادا كاوه , صديق رضي الله عنه ډېر زړه نرمى انسان وو , كله چې به يې د قرآن كريم تلاوت كاوه نو له سترګو څخه به يې اوښكې بهيدلې آن تردې چې خلكو به دهغه ژړا اورېدله او ټول به را يو ځای سول او له دې اثر درلودونكي منظر څخه به ډېر متاثر سول . بخاري باب هجرة النبي واصحابه .[irp][irp][irp]
حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه به د خدای په لاره كې ډېر مالونه وركول په 9 هجري سنه كې رسول الله صلى الله عليه وسلم دغزوۀ تبوك دتيارۍ لپاره د خدای جل جلاله په لاره كې د مالونو دوركولو اعلان وكړ نو حضرت عمر رضي الله عنه د خپل كور نيمايي مال د خدای په لار كې دوركولو په بڼه درسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته راوړ او دا ګمان يې وكړ چې كېدای سي نن زه په نيك كار كې حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه ته ماتې وركړم خو حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه د خپل كور ټول مال راوړ او درسول الله صلى الله عليه وسلم مخې ته يې كيښود , رسول الله صلى الله عليه وسلم له حضرت عمر څخه وپوښتل چې تا خپل اولادته څه پريښودل ؟ نو حضرت عمر وفرمايل چې نيمايي مال مې اولاد ته پريښود او نيمايي مې د خدای جل جلاله په لار كې د صدقه كولو په نيت ستاسې حضورته راوړ , بيا يې د ابو بكر صديق رضي الله عنه څخه وپوښتل چې تا خپل اولادته څه پريښودل ؟
هغه ورته وفرمايل : چې اې د خدای رسوله ! ما چې څه په كور كې درلودل نو هغه مې ټول ستاسې حضورته راوړل , او ويي فرمايل چې كور مې الله تعالى او دهغه رسول ته پريښود (هغه به له خپله درباره زما روزي راكوي ) د حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه دا وينا درسول الله صلى الله عليه وسلم ډېره خوښه سوه او د حضرت ابو بكر صديق ستاينه يې وكړه , نو حضرت عمر رضي الله عنه وايي چې ما له ځان سره وويل چې ريښتيا هم په نيكو كارونو كي تر حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه وړاندې کېدل اسان كار نه دى . ترمذي مناقب ابو بكر رضي الله عنه.
رسول الله صلى الله عليه وسلم چې تر ټولولومړى د مسجد د جوړولو لپاره د كومې ځمكې انتخاب كړى وو هغه ديتيمانو وه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم نه غو ښتل چې ديتيمانو په ځمكه مسجد جوړ كړي خو حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه دهغې ځمكي قيمت هغو يتيمانو ته وركړ او درسول ا لله صلى الله عليه وسلم له رايې سره سم په هماغې ځمكې مسجد جوړ سو . فتح الباري ۷ ټوك ۱۹۳ مخ .[irp][irp][irp]
د ابوبکر صديق رضی الله عنه خلافت:
په داسې وخت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځای ناستي په توګه ور سره بيعت وکړل شو چې له يوې خوا مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات، له اسلام څخه د ځينې عربي قبيلو د ګرځېدنې، او د هغه د ځای ناستي له منښته د ځينو نورو د ډډې کولو له کبله په وير او ستونزو اخته وو، او له بلې خوا د روم امپراتورۍ پر حجاز، مکې او مدينې د يرغل تابيا نيوله.
همدا ډول د اسلام لښکر چې د ځوان اُسامه بن زيد تر مشرۍ لاندې رسول الله صلی الله عليه وسلم له خپل وفاته وړاندې د روميانو د يرغل د مخې د ډب کولو په موخه ګومارلی وو، له مدينې سره نږدې د خوځېدنې امر ته ځنډ يوست.
ابوبکر صديق رضی الله عنه د مسلمانانو د لارښود په توګه له ټاکل کېدو څخه وروسته د تاريخ له ټولو لارښوونکو څخه په غوره توګه خپل مسؤليت پر ځای کړ.د ارتداد او له دين څخه د ځينو عربي ټبرونو د ګرځېدنې د ستونزې په وړاندې په پرېکنده او اوسپنيز هوډ سره ودرېد، ستر برياليتوبونه يې تر لاسه، او د دغې فتنې اور يې په هماغه سپرغۍ کې مړ کړ.
د اُسامه بن زيد تر مشرۍ لاندې د اسلام سرتيري لښکر ته يې امر وکړ چې د هماغه مسؤليت د تر سره کولو له پاره د خپل هدف په لور وخوځيږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ور ته سپارلی وو.
حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه وروسته له هغه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځای ناستي او د مسلمانانو د لارښود په توګه وټاکل شو، د مسلمانانو غونډې ته وويل:
«په داسې حال کې چې زه پر تاسې څه غوره والی نه لرم، او له تاسې څخه غوره نه يم، زه مو د خپل مشر په توګه وټاکلم.
… که په سمه لار روان وم، لاس نيوی مې وکړئ!… او که په ناسمه وم، لارښوونه را ته وکړئ او سمې لارې ته مې برابر کړئ!
… ريښتينولي او ښه وينا، او سم چلن يو امانت او مسؤليت دی.
… دروغ او بده وينا، او بدچلن، بد کار او خيانت دی.
… په تاسې کې کمزوري او بې وسه تر هغه وخته له ما سره زورور او پياوړي دي چې تر څو مې د هغوی حق نه وي ور ته اخيستی.
… همدا ډول په تاسې کې پياوړي او زورور زما په وړاندې تر هغه کمزوري او بې وسه دي تر څو مې چې د نورو حق نه وي ترې اخيستی…».
… حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه په ريښتيا پر الله جل جلاله او رسول الله صلی الله عیله وسلم د ايمان په برخه کې ريښتونی وو.
د حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه ځانګړتياوې
۱-حضرت ابو بكررضي الله عنه يو له هغو لسو كسانو څخه وو چې په نړۍ كې ورته د رسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې دجنتي توب زيرى وركړل سوى وو .
۲- د اسلام د لومړي خليفه په توګه وټاكل سو .
۳- په بالغو نارينه و كې ترټولو لومړى په اسلام باندې مشرف سو.
۴- د رسول الله صلى الله عليه وسلم د خسرتوب وياړ ورپه برخه سو .
۵- په غار حرا كې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د ملګرتوب له كبله ورته د (يارغار) د لقب اخيستلو شرف حاصل سو .
٦- يو له ډېرو ارزښتناکو خدمتونو څخه يې د قرآن کریم راټولول او يو ځای کول وو چې له هغې وړاندې د حافظانو په سينو کې او د لرګي او تيګو پر تختو، او څرمنو خوندي وو.
۷- د دين د پرمختګ له پاره يې د سر او مال ښندنه کوله.
۸- خورا ځيرک او د عقل څښتن وو، او د ستونزو پر وخت ډېر پرېکنده او هوډمن وو.
۹- بې کچې متواضع، پاک لمنی او زړسواند وو.
۱۰- له مسلمانانو سره يې له ډېرې تېرېدنې او زړه سوي ډک چلن کاوو.
۱۱- په داسې حال کې يې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې چې هيڅ شته يې تر شا پرې نه ښودل.
۱۲- له خپلې مړينې مخکې يې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د مسلمانانو د مشرتابه له پاره وړانديز کړ.
په لاندې غزاوو كې حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه فعاله ونډه اخيستې ده
1- غزوۀبدر 2-غزوۀ احد 3-غزوۀ بني مصطلق 4- واقعۀ حديبيه 5 – امارت حج .
د حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه وفات
كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له دې نړۍ څخه دآخيرت په لورې سفر وكړنو دمرتدينو او په دروغو دنبوت ددعوې كوونكو يو سيلاب راپورته سو له بله پلوه ځينو مسلمانانو دزكوة له وركړې څخه هم ډډه وكړه نو د حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه د خلافت ډېره برخه له هغو سره په مقابله تيره سوه دوه کاله به تېر سوي وه ، چي له داخلي فتنو څخه خلاص سو او د فتوحاتو پيل سوه ، چې حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه دمرګ په مرض اخته سو . حضرت عايشه صديقه رضي الله عنها وايي ، چې په يو سړه ورځ حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه ولامبل او له هغه وروسته يې سخته توده تبه سوه ، چې نژدې 15 ورځې يې دوام درلود د مرض په مهال يې وپوښتل چې نن كومه ورځ ده ؟ ورته وويل سو چې نن دو شنبه ده , بيا يې وپوښتل چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په كومه ورځ وفات سو ؟ ورته وويل سول ، چې د دوشنبې په ورځ نو ويې وفرمايل : چې زه هم هيله لرم چې په همدې نن شپه د خپل اجل بلونكي ته ښه راغلاست ووايم هماغه وو چې دسه شنبې په شپه د63 كلونو په عمر په 13 هجري كال دجمادى الاولى په پای كې د تل پاتي نړۍ په لورې مسافر سو . انا لله وانا اليه راجعون .
له وصيت سره سم يې د شپې په مهال دكفن او دفن تياري وشوه , خپلې ميرمنې حضرت اسماء بنت عميس رضي الله عنها ورته غسل وركړ , حضرت عمر فاروق رضي الله عنه يې دجنازې لمونځ اداكړاو حضرت عثمان ,حضرت طلحه ,حضرت عبدالرحمن بن ابي بكر , او حضرت عمر فاروق رضوان الله تعالى عليهم اجمعين قبر ته ورټيټ كړ او پدې طريقه سره درسول الله صلى الله عليه وسلم دژوندوني ملګرى دتلپاتې ملګرتيا په بڼه د حضرت عايشې رضی الله عنها په کوټې کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارک قبر تر څنګ خاورو ته وسپارل سو. اود رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دنيوي مينې په پايله كې حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه داخروي ملګرتوب لپاره له رسول الله صلى الله علي وسلم سره يوځای جنت ته ننووت . – رضي الله عنهم ورضوا عنه .
لیکونکی: فیصل اخندذاده