دکليسا تاريخ له کرکو، وژنو او وينو تويولو ډک دى

د  (  ١٢،٩،٢٠٠٦   )   نېټه چې کله ديوو لسم سپتمبر دپنځمې کليزي په منا سبت شپا ړسم پاپ (بنديکت)دالمان په يو پوهنتون کې د(ايمان ،عقل او ټولني ) تر عنوان لاندې وينا کوله نوموړي داسلام اوداسلام ستر لارښود حضرت محمد صلې الله عليه وسلم په وړاندي پوره ستره ګستاخي وکړه اسلام اومحمد صلې الله عليه وسلم يې وښودل چې ګواکې نړۍ ته يې له زور زيا تي اووژنې څخه پرته نور څه ندي راوړي.
مونږ دغه موضوع په خپله دمسيحي پو هانو له نظره څيړو چې نړي ته کرکه ،نفرت ،وژنه ظلم اوزور زياتې چا راوړى
١.څه موده وړاندې ديو مصري مسيحي عالم دوکتور نبيل لوقاد(په توره داسلام خپراوى حقيقت که افترا(دروغ) )ترعنوان لاندې يوه څيړنه خپره شوه چې نوموړى پدې څيړنه کې وايي اسلام يو اسماني دين دى اودځينو پيروانو ناسم کارونه يې داسلامي لارښوونو سره هيڅ اړيکې نلري لکه څنګه چې دمسيحيت دهغه لارښوونو چي مينې ،محبت اوسولې ته خلک را بلي اودځينو مسيحيانو دوژنې ،وينې تويونې ،ظلم اوزياتي ترمينځ ډير ستر تناقض موجوددى.
تاريخ پدې گواه دى چې په کال (      ٢٤٨م   )کې چې کله امپراتور دقلايا نوس واک په لاس کې ونيو کاتوليکې مسيحيانو په مصر کې دارتودکس مسيحيانوپه خلاف  راپورته شول هغوي يې ووژل .ژوندي په اورکې واچول چې پدې وخت کې ديو ميليون په شاخواکې ارتودکس مسيحيان ووژل شول چې داپيښه مسيحيان ولې هيروي؟ پداسې حال کې چې دمصر قبطي کليسا يې دشهيدانو دورځي په نوم پيژني خو کله چې دمسلمانانو واکمنۍ ته وګورو نو هلته به دنرمۍ اودعقيدې دازادۍ څخه ټول خلک بر خمن وي اوحتى مسيحي قوانين آزادوي چې داټول داښيئ چې اسلام حتماً دتورې په زور ندى خپور شوى لکه څرنګه چې ځينى خلک ګومان کوي .
دوکتور نبيل لوقا پوښتنه کوي چې ځينې وړې پيښې چې دځينو مسلمانانو له خوا تر سره شوې دي ډير ې سترې ښودل کيږي پداسي حال کې چې دځينو مسيحيانو په لاسونو دوينو تويولو،وژنو ،جرمونو اوظلمونو څخه سترګې پټيږي.   دى وايي چې زه په ډير ټينګار سره دا وايم چې تاريخ دمسلمانانو څخه ښه درحم خاوندان  ندي ليدلې اودا يو حقيقت دى .
٢. مسيحي تاريخ پوه ((فيدهام)) وايې:
مسيحيان چيرته ووچې کله په کال( ٢٤٨١٥٧٢م )کې  کاتوليکو مسيحيانو دلس ګونه زروپروتستانت مسيحيانو وينې دپاريس په لارو ،کوڅواوسرکونوکې وبهولې؟
اومسيحيانو داهير  کړيدي چې کله په کال ١٠٥٢ م کې دکليسا محکمې امر صادر کړ چې دا شبيليې څخه دې هغه مسلمانان چې مسيحيت يې نه وي قبول کړى وشړل اوياهم ووژل شې.
په خپله د مسيحيا نو تر مينځ جنگونه دسترو سترو فجايعو څخه ډک دي داځکه چې ديني خلکو ورته لمن وهله اوپه اورباندې يې تيل اړول .
يو بل تاريخ پوه وليم جايس وايې نړۍ پخوا مذهبي ا وديني تعصب اوزور زياتى بيخي نه پيژاند داول ځل لپاره مسيحيانو خپل پيروان دى کارته راوبلل
دتفتيش محکمې چې په کال ١٤٨١م کې جوړې  شوې له دري لکو اوڅلويښت زره څخه زيا ت خلک يې ووژل او په زرگونه  انسانان ئي ژوندي وسوځول دا مونږ هيڅکله هيرولى نه شو .
بريفوليت وائي : تاريخ پوهان دهغه انسانانو شمير د پنځلس ميليون څخه زيات ښيئ چې مسيحيانو په اروپا کې وژلى ؤ.
٣. حناالنقيوسى په خپل کتاب (د مصر تاريخ ) کې يادونه کړيده:
د قسطنطين روماني امپراطور د واکمنۍ په اوږدو کي ٢٧٤ م څخه تر ٣٣٧ م  پورې د مصريانو عبادتځايونه ړنگ شول کتابتونونه يې وسوزول شول او پوهان يې ووژول شول .
د مصر کليسا مذهبي مشر تيو فيلوس د کال ٣٨٥م څخه ٤١٢م پورى دوثنيانو په خلاف د ظلم او زياتي ﻻرښوونه او قيادت کاوه . چې د هغوۍ د اسکندريې مدرسه  او کتابتونونه ئى ويجاړ کړل. عبادت ځايونه يي له منځ ﻻړل . او د فلکياتو او رياضى علومو ستر پوه  (اناتيه ) د سوزولو په نتيجه کې ووژل شو.
٤. هغه کسانو ته چې د اسلام په اړه وايې چې د تورې په زور خپور شويدى
مونږ د ځينو مسيحى علماو اعترافات رانقلوو. مسيحى عالم او تاريخ پوه فيليب فارج او يوسف کربا ج د خپل کتاب ( المسيحيون فى التاريخ اﻻسلامى العربى و التر کى) په ٢٥-٤٦-٤٧ صفحو کې وائي . د حضرت معاويه د خلافت په دوران کې د يهودو او مسحيانو شمير په مصرکې پينځه ويشت لکو وگړو ته رسيد چې نيمه پيړئ وروسته د هارون الرشيد په وخت کې له د غه شمير څخه د اسلام د عدالت او نرمۍ په نتيجه کې نيمائى مسلمانان شوى ؤ .
٥.  د هغه تاريخ پوهانو  او مستشرقينو ويناوې چې صليبي جنگونه ئى ليدلي او ملگرتيايې ورسره کړې وه:
مستشرق او تاريخ پوه( سيرتوماس ارنولد) په خپل کتاب ( الدعوة الى الاسلام ) کې  وييلي دي غير مسلمانانو د اسلامي واکمنۍ تر سيوري ﻻندې دومره هوسا او ارام ژوند تير کړيدى چې په اروپا کې د هغه مثال او نمونه نه ليدل کيږي. که څه هم ځينې تيري به پر مسحيانو باندې په کُلى سطحه شوي وي خو هغه د حکومت پاليسي نه وه .
يو بل نصراني عالم او پوه کتانين وائى کله  چې د عيسى عليه السلام ﻻرښوونې د ډيرو ﻻس وهنو له امله داسې  د شک او شبهاتو ﻻندې  راغلې چې خلک نور مايوس شول . نو اسلام خلکو ته روښانه فرهنگ او عقيده وړاندې کړه چې هيڅ ډول شک او شبهه پکې نه وه . ددې له امله د ختيزډيرو نصرانيانو اسلام ومانه او مسيحيت يې پريښود.
تاريخ پوهان وائى د ځينې اسلامي واکمنانو د واکمنۍ په دوران کې که مسحيانو سره ظلم او زياتى  شوى وي  هغوى پدى مظلوميت کې يوازې نه ؤ بلکه په همغه  اندازه د مسلمانا نو سره هم ظلم شويدى لکه د متوکل د  واکمنۍپه وخت کې .
دغه راز په ځينو اسلامي حکومتونو کې نصرانيانو په لوړو چوکيو او منصبونو باندې کار کاوه چې دوى هم د منصب نه په استفادې سره  ظلم او زياتى کاوه چې  بيا ورڅخه انتقام اخيستل کيد. او همدارنگه ځينى بهرنيو هيوادونو هغه غير مسلم اقليتونه  د مسلمانانو  په خلاف راپارول چې په اسلامي هيوادونو کې يې ژوند کاوه  نو بيا طبعاً يو څه ځپل کيدل، چې دا هم  د خارجي ﻻس وهنې له امله دوئ ورسر ه مخامخ وو .يو بل تاريخ پوه جبرتي  وايي : د شام نصرانيانو د مسلمانانوپه خلاف د  هلاکو سره مرسته کړې  وه  شراب يې پر مسلمانانو او په مساجدو کې وشيندل جماتونه ئي  ويجاړ کړل او همدارنگه يې د (نابليون يونابرت) سره د مسلمانانو په خلاف همکارى  کړي وه او په مصر کې يې د مسلمانانو د له منځه وړلو په اړه د ناپيليون څخه موافقه ترﻻسه کړې وه. (ستيفا نوري فريس) په خپل کتاب (القانون الدستورى ) په ١٣٥-١٤٨-١٥٧ صفحو کې هغه قوانين ذکر کړيدي چې تطبيق او نافذ ؤ.
٤٦ مه ماده : هر چا چې مسلمان پداسې حال کې وليد چې روژه يې نيولې و‌ ي، د  مسيحيت د ﻻرښوونو  سره سم  خوراک نه کوي، د خنزير غوښه نه  خوري ، د لمانځه  څخه مخکې غسل کوي او يا هم د يني شعا ير تر سر ه کوي،  او پوليسو ته يې خبر ورکړ نو د دغه  مسلمان د مال يوه برخه به ده ته د انعام په ډول  ورکول کيږ ي.
٤٧ مه ماده: هر مسلمان کلى او قريه به يوه کليسا جوړوي او هغې ته به خپل ټيکس ورکوي کله چې دکليسا دجوړولو کار پاى ته ورسيږي نو دنوموړي کلي نيم مسلمانان به دغه کلى پريږدي او بل ځاي ته به ځي او پاتې نيمايي به زمونږ سره دمسيحيت په عقيده کې شريک ژوند کوي او په کليسا کې به زمونږ په شان عبادت کوي .
٤٨ مه ماده: هيڅ مسلمان ته اجازه نشته چې خپله لور مسلمان ته په نکاح ورکړي   دهغه نکاح به حتماً دمسيحي سره کوي.
٤٩ مه ماده: که څوک د مسلمان ليدو ته ورشي او يا مسلمان بل څوک د ليدو لپاره راوبلي نو  دواړه، ميلمه او کوربه  به د خنزير غوښه  حتماً خورى.
هر يوستيفن انسيمان ، ګوستالوبون ، روبرت  اوابوس په خپلو کتابونو کې ويلي دي: کله  چې زموږ قوم پر بيت المقدس باندى يرغل وکړ ،نو هلته چې څومره مسلمانانو پناه اخسيتې وه ټول يې ووژل چې مونږ بيا هلته په مړو باندې گرځيدو راگرځيدو . ريچارډ ٢٧٠٠ مسلمانان بنديان د عکا په سيمه کې ذبح او حلال کړل، د هغه عسکرو پدې اکتفاء ونکړه ښځې او ماشومان زندانيان يې هم ووژل بيايې د مسلمانانو ځوانان ، ماشومان، او ښځى ټول ووژل سرکونه يې ورباندې  ډک کړه نه يواځې په بيت المقدس کې د مسلمانانو دومره وژنه وشوه بلکې د معرة النعمان په سيمه کې مسيحيانو سل زره مسلمانان ووژل .
 
٦. کله چې د ايټاليا صليبي لښکرو د ليبيا د اشغال او ورباندې يرغل ته ځانونه چمتو کول  نو د هغوۍ شعار صليب ؤ، د لښکر مخې ته د واتيکان پاپ وﻻړؤ صليب يې ښکل کړاو عسکرو  داسې وينا کوله : (  مورې مه خفه  کيږه  . زړه دې مه تنگوه زه طرابلس ته خوښ او خوشحا له روان يم د ملعون امت( اسلامي امت) د له منځه وړلو لپاره خپلې وينې نذرانه  کوم ، د اسلامي دين خلاف به جنگيږم اوپه ټول قوت به قران له منځه وړم.) يو ژورنالست چې د يفيد سيلبورن نوميږي وايي دا جنگ د تروريزم  په خلاف نه بلکې د اسلام په خلاف جنگ دى ريفيو نشنل  مجلې ليکلي دي دا داسې جنگ دى چې مونږ به دوۍ (مسلمانان ) په خپلو هيوادونو کې له منځه وړو. قران به يې وژنو او په زور به ورباندې مسيحيت منو .
نيويارک ټائمز په ٧/١٠/٢٠٠١ نيټه ليکلي ؤ چې دا يو ديني او مذهبي جنگ دى . د بشر د حقوقو نړيوالو او منطقوي ټولنو خبر ورکړيدى چې په بو سنيا او کوسووا کې د مسلمانانو زياته  تباهي او وژنه شويده  ددې تر څنگ پنځوس زره مسلمانې ښځې په زور وړل شويدي ٦١٤  جماتونه په بشپړه ډول له ميځه وړل شويدي او ٥٣٤ جماتونه تخريب شويدي . سلگونو مدرسې ويجاړې  شويدي په (سر برنيڅا) کې ټولنيزې وژنې چې د   نړئ والو سوله ساتو ځواکونو په  موجود يت کې تر سره شويدي او د بشر د حقوقو مدافع نړيوالې ټولنې هم وجود لري دا هيڅکله د هيريدو نه دي.
ايا د واتيکان پاپ غواړي چې د اروپا او امريکا هغه څه مونږ هير کړو چې د عراق ابو غريب په زندان کې د ښځو او نارينه ؤ سره شويدي  او داهم هير کړو چې د افغانستان په زندانونو کې لاس تړلي زندانيان وژل شويدي ؟
د المان د تلويزون لومړني چينل په خپل اونيز ( بانور اما) پروگرام کې په٢٤/٦/٢٠٠٤ نيټه  دا خبره وکړه  چې په عراق کې د نصراني کولو کار په تيزۍ  سره روان دى او عراق به د مسيحيت د سپيڅلي جنگ مرکز وي .  د امريکا پخواني اولس مشر ريچاردنيکسن په خپل کتاب (الفرصة السانحة ) کې وئيلي وه : مونږ خپل يو دښمن کمونيزم له مينځه وړى دى اوس زمونږ يوازينى دښمن چې پاتى دى هغه اسلام دى . په ٢٠٠٤/٢/٨ نيټه د الحياة خپرونې  د لندن د کارگر گوند  دپار لمان  د غړو له خولې ليکلي دي چې د عراق جنگ يو صليبي جنگ دى . عيني شاهدان وايي چې کله د برطانيى صدر اعظم توني بلير په عراق کې د بصرې ښار ته  د خپلو عسکرو  د ليدلو لپاره  تللى ؤ هلته  يى د عسکر  سره  مذهبي مراسم  ونيول  او  دا شعرونه يې په گډه ووئيل چې د نصرانيانو لښکر ې جنگ ته پداسې حال کې روانې دي  چې د دوى مخې ته صليب دى، زمونږ د برياليتوب نښې دادي چې د شيطان لښکر  وتښتيد (مسلمانان ) او بيا وايي ورونو په هغه  ﻻر به  ځو په کومه چې زمونږ مذهبي مشران تللي دي او  هغه د اميدونو او عقيدې د يووالي ﻻر وه .  همدارنگه( ابيلي او فرانکلين ګراهام) په خپلو کتابونو کې ټول مسلمانان نصرانيت ته رابللي دي.  او ويلې يې دي هغه  څوک چې بلنه  نه قبلوي نو په زور يې مجبور کړئ چې مسيحيت ومني . مارک راسکوت د جمهوريت د  مجلې مشر په  ٢٠٠٤/٤/١٩  نيټه  ويلي ؤ چې بوش نړيوال صليبي جنگونه  د اسلام  په خلاف رهبري کوي . نو دا قضاوت  دې اوس نړيوال وکړي چې  د واتيکان پاپ ولې په اسلام او د اسلام په ستر ﻻرښود حضرت محمد صلى عليه وسلم باندې دا تورونه لگوي پداسې  حال کې چې د اسلام  په تاريخ کې به څوک دا ثابته نکړي چې د مذهب لپاره څوک په زور کړول شوى وي . داهغه دين دى چې سولې، امن   او سوکاله ژوند ته خلک رابلي . پداسى حال کې پاپ د خپل قوم د هغه تاريخ څخه سترگې پټوي چې د وينې تويولو او وژنو تور تاريخ لري او ټول نړيوال يې دهر راز ستونزو، کړاوونو ،مشکلاتو ، جنگونو . اختﻻفاتو  ، تشويشونو او ويجاړيو سره مخ کړي دي.
ژباړه : عزيزالرحمان حبيبي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب