دکريسميس (Christmas) اختر يعني څه؟
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم اما بعد:کريسميس دعيسايانو د خوشحالۍ ورځ ده چي د عيسی -عليه السلام- د زېږېدلو په مناسبت يې د دسمبر په ۲۵ لمانځي.
دغه لمانځنه يوه او بل ته د مبارکۍ په ورکولو، د سوغاتونو په وړاندي کولو، د ميلاد د اختر د شجري په لوستلو او په يو لړ نورو مراسمو تر سره کېږي.
د کريسميس کلمه دوه اجزاء لري اول يې:
Christ دی د: مخلِّص په معنی دی چي د مسيح عليه السلام يو لقب دی، يعني خلاصوونکی.
او دوهم جزء يې mas دی، او دا لفظ د ميلاد په معنی دی.
که څه هم انجيلونه د مسيح عليه السلام د ميلاد په صحيح تاريخ کي سره وېشلي دي، خو بيا هم دوی د دسمبر پنځويشتمه نیټه د ولادت د لمانځني او په دې تړاو د خوشحالۍ د اظهارلپاره ټاکلې ده.
د عيسی عليه السلام د پيدايښت تاريخ
عيسی عليه السلام د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم تر بعثت څه دپاسه ۶۰۰ کاله مخکي زېږېدلی او د ده له پيدايښت څخه عيسوي تاريخ پېلېږي، که څه هم د ده د ولادت مياشت او ورځ نامعلوم دي.
په دې هکله چي کاتوليک عيسايان ددسمبر ۲۵ تاريخ د عيسی عليه السلام د پيدايښت دورځي په نوم لمانځي، دا لمانځنه د عيسی عليه السلام تر پيدايښت څو پېړۍ وروسته شروع شوې ده.
خو مسلمان بايد په داسي مراسمو کي له گډون څخه په کلکه ډډه وکړي ځکه په داسي شعائرو کي د کافرانو سره گډون سخته گناه او ناروا عمل دی.
وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله واصحابه اجمعين
ليکوال: مولوي عصمت الله عزام