د ځمکې د چاپیریال پوړونه Atmosphere | قرآن علمي اعجاز

یوه مسأله چې په قرآن کې روښانه شوې هغه داده چې آسما ناووه پوړونه یا طبقې لری:
اوبیا یی آسمانونو ته پام وګرځاوه اوهغه یی اووه ډوله  آسمانونه تنظیم کړل. (البقره ۲۹).
دسماوات کلمه دځمکې په سر دآسمانونو اوهم دکایناتو په مانا کارول شوی. له پورتنی آیت نه داسې مطلب اخستل کیږی چې آسمان یا د ځمکې چاپیریال له اوو پوړونو جوړ شوی.
ننۍ پوهې هم دآسمان یا د ځمکې چاپیریال  پوړونه تثبیت کړی، چې هریو پوړد فزیکی ځانګړتیاو له اړخه اودګازونو اودندو دډول له کبله له یو بل نه توپیر لری.

دځمکې دچاپیریال پوړونه عبارت دی له :
·       Troposphere تروپوسفیر چې له ۸ نه تر ۱۵ کیلومتره پورته دځمکې له سطحې قرار لری اوزموږ اودورېځو دګټی وړ هوا په کې ده.
·       Stratosphere ستراستوسفیر چې له  ۱۵ تر ۵۰ کيلومترو پوری پورته د ځمکې له سطحې نه قرار لری اوډیری داوزون ګازلری چې دماورأ بنفش له زیان لرونکو وړانګو څخه مخنیوی کوی. دتودخې درجه ددې پوړ په بیلابیلو ساحو کې ډیرتوپیر لری اودلوړوالی په زیاتیدو سره  تودوخه کمیږی.
·        Mesosphereمیستوسفیر یا منځنی پوړ چې ۵۰ نه تر۸۵ کیلومتروپوری دځمکې له سطحې پورته ساحه احتوا کوی اودارتفاع په زیاتیدو سره دحرارت درجه هم ټیټږی اوتر منفی ۷۳ درجو پوری رسیږی.
·       Thermosphereترموسفیر دغه پوړ چې  ۸۵ تر ۶۴۰ کيلومترو پوری پورته  دځم کې له سطحې نه ده، په دې پوړکې دماورالبنفش وړانګې دآیونونو اومثبتو چارچونو دجوړیدولامل ګرځی.
·       (Ionosphere) آیونوسفیر چې دتودوخې درجه په هغه کې ډیره جګه ده اوتر ۲۵۰۰ دسانتی ګرید درجو پوری رسیږی. دغه پوړ ټول غږیږسیګنالونه چې له ځمکی نه تښتی هغو ته انعکاس ورکوی اوبیایی ځمکې ته رالیږی.
·       Exosphere ایکسپوسفیر یا بهرنۍ پوړ چې له ۵۰۰ نه تر ۱۰۰۰ کیلومترو پورته دځمکې له سطحې نه قرار لری او وروستۍ  برید یی تر لسوزروکیلومتروپوری رسیږی.
·       Magnetosphere مګنیتو سفیر دځم کې مقناطیسی ساحه چې تر لسو زرو کیلومترو پوری رسیږی.

قران فرمایی:
هرآسمان ته یی دنده وروسپارله (۱۲ فصلت)
په ریښتیا سره هم څه ډول به یی چې په وروستیو مخونو کی ولولو هریو له دې پوړونو نه دځمکې دمخ دژوندانه لپاره ډیرې مهمی دندې په غاړه لری لکه دباران جوړول ، دزیان لرونکو وړانګو مخنیوی اونور.

آیا نه وینۍ  چې الله (ج) څه ډول آسمانونه په اوو پوړونو کې پیداکړل. (نوح ۱۵).
دطباقا کلمه  دطبقو یا پوړونو په مانا داڅرګندوی چې هرپوړ په منظمه توګه یو پربل باندی قرارلری. اودآسمان له اوو طبقو څخه هدف کیدای شی دځمکې دشاوخوا چاپيریال اووپوړونو څخه وی اوننی علم داثابته کړی چې دغه شین آسمان هماغه دځمکې چاپیریال دی له بیلابیلو پوړونو سره چې په سلګونو کاله مخکی قران ذکرکړی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب