تیاره یا تور سوری | قرآن علمي اعجاز

په شلمه زیږدیزه پېړۍ کې دخلاپه هکله ډیرې موندنې وشوې. چې له هغې ډلې نه یوه یې په دې وروستیو کې څرګنده شوې اوهغه تیاره سوری دی. دغه سوری هغه وخت جوړیږی چې یو ستوری خپل ټول دسونګ توکې مصرف کړی، دغه ستوری انقباض کوی اوپه یوه تورسوری په لایتنهای کثافت سره چې حجم یی له صفر سره مساوی کیږی چې یوه ډیره زوروره مقناطیسی ساحه لری بدلیږی..دغه تورسوری په ډیرو ځواکمنو تلسکوپونو سره هم دلیدو وړنه دی. ځکه چې دهغوی دثقل قوه دومره ځواکمنه ده چې نور نه شی کولای له هغه نه وتښتی، خو تورسوری دهغې مقناطیسی قوې چې په خپل شاوخواکې یی جوړوی موندل کیدای شی.
دتورسوری اصطلاح Black hole  لومړی ځل په کال  ۱۹۶۹ ميلادى کې دیوه امریکایی فزیکپوه جان هویلر په نامه وکارول شوه . مخکې داسې انګیرل کیده چې ټول ستوری لیدلای شو، په داسې حال کې چې وروسته څرګنده شوه چې داسې ستوری هم شته چې موږ هغه لیدلای نه شو ځکه دهغو ی رڼا ختمه شوې او له مینځه تللی (Collapsed) ده. له داسې یوه سوری نه چې فوق العاده کثافت ولری اویو کوچنی ځای په خلأ کې ونیسی نور نه شی کولای تیر شی ، دهغه لایتناهی دثقل قوه ډیر چټک شیان حتی دنور کوچنۍ ذرې (Photon) ځان ته جذبوی. دبېلګې په ډول دیوه ستوری دسوځیدو پړاو چې دری ځلې له لمر نه ستر وی اوتر پایه وسوځیږی ، دیوه تورسوری(سوړې) د۲۰ کیلومترو په قطر شی په هره توګه به دیوې تورې سوړې په څیر شی اودلیدو وړ به نه وی، خو په نامستقیم ډول به خپله اغیزه هرومرو په نوروآسمانی جسمونو څرګندوی اوپه دی توګه به خپل شتون ثابتوی.

کیدای شی دامبارک آیت همدې موضوع ته اشاره کوی:
اوڅه ډول پوهیدلای شې چې طارق څه دی،هغه ستوری چې نفو‌‌‌ذکوی(په تیاره کې) (الطارق ۲-۳).
برسېره پردې ډیر لوی ستوری هم دخلأ یوه برخه په ځان کې رانغاړی. تورسوری نه یواځې دخلأ دتاوراتاویدو لامل ګرځی بلکې دیوې ټوټه کیدو لامل هم ګرځی. دغې موضوع ته په قران کې اشاره داڅرګندوی چې داکتاب یواځی د الله (ج) کلام دی.
هرکله چې ستوری بې نوره اومحوه شی (المرسلات ۸).

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب