دځمکې د تکتونیکي پلیټونو یا دړو حرکتونه او زلزله

تکتونیکي حرکت څه شی دی؟

د شلمې پېړۍ په اوايلو كې جرمني ساينسپوه الفريډ ويگنر د سترې وچې د جلاكيدلو Kontinentalverschiebung نظريه وركړه چي پکې ويل كېده چې د نړۍ براعظمونه (لكه آسيا، اروپا، افريكا، امريكا) دوه سوه مېليونه كاله مخكې ټول سره يو ځاى او يوه ستره وچه وه او د وخت په تېريدلو سره د طبيعي اوښتونو له كبله سره جلا شوي دي. د هغه وخت ساينسپوهانو د ويگنر تيوري د ثبوت د لږوالي له كبله جدي و نه نيوله. خو نن ورځ دغه تيوري د مځكې پيژندنې يا جيالوژي د علم د نامتو او منل شوي تيوري يعني د پليټ ټيكټونيك Plate Tectonics يا ټيكټونيكي دړې (ټوټې) د تيورۍ د مور په صفت پيژندل كيږي.layersof theearth origstructure world that is divided into layers 68708 340

د ټيكټونيكو دړو په تيورۍ كې د مځكې كره لكه مڼه پر څو لايو وېشل شوې ده، لكه: پوست (قشر)، نس (گيډه‌‌‌‌/بدنه) او مغز (هسته). د مځکې پوست چې تر سل كيلومتره پورې ژورتيا لري په سترو براعظم سايزه پليټونو يا دړو باندې درز شوى دى چې دغه دړې مدام مگر ډير كرار، د كال د صفر څخه تر پينځو سانتي مترو په واټن حركت سره كوي. د مځكې تر پوست لاندې يې نس دى چې تقريبا درې زره كيلومتره ژورتيا لري او د ډيرو سرو (سوځيدونكي) مگماتيكي موادو يا ويلي شوو ډبرو ډك دى چې د دری زره سانتي گريدو د حرارت په شاوخوا كې په جوش او خروښ كې دي. دغه عظيم حرارت د سختې ډيرې انرژۍ سبب گرځي او سربېره دړې په حركت سره راولي چي د مځكې په پوست يا ليتوسفير كې د لاندنيو درو ډولو تحولاتو سبب گرځي:

plate boundaries vector illustration labeled tectonic movement comparison scheme divergent convergent transform side view 160800612

 

Image%2Bshowing%2Bthe%2Bthree%2Bmain%2Btectonic%2Bplates%2Bboundary%2Btypes%2Band%2Bassociated%2Bvolcanoes%2Band%2Bearthquakes

١. نژدې كېدونكي درزونه (Convergent Boundaries):

plate tectonics 30 638

دوې دړې يو او بل ته سره نژدې كېږي. كه يې په مينځ كې په كافي اندازه د ضخامت توپير وي نو نازكه دانه يې تر پنډې لاندې ځي او په نتيجه كې د مځكې د نس سره مواد (مگما) د درزه څخه د باندې را الوځي او اورغورځونكی غر (آتشفشان) تشکيلوي چې بېلگه يې د ارام سمندر پر شاوخوا ‌‌‌‌‌‌د اور د حلقې په نامه یوه ډېره ستره آتشفشاني سيمه ده. که تر اوبو لاندي دا کار وشي نو بیا سونامي سېلونه را مینځ ته کېږي لکه د ٢٠٠٤ کال د هند د سمندر سونامي چي شپاړس هیوادونه پکي متاثره شول. كله كله دوې نژدې كېدونكي دړي دواړه د پورته و خوا ته زور كوي چي د هغې په نتيجه كې بيا د غرونو سلسلې مينځ ته راځي چې ډېر ښه مثال يې د هيماليا د غرونو سلسله ده چې لوړه ترينه نقطه يې ماونټ ايوريسټ نوميږي د كال دری سانتي مېتره لوړېږي. البته د غرونو مينځ ته راتلل په زرونو كلونه په بر كې نيسي خو د دې پروسي جانبي اثرات مدام د زلزلې په شكل د مځكې پر سر حسېږي. غرونه مېخونه ندي چې له پاس په ځمکه کې وهل شوي وي لکه څنګه چې ځينو ديني کتابو کې ليکل شوي .

٢. سره موږونكي درزونه (Transform boundaries):

Transform+Boundary

دوې دړې اړخ پر اړخ پر مخالف جهت حركت سره كوي لکه دوې لارۍ چې تنګه لار کې يو له بل تېرېږي او سره ونښلي خو حرکت کوي او يو او بل سره موږي چي په نتيجه كي يې تر مځكي لاندي ډير سخت فشار توليديږي او د سايزميكو (رېږدونكي) څپو په شكل د مځكې پر سر خوشي كېږي. په بل عبارت شې زلزلې مينځ ته راځي. په امريكه كې د سان اندرياس درز يې يو ښه مثال دى چي د نړۍ د متزلزل ترينو ساحو څخه ده او د بشر د تاريخ شديدترينه ثبت شوي زلزلې پكې شوي دي: لكه د ١٩٦٠ كال د چيلي ستره زلزله يا په ١٩٠٦ كې د متحده ايالاتو د سان فرانسيسكو د ښار ويجاړونكې زلزله چې ٨٠ فيصده ښار پكې د مينځه ولاړ.

٣. ليرې كيدونكي درزونه (Divergent Boundaries):

e8e876afbcb7848f107b3cd4cbf38025

دوې دړې يو د بله سره لرې كېږي. دا كار اكثرا تر اوبو لاندې د سمندرونو په تل كې كېږي او په اوبو كې د مگماتيكي موادو د گډيدلو سبب گرځي. ډير اوږدمهاله تاثير يې دا دى چي براعظمونه مينځ ته راولي.

 

راټولونه او ترجمه: ن. ا. ر. پسرلی
اېدېت او اضافه معلومات ور ډېرول عبيدالله وردګ

د نوري زده كړي له پاره لاندي مطالب وگورئ
https://www.youtube.com/watch?v=SiUtml2qZkU د پليټ ټيكټونيك په اړه تجربه
https://www.youtube.com/watch?v=FIgksa3x11w د زلزلې په اړه تجربه
https://www.youtube.com/watch?v=e7ho6z32yyo د نيشنل جيوگرافيك معلوماتي ويډيو

ماخذونه:
https://www.bgs.ac.uk/discoveringGeology/hazards/earthquakes/whatIs.html
https://en.wikipedia.org/wiki/Plate_tectonics
https://en.wikipedia.org/wiki/1906_San_Francisco_ea

ن. پسرلی

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب