
دوکتور محمد البرادعي- نوبل ګټونکي مسلمان پوهان
دوکتور محمد البرادعي
دوکتور محمد البرادعي د مصر په پلازمېنه قاهره کې د ارواښاد مصطفی البرادعي په کهاله کې په ۱۹۴۲م کال کې نړۍ ته سترګې پرانستې.
دوکتور البرادعي په ۱۹۶۲م کال کې د قاهرې پوهنتون کې لسانس وکړ او خپله دوکتورا یې بیا په ۱۹۷۴م کال کې د نیویارک پوهنتون د قانون پوهنځي څخه په نړیوال قانون کې بشپړه کړه.
ښاغلي البرادعي رسمي کار په مصر کې د ديپلوماسۍ له ډګره پيل کړ ،هغه له ۱۹۶۴م وروسته له ملګرو ملتونو سره په مصر او جنیوا کې د سیاسي ، پوځي او قانوني چارو د کارپوه په توګه دندې ترسره کړي. له ۱۹۷۴م څخه تر ۱۹۷۸م کال پورې يې د مصر د بهرنیو چارو وزارت کې د سیاسي معین څوکۍ هم سنبال کړې وه. نوموړي په ۱۹۸۰م کال کې په مصر کې رسمي دندو ته د پای ټکی کېښود او ملګرو ملتونو مقر ته ستون شو، هلته یې د روزنې او څيړنې په اداره کې د مشر څېړونکي په توګه کار پيل کړ، له دې سره جوخت یې د نیویارک پوهنتون د قانون پوهنځي د نړیوال قانون په څانګه کې تدریس هم کاوو.
ښاغلي البرادعي د یوه نړیوال ديپلومات او پوهاند په توګه د نړۍ د امن او ټېکاو په برخه کې کافي تجربه ترلاسه کړه او وځلیده. همداراز د نړیوالو سازمانونو په جوړښت او تشکیلاتو کې هم کلیدي او مهم لوبغاړی پاته شوی دی.
دوکتور البرادعي نړۍ کې د هستوي انرژي او د دې ترڅنګ د پوځي او نظامي تجهیزاتو د کارونې پر موضوع مختلفو نړیوالو کانفرانسونو ته ویناوې کړي او په اړونده موضوعاتو یې لسګونه کتابونه او مقالې هم خپرې شوي.نوموړی د حقوقپوهانو او قانونپوهانو د ګڼو نړیوالو ټولنو غړیتوب هم لري.
په ۲۰۰۵م کال کې ښاغلي البرادعي او د اتومي انرژي نړیوال اژانس یو ځای د نوبل د سولې په جایزه وویاړل او وستایل شول، ځکه چې دوی په نړۍ کې د نظامي موخو لپاره د هستوي انرژي د استعمال د مخنیوي لپاره هلې ځلې کولې او په سوله یېزو موخو کې د دې انرژي د کارونې دودولو او په دې موخه د یوه کاري چاپيریال را منځته کولو لپاره یې مبارزه کړې ده.
دوکتور محمد البرادعي د ۲۰۰۵م کال د نوبل د سولې جایزې ترڅنګ ګڼ نړیوال انعامونه ، افتخاري رتبې او جایزې ترلاسه کړي. چې په دې ترڅ کې امریکا کې د روزویلټ (Roosevelt) ادارې ایوارډ او د نیویارک پوهنتون له لورې افتخاري دوکتورا خپلول یادولی شو.
هغه همداشان د خپلو فعالیتونو په پار د مصر تر ټول ستر دولتي مډال (Nile Collar) هم ګټلی دی.