دوه وروڼه؛ احسان نه هیرول
دوه وروڼه په دښته کې روان وو، ترمنځ يې لانجه شوه، مشر ورور د کشرپه وهلو پیل وکړ، کشرورورپه شګو وليکل : ((خپل ورور ووهلم)).
بيا روان شول په لاره کې کشر ورورپه سېلاب کې له غرق کېدلو سره مخ شو، مشر ورورپه چټکي سره دهغه ژغورلوته ور ودانګل او کشر ورور يې له غرقيدلو وژغورو . کشرورورچې کله له اوبو راوخوت، پرډبره يې وليکل :
((ورور له غرقېدلو وژغورلم))
مشرترې وپوښتل : ولې دې د وهلو خبر پرشګو ، او ژغورنې خبره پر ډبره وليکله ؟!
کشر ورورپه ځواب کې ووېل: دوهلو خبره مې ځکه پرشګو ولیکله چې هوا راشي او ليکنه ورانه کړي، او زه يې هېره کړم. او د ژغورنې خبره مې بیا له دې امله پرډبره وليکله چې کله هم له منځه ولاړه نه شي او نه هم زما له زړهڅخه ووزي. (دوکتورابراهیم الفقی)
متأسفانه چې زموږ په ټولنه کې ډېری داسې کسان شته چې د سلو کلونو ښېګڼه د يوې ورځې په ترخه خبره له زړه باسي.
تر څو چې موږ یو د بل ښېګړې رایادې نه کړو، او ناوړه کړنې يې له یاده ونه باسو, د انتقام او بدلې اخيستلو له لارې به ښېرازي او نېکمرغي ووينو.
مفتي ابوسعيد راشد