دوهم مخرج: اقصی الحلق | تجوید ۷ لوست
دوهم مخرج: اقصي الحلق (د حلق لرې برخه)
موخه: د “ء ، هـ” د مخرج پېژندنه
اقصی الحلق د ستوني هغې برخې ته وايي چې د سينې لورې ته نژدې ده، له دې مخرج څخه دوه توري (همزه او ها) ادا کيږي.
دهمزه تلفظ | ء’ | ء | ء | اَءْ | اِءْ | اُءْ |
د ها تلفظ | ها | هِيْ | هُوْ | اَهْـ | اِهْـ | اُهْـ |
پوښتنې:
۱- اقصی الحلق دستوني کومې برخې ته وايي؟
۲- له اقصی الحلق څخه کوم توري ادا کيږي؟\