دنیمونیا یا سینه بغل ناروغي، (لامل، نښي، تشخیص، درملنه او مخنیوی)

دنیمونیا یا سینه بغل ناروغي، (لامل، نښي، تشخیص، درملنه او مخنیوی)

نیمونیا یا سینه بغل (Pneumonia) دسږو دکوچنیو هوایی کڅوړویا Alveoli التهاب یا ګزکي کیدوته وایی ، چې هرکال په ټوله نړۍ کې نیږدې ۴۵۰ میلیونه انسانان پرې اخته ،  اوکلنۍ مړینه یی نیږدې ۴ میلیونوته رسیږي ، په ټولیزه توګه یی پیښي اومړینه په بیوزولواومخ پرودې افریقایی اواسیایی هیوادونوکې زیاته ده ، داناروغي په ټولوعمرونوکې منځته راتلی شي خوعموماْ له پنځوکلونوکم ماشومان ډیرپرې اخته کیږي اوهرکال نیږدې ۱۷ میلیارده ډالرنړیوا ل اقتصادته زیان اړوي نوله همدې کبله نړیوالې روغتیایی ټولنې دنومبردمیاشتې ۱۲ مه نیټه د نیمونیادورځې پنامه نومولي ده ترڅودنړۍ روغتیاپوهان ددې وژونکي ناروغۍ دمهاراومخنیوي لپاره یوه ګټوره او مناسبه کړنلاره ومومي .

ددې ناروغۍ لاملونه !

له سلوډیرمیکروبونه ددې ناروغۍ دمنځته راتلوسبب ګرځي خومهم یی باکټیریا وي ، وایرسونه ، پرازیټونه اوفنګسونه دي خودلته پرې ډیره تخصصي څیړنه اړینه نه بولم ، یوا ځي یی نومونه اخلم چې عبارت دي له Streptococcus pneumonia , heamophilus influenza e , Chlamydophila pneumonia ,  Mycoplasma pneumonia , Staphylococcus aureus , Moraxella catarrhalis  , Legionella pneumophila ,  Gram negative bacilli , klebsiella pneumonia  E.coli اوځینې وایرسونه لکه  RSV , Influenzae , Parainfluenzae , Adenovirus ، ځینې فنګسونه لکه   Histoplasmosis , Coccidiomycosis اوځینې پرازیټونه لکه داسکاریس چینجي لاروا اوګڼ شمیرنورمیکروبونه .

دنیمونیا کلینیکي نښې نښانې !

پدې ناروغۍ کې ترټولومهمه موضوع ددې ناروغۍ دنښونښانوپیژندل دي اوزماسپارښتنه هم ډاکټرانواوهم کورنیوته په ځانګړي توګه دپنځوکلونوڅخه دکم عمره ماشومانومیندوته داده ترڅوددې ناروغۍ نښې نښانې په ځیرسره ولولي اوځان پرې پوه کړي چې مهمي یی پدې ډول دي !

۱: په ماشومانوکې یی نښي نښانې : ستاسوماشوم به چټکه اوستونزمنه ساه اخلي (تردوومیاشتوکم عمرلرونکي له ۶۰ ځله ډیره ساه اخیستنه په یوه دقیقه کې ، تریوکلنوماشومانو ۵۰ ځله په دقیقه کې اوتر۵ کلنوماشومانوپوری له ۴۰ څخه ډیره ساه اخیستنه په یوه دقیقه کې ) ، ممکن تبه یی لږه اویاشدیده وي ځکه په وایرسي ، فنګسي او پرازیټي نمونیاګانوکې تبه کمه خوپه بکټیریایی نمونیاګانوکې تبه شدیده وي خوبایدپه یادمووي چې له دوومیاشتوکوچني ماشومان عموماْ تبه نلري ، دساه اخیستوپه مهال به دماشوم سینه دننې خواته ننوځي چي دسیني دننه ننوتل به پام راګرځونکي وي ، ماشوم به مودساه اخیستوپه مهال ژړاکوي یعني دسیني دردبه لرې ، ښایی د خولې د شا وخواشینوالی ولري ، په سختوپیښوکې به ستاسوماشوم ساه نشي اخیستلائ ، ټوخی به ولري کیدائ شي بلغم لرونکی اویا وچ ټوخی وي ، ماشوم به موناآرامه خوله اوشونډي به یی وچې وي ، ستاسوماشوم به تی نشي رودلائ ، په پر مختللو پیښوکې به د ماشوم شعوري حالت خراب وي ، ماشوم به مولړزه ولري اوپه ډیرولږوپیښوکې به موماشوم نس ناستی اویاکانګې ولري اوپه ډیرو کموماشومانوکې داختلاج پیښې لیدل شویدي ، اوبایدیادونه وکړم چې ددې ناروغۍ مړینه اووخیمې پیښي په خوارځواکوماشومانوکې ډیرې لیدل کیږي نوهغه میندې چې خوارځواکي ماشومان ولري باید دې نښوته ډيرپام وکړي .
۲: په غټانوکې یی نښي نښانې : ستاسوناروغ به وچ اویابلغم لرونکی ټوخی ولري ، لړزه اویاسړه لري تبه به ورسره وي ، له ټوخي سره به دسینې درد ولري ، نفس تنګي به احساسوي اوژرژربه ساه اخلي ، دبیهوښۍ اوګنګسیت احساس به لري اویا به بیهوښه وي او ډیری ددې ناروغانوبه دسګرټواویا الکولودکارونې اوسنۍ اویا پخوانۍ تاریخچه ولري اویاکیدای شي چې دمعدوي تیزابوضد درمل لکه اومیپرازول اوفیموټیدین اویا ددې ګروپونونوردرمل دډیري مودې لپاره کاروي .

دنیمونیا تشخیص !

ددې ناروغۍ دتشخیص لپاره کلینیکي نښي نښانې اودسینې ایکسرې ځانګړی تشخیصي ارزښت لري ، دسټیټسکوپ پواسطه دناروغ ماشوم په سږوکې یوډول ماتیدونکی اوازیا رالزاوپه غټانوناروغانوکې لکه په واوره باندې دګرځیدوپشان غږاویا کریپیټیشن اوریدل کیدای شي ، همدارنګه دوینې معاینات اودځینوځانګړووایرسونودشتون لپاره ځیني معاینات هم ګټورګڼل کیږي اماډیرتشخیصي ارزښت نلري خوزما دخپلې کلینیکې تجربې له مخې دقیقه فزیکي معا ینه اوکلینیکي نښي نښانې ۸۰٪ دنیمونیا په تشخیص کې رول لري اوباید پام مووي چې ژراودقیق تشخیص دښې درملني سبب ګرځي اودمړیني دپیښوڅخه مخنیوی کولای شي .

دنیمونیا درملنه !

دنیمونیا ناروغان په ټولیزه توګه په دوو پلانونوکې تردرملنې لاندې نیول کیږې په ځانګړي توګه په شدیدوپیښوکې دادواړه پلانونه باید هم مهاله تطبیق شي ، دلته اړتیاوینم چې لږه رڼاپرې واچول شي .

۱ – کومکي درملیزپلان : داپلان دناروغۍ دوخامت له مخې په پام کې نیول کیږي چې بایددناروغ تنفسې سیستم پرانیستل اواکسیجن ورکړل شې ، دناروغ وریدبایدخلاص وساتل شي یعني دناروغ په وریدکې کنولا تطبیق شي ، په ځانګړي توګه په یخه هوا کې یی باید کوټه ګرمه وساتل شي ، داوبودبخاراتوانشاق بایدورته تطبیق شي ، دخولې له لاري بایدکافي مایعات ورکړل شي اوکه دخولې له لارې خوراک نشي کولای نوبایدپه ټاکلي مقداروریدي مایعات تطبیق شي اوبایدمقوي خواړه ناروغ ته ورکړل شي په ځانګړي توګه خوار  ځواکوماشومانوته .

۲- اساسي درملیزپلان : پدې پلان کي اینټي بیوټیک ، انلجیزیک اونوراړین درمل شامل دي اوباید دنیمونیا ټولوناروغانوته دهغوي داړتیا له مخې په پام کې ونیول شي چې دلته یی یواځي دنوم په اخیستلوبسنه کوم ، لکه Amoxicillin , Ampecillin , Pencillin-V , Procaine Pencillin , Doxycycline , Clarithromycin , Fluoroquinolones , Vancomycin , Carbapenems ,    Aminoglycosides ( azithromycin & erythromycin ) Lincomycin , clindamycin , Cephalosporins   او corticosteroids     شامل دي خوځینې روغتیایی کتابونه دکارټیکوسټیرایډ کارونه ګټوره نه بولي اما زما دکلینکي تجربوله مخې که په لومړیو۴۸ ساعتونوکې وخیموناروغانوته تطبیق شي له یوې خوارغیدنه چټکوي اوله بل لوري په سږوکې د فایبروزس له جوړیدو مخنیوی کوي ، همدارنګه ددرداوتبې لپاره له پیراسټامول اوبروفین څخه ګټه اخیستلای شوخودټوخي ضددرملوکارونه کوم مثبت اغیز نلري اوکله کله داغیزمن ټوخي اودبلغمودراوتومخه نیسي چې کیدای شي درغیدومرحله له ځنډسره مخ کړي .

مخنیوی !

۱- په ژمي کې بایدماشومانوته ګرمې جامې خولۍ اوجورابې واغوندئ ، په ګرمه کوټه کې یی وساتئ مقوي اواوبلن خواړه ورکړئ ، خوارځواکي ماشومان مخکې لدې چي پدې ناروغۍ اخته شي بایددرملنه یی وکړئ ځکه داناروغي ډیره وژونکي ده .

۲- دسګرټواوالکولوله کارونې لاس واخلئ ، ځکه دسګرټولوګی په منفعل ډول ستاسوماشومان دنیمونیا له جدي ګواښ سره مخ کوي .

۳- هڅه وکړئ چاپیریال موپاک وساتئ ، اوهرځاي کثافات مه غورځوئ اوکه تاسوزکام اویاټوخی ولرئ هرځاي بلغم مه توکوئ اوله روغوکسانوځانونه لرې وساتئ په ځانګړي توګه له ماشومانو ، حامله ښځو اوسپین ږیروڅخه .

۴- ماشومان مومنظم واکسین کړئ ، ځکه ستاسوسره نیږدې په کلینیک کې شته واکسین دنیمونیا ضددرمل له ځانه سره لري .

۵- بایدپوه شئ چې په شکر ، خوارځواکۍ اوایډزاخته ناروغان دنیمونیا لپاره ښه کاندیدګڼل کیږي ، نوځانګړی پام پرې وکړئ ، له خپلسرواوغیری مسلکي درملنولاس واخلئ ، که پورته یادې شوي ستونزي موولیدې بې له ځنډه موناروغ ډاکټرته ورسوئ .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب