د دموکراسي تعریف
دموکراسي Democratie يوه لاتيني کلیمه ده چې له دو برخو جوړه شوي ده Demos په منعی د خلکو او Cratie په معنی د حکومت چې پوره معنی د خلکو حکومت يا د خلکو لپاره حکومت ده .
ددی نظام جوړونکی بشر دی آساسی هدف يې د دولت له دين څخه جلاوالی دی يعنی يو بې دينه حکومت چې حکومتي قوانين يې پربې دينی ولاړ وي ساختګي به وي ولی د ټولنی د افرادو لپاره د دين آزادی شته خو کله چې پرټولنه يو بې دينه حاکميت وي خامخا به له ټولنی څخه هم دين کميږي .
په غرب کې د دموکراسۍ نظريه هغه وخت مينځ ته راغله چې مسيحيت ونه شوای کړای د بشر مشکلاتو ته قانع ځواب ووايي ځکه مسيحيت خو منسوخ شوي او په بشپړه توګه تحریف شوی دين ؤ چې د خپلو خواهشاتو پر بنا جوړ شوی ؤ .
د دموکراسۍ اساسی اهداف :
۱- د حکومت څخه د دين جلاوالی
۲- مساوات
۳- بې قيده او بې واکه آزادي